مغروره شهزادګۍ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صفيه حليم
  • 1099

يوه ډېره ښكلې شهزادګۍ وه، چې په خپل حسن ډېره غاوره هم وه. د ډېرو ملكونو د ځوانو شهزادګانو له خوا دې ته د واده پيغامونه راتلل، خو د دې به هېڅوك نه خوښېدل. پاچا او ملكه دواړه حيران وو، چې اخر ددوى لور به څه كوي. هغه سركشه وه او د هېچا خبره يې نه منله.
اخر له وزيرانوسره تر سلا مصحلت وروسته پاچا په خپله ماڼۍ كې يوه مېلمستيا جوړه كړه، په دې مېلمستيا كې ډېر ښكلي شهزادګان، د نوابانو زامن، اميران او شتمن خلك راوغوښتل شول. شهزادګۍ هم له خپلو خورلڼو او خدمتګارانو سره حاضره وه. كله چې ټولو ډوډۍ وخوړله، نو ملكې شهزادګۍ ته وويل:
تا په دې محفل كې ډېر ځوانان وليدل، موږ غواړو چې ته په دوى كې يو تن د خپل ژوند د ملګري په توګه غوره كړې.
شهزادګۍ چې دا واورېدل نو لكه د مچۍ راپاره شوه. د خپلو ډېرو نژدې ملګرو سره يوځاى په لوى تالار كې ودرېده او پر يو- يو مېلمه يې ملنډې پيل كړې. د چا پوزه ورته غټه ښكارېده، د چا قد وړوكى، څوك ډېر جګ و، د چا رنګ تور و. هم په دې مېلمنو كې يو شهزاده داسې هم و، چې د هغه ږيره وه. شهزادګۍ د هغه مخې ته ودرېده او ويې ويل:
دې ږېرور ته وګورئ... دى خپل ځان زما وړ بولي، نيم مخ خو يې په ږيره كې پټ دى.
د دې خبرې په اورېدو ټولو وخندل. پاچا او ملكه دواړو پيكه ولاړ وو. نه پوهېدل چې خپله لور څنګه د نورو له سپكاوي څخه راوګرځوي.
ملكې هم په دې وخت كې يوه فيصله وكړه او د پاچا په اجازه يې اعلان وكړ، چې شهزادګۍ په يو داسې سوالګر ته ودوي، چې سبا سهار د خيرات غوښتلو لپاره د شاهي ماڼۍ دروازه وټكوي.
مېلمانه حيران پاتې شول او شهزادګۍ په ژړا خپلې كوټې ته ورغله.
په بله ورځ سهار وختي د ماڼۍ په لويه دروازه يو سوالګر ودرېد. ببر سر، خيرن مخ، شلېدلې جامې او په لاس كې يې يوه باجه نيولې وه، د خيرات غوښتلو لپاره يې باجه وغږوله، نو سمدستي د ماڼۍ پيره دار راووت او دى يې پاچا ته حاضر كړو.
پاچا شهزادګۍ ته امر وكړ، چې دربار ته حاضره شي او بيا د ټولو په وړاندې يې هغه دې ببرسري سوالګر ته په نكاح كړه.
شهزادګۍ په چيغو- چيغو ژړل او مور ته يې زارۍ كولې، چې پلار يې له دې كاره منع شي. خو مور ورته تسلي وركړه، چې اوس به ژوند، له دې سوالګر سره تېروې او كه لږ صبر وكړې، هرڅه به سم شي.
سوالګر د پاچا مننه وكړه او له ماڼۍ څخه ووتلو، شهزادګۍ هم ورپسې وه او غوښتل يې چې د پلار له كوره ښه په ارام شاهي بګۍ كې لاړه شي، خو سوالګر هېڅ نه غوښتل. هغې تر ډېره وخته په پښو مزل وكړ، دومره چې د خپل پلار د سلطنت نه بهر ووتله.
كله چې ډېره ستړې شوه، نو په يوه ځنګله كې تر يوې ونې لاندې كښېناسته. ځنګل ډېر شين و او شهزادګۍ له سوالګر نه پوښتنه وكړه چې دا كوم ملك دى؟
هغه ورته وويل:
دا ملك د هغه ږيرور شهزاده د پلار دى، چې پرون ستاسو په ماڼۍ كې مېلمه و.
شهزادګۍ يو سوړ اسوېلى وكړ او له ځان سره يې وويل:
ارمان چې هغه سره مې واده شوى واى، نو اوس به داسې په پښو نه واى روانه. همدغسې يې ټوله ورځ مزل وكړ او چې شپه شوه، نو سوالګر په يوځاى كې د دمې لپاره كښېناست. د خپل كچكول نه يې وچه ډوډۍ راوايستله، شهزادګۍ ته يې وركړه. نژدې ويالې نه يې ورته اوبه راوړې، خو شهزادګۍ وچه ډوډۍ له ستوني، نه تېرېده. په ژړا شوه او هملته ګونجه مونجه ويده شوه.
په بله ورځ دوى بيا مزل پيل كړ او يوه ښكلي ښار ته وردننه شول. ټول خلك په كې ډېر خوشحاله ګرځېدل، په بازارونو كې ښه ګڼه ګوڼه وه. شهزادګۍ له سوالګر نه پوښتنه وكړه:
دا ملك د چا دى؟
سوالګر ورته وويل:
دا ملك هم د هغه ږيرور شهزاده د پلار دى، چې ستاسو كره مېلمه و.
شهزادګۍ يو سوړ اسوېلى وكړ او له ځان سره يې وويل:
ارمان چې هغه سره مې واده شوى واى، نو اوس دې ښار ته لكه د سوالګرو نه راتللاى.
سوالګر د همدې هېواد اوسېدونكى و او د ښار يوې برخې ته يې بوتلله، چې هلته د ده جونګړه وه.
كله چې يې دمه برابره شوه، نو سوالګر ورته وويل:
زه وږى يم، ډوډۍ راته پخه كړه.
شهزادګۍ چېرې په ژوند د كور كار نه و كړى. ډېر په خواريو يې اور بل كړ، نيمه كچه او نيمه سوځېدلې ډوډۍ يې پخه كړه. سوالګر دا ډوډۍ خوړله او ورته يې بدې ردې هم ويلې. بيا يې وويل:
ته په تياره ډوډۍ نه شې خوړلاى. سبا سهار وختي به پاڅېږې، زه به درته له بازاره ميزرې راوړم، ته به پوزى اوبدې، چې زه يې په بازار كې خرڅ كړم. ترڅو چې ته پوزي اوبدې، زه به ګدايي كوم.
شهزادګۍ چې دا واورېدل،نو بيا په ژړا ژړا ويده شوه.
په بله ورځ سوالګر ورته ميزري راوړل، شهزادګۍ ډېره هڅه وكړه، چې د ميزرو له تارونو نه څه شى جوړ كړي، خو لاسونه يې وينې شول.
سوالګر چې كور ته راغى، نو ميزري هماغسې ايښي وو. دى ډېر ورته په قار شو او ويې ويل:
ته ډېره ټمبله يې، سبا ته به ته په بازار كې لوښي خرڅوې.
شهزادګۍ چې دا واورېدل، نو په ژړا شوه او همدغسې ويده شوه.
په بله ورځ سوالګر دا بازار ته بوتله... يو څو د خارو لوښي يې ورته واخيستل، د بازار په يو تش ځاى كې يې كښېنوله چې لوښي خرڅ كړي او ورته ويې ويل چې كه دا لوښي نن خرڅ نه شول، نو د ماښام ډوډۍ به ورله نه راوړي.
شهزادګۍ لوښو ته كښېناسته، اسمان ته يې كتل او پر خپل حالت يې ژړل، چې كه د هغې د پلار د ملك مسافر دى، ملك ته راغلو او دا يې وپېژندله، نو څه به وايي. خو بيا ورته د سوالګر خبره ياده شوه، چې كه لوښي خرڅ نه شول، نو ډوډۍ به نه وي. شهزادګۍ اوس دومره لوږې تېرې كړې وې، چې نور يې د ډوډۍ نه خوړل، توان نه درلود. يو څو كسانو له هغې لوښي بيه كړل او پيسې يې هم ورته وركړې، خو لوښي به يې ترې نه وړل.
ماښام چې سوالګر راغى، نو ويې ليدل چې ټول لوښي همدغسې ايښي وو، دى ورته ډېر په قار شو او ورته ويې ويل چې كه په بله ورځ لوښي خرڅ نه شول، نو د ډوډۍ پر ځاى به وهل خوري.
په بله ورځ شهزادګۍ بيا لوښو خرڅولو ته كښېناسته. په دې وخت كې يو ځوان پر اس سپور له بازار نه تېرېده، دى دومره په سرعت روان و، چې د شهزادګۍ لوښي د اس په يوه لغته تالا والا شول. هغې چې دا وليدل، نو د اس په خاوند پسې يې منډې كړې، خو هغه له سترګو پناه و، شهزادګۍ په ژړا ژړا كور ته راغله.
سوالګر چې كور ته راغى او د شهزادګۍ كيسه يې واورېده، نو سخت په قار شو، ورته ويې ويل:
دا به ضرور ستا خطا وي، لوښي دې ولې د سپاره په لار كې ايښي وو.
بيا يې وويل:
ستا غوندې كم عقلې لپاره مې بل كار پيدا كړى، د پاچا د ماڼۍ په شاهي پخلنځي كې د يوې خدمتګارې ځاى خالي دى. ته به له سبا نه هلته كار كوې.
شهزادګۍ په بله ورځ په شاهي پخلنځي كې د نورو خدمتګارانو په شان په كار اخته شوه. دې به لوښي وينځل، سابه يې پاكول او په كټوي كې به يې څمڅۍ هم وهله.
له سهاره تر ماښامه به يې هر كار كاوه او د شپې لپاره به د پخلنځي مشر پاتې ډوډۍ او اينګولي وركړل، چې دې به كور ته راوړل. يو څو ورځې چې تېرې شوې، نو د نورو خدمتګارانو نه خبره شوه، چې د پاچا د زوى واده دى.
ټول ښار ښايسته كړاى شو، شاهي ماڼۍ ته مېلمانه تلل راتلل، د خوښۍ محفلونه جوړېدل، د واده په ورځ په پخلنځي كې هم ډېر كار و. ټولو خلكو خوشحالۍ كولې، شهزادګۍ له يوې كړكۍ نه بهر كتل او پر خپلې بدنصيبۍ يې ژړل.
تر ډوډۍ وروسته يوه پياده د شاهي دربار له خوا پخلنځي ته راغى او ټولو خدمتګارانو ته يې امر وكړ، چې د پاچا په خدمت كې دې حاضر شي او انعام دې واخلي.
شهزادګۍ نه غوښتل چې دربار ته لاړه شي، ځكه هغه وېرېده چې هسې نه په مېلمنو كې يې څوك وپېژني، خو بيا يې خپلو زړو جامو او خوار مخ ته په هنداره كې وكتل او دربار ته لاړه.
پاچا د خپل زوى ږيرور شهزاده سره پر تخت ناست و. هر يو خدمتګار به وړاندې شو، شهزاده به ورته له سرو سكو ډكه يوه مخملي كڅوړه په لاس كېښوده. دوى به ورته سر ټيټ كړ او يوې خوا ته به درېدل.
د شهزادګۍ وار چې راغى، نو دا هم وروړاندې شوه، شهزاده يوه شېبه هغې ته ځير شو، بيا يې د هغې په لاس يوه پيسه كېښوده او ويې ويل:
دا يوه پيسه ستا لپاره بس ده.
په دربار كې حاضرو ټولو خلكو وخندل. شهزادګۍ له شرمه خولې خولې شوه. غوښتل يې چې له هغه ځايه وتښتي، چې ناڅاپه شهزاده له خپله ځايه راپاڅېد او اعلان يې وكړ:
زما واده هم له دې جينۍ سره شوى دى. دا د ګاونډي ملك د پاچا لور ده.
د دې خبرې په اورېدو هر چا له خوشحالۍ لاسونه پړكول. شهزادګۍ حيرانه ولاړه وه، د شهزاده مخ ته چې ځير شوه، نو ورته څرګنده شوه، چې د دې سوالګر خاوند همدغه ږيرور شهزاده و.
په دې وخت كې د ناستو مېلمنو نه د هغې مور او پلار هم رااوچت شول. شهزادګۍ د مور غېږې ته ورغله. پلار ورته پر سر لاس كېښود او ويې ويل:
ستا لپاره تېرې څو مياشتې يو لوى درس و.
بيا شهزادګۍ د كبر او غرور نه توبه وكړه او په خندا او خوشحالۍ يې پاتې عمر د خپل خاوند په ملك كې تېر كړ.