ښاغلی کرزی ته یوسر خلاصه لیک


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ګهیځ
  • 397

قدرمنه ولسمشره
 تا د خپل حکومت په لومړۍ دوره کی ډیری تیر وتنی وکړی، مونږ درسره دسیاسی مصلحت په توګه ومنلی، یوه ولسوالۍ دی په ټول افغانستان حاکمه کړله، مونږ درسره ستا مجبوری ومنله، نااهله خلک دی وزیران وګمارل، مونږ ورته د نړیوالو فشارونو نوم ورکړو- خو تا دا وګڼله چی راځه خو نا پوهه افغانان دی، په چل ول ورباندی حکومت وکړه ـ ساده ګان دی، د بهرنیانو په بمباریو کی د وژل شویو سره یو څو اوښکی توی کړه او بس د کابل په قصر کی میلی کوه-
بیا د ټاکنو دوره شوه او یووار بیا دی د معاملو بازار تود کړو-  شړل شوی جنایت کاران دی له بهر څخه راستانه کړل ترڅو د هغوی پر مټ باندی د کابل پر تخت بیا کینی- دا خو لا پریږده، د ځانه سره دی هغه څیری چی نور خو پریږده د خپلو خلکو هم تری بد راځي ملګري کړل- په معامله ګرۍ کی تر ټولو بریدونو واوړیدی- حتی لږکیو ته دی ده ډیریو پر څیر برخه ورکولو په ترڅ کی د ویش نوي ساري جوړ کړل- بیا هم افغانانو ستا ملاتړ وکړ او ته یی ده بریا پر ویاړ ونازولی- دا خو دی د سیال هوښیارتیا وه چی میدان یی در پریښود ګنی لا نور ډیر څه به دی هم لیدلي وی- اوس نو ستا دا ګمان نور هم پوخ شو چی ناپوهه ساده باده خلکو په وطن کی اوسیږی-

خو ښاغلی ولسمشره!
 ګوره مونږ ناپوهه نه یو- مونږ تل ستا سیاسی تیروتنی په یوه او بله نامه بښلی دی- مونږ تل ستا ملاتړ کړی دی ولی چی دا اوس مهال مونږ بل یو داسی مشر نه لرو چی د ټول ملت د اعتبار وړ وی- ګوره په دی ګمان او نه اوسی ګوندی تا افغانان غوره ټاکنه بولی- بلکی ته یوازنۍ ټاکنه یی- له تا پرته دلته بل داسی څوک نشته چی دا بیوزله خلک پری ملا وتړي- د همدی له کبله یی بیا هم ته یوازی پرینښودی او ستا ملاتړ یی وکړ-
اوس نو چی ته یو وار بیا هم د قدرت په لوړه څوکی ناست یی، دا ځانته یو چانس وبوله او را ویښ شه- دخپلو ټولو تیروتنو په بدل کی افغان ولس ته یو څه ورکړه- ددوی په ټپونو مرهم کیږده- ددوی ستونزی حل کړه- معاملی پریږده او د ملی ګټو په رڼا کی پریکړی وکړه- نور نو مصلحت پریږده او یوازی او یوازی د ملک په اړوند فکر وکړه- کار اهلو خلکو ته وسپاره- د پیرانو، میرانو، قاضیانو، مجددیانو غیږه پریږده- ددغه خوار ولس په خیرنه سینه خپله سینه کیږده- دغه بیوزله خپل ملګری کړه- دا ومنه چی ته دچا استخاری نه بلکی ددغه غریب ولس، ستا په اند ناپوهه ولس، رایو دغه لوړ مقام ته رسولی یی- بیا به وګوری چی دغه د لوړو ماڼیو اوسیدونکی ستا هیڅ هم نه شی کولی- راشه ددغه غریب ولس د زړه دعا واخله-
هوښیاره ولسمشره، که زما دغه مشوره دی ومنله او د بیوزلو زړه دی خپل کړو نو ګوره چی ته خو لاسه ستا ټوله کورنۍ، ستا کلی او کوڅه، او هر هغه څه چی تاسره اړیکه لری په تا به ویاړی- ته به هم د احمد شاه، میرویس خان، غفار خان، محمد ګل خان او د ډیرو نورو په څیر د بابا نوم خپل کړی- زموږ راتلونکی ټول نسلونه به ستا د نوم داخیستو پر مهال به ځانګړی ادبیات کاروی- ته به په دی نړی او هم په راتلونکی نړی کی بریالی او سر لوړی وی-
خو ستا دا څو ورځنی دویمه دوره چی ځه وینم ماته ښکاری چی ته اوس هم د هماغه خلکو په دام کی راګیر یی- بیا هم په هماغه لار روان یی په کومه چی په تیرو دورو کی روان وی- او که همداسی روان اووسی نو یاد لره چی پرته له پښیمانی نور هڅ به هم وه نه ګټی- خبر اوسه چی که د بامیانو د بی وزله مور، د هلمند د کونډی میرمن، د کونړ د بوری ابۍ، د ننګرهار د یتیم بچی، د کندز ویرجن پلار،د پکتیا د ځوانیمرګه ورور د خور خیرو ووهلی نوبیا به دی نه پیرانو، قاضیانو، ګیلانیانو،  آغایانو او زور واکانو ملاتړ وساتی او نه د نړیوالوملګرو پیاوړی ځواکنه-
پاسیږه او په تاریخ کی ځان تل پاتی څیره کړه – زمونږ د بچیو اډیال وګرځه- زموږ دغه خوار ملت د دغه بد مرغیو خلاص کړه- کار د اهلو خلکو په واک کی ورکړه- د ملت ددرد نه خبر شه- خپلی پریکړی د الله په مرسته تر سره کړه- د دغه یواځنی پیاوړی ځواک په هیله شه- هو! د تل پاتی قهرمان څیره خپله کړه- که چیری پر دغه لار کی بریالی شوی نو خو ډیره ښه ده خو که ماتی دی هم وخوړه نو په یاد ولره چی بیا به هم بریالی یی ولی چی په دغه تګ لاره کی د بریالتوب پرته نور هیڅ هم نشته- د خپل دغه ناپوهه او ساده مینه وال ډیره هوښیاره خبره باندی لګ فکر وکړه، دده خبره خپله کړه، والله چی د لمر په شان به ځلنده شی-
ستا ساده خو مخلص مینه وال
یو بیوزله افغان