د هالنډ په روتردام ښار کې یو وسله وال بریدګر درې کسان وژلي

د هالنډ په روتردام ښار کې یو وسله وال بریدګر درې کسان وژلي


  • 6 مياشتي دمخه (29/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 326

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یاد کس د پنجشنبې په ورځ یوه ښځه او د هغې لور په خپل کور کې وژلي او بیا یې د روتردام پوهنتون د روغتون په یو ټولګي پر استاد ډزې کړې، چې هغه یې هم وژلی دی. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده پېښه د پوهنتون د یو محصل له لوري رامنځته شوې، چې لومړی یې په خپل ګاونډ کې ښځه او د هغې لور په ډزو ویشتلي او وروسته د پوهنتون استاد پسې ورغلی دی.  

لاهم د برید انګېزه نه ده معلومه؛ خو پولیسو ویلي، چې قاتل یې نیولی دی. 

په همدې حال کې د هالنډ لومړي وزیر هم د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې.

بل لورته هایلنډي رسنیو خبر ورکړی، چې نیول شوی کس «فواد ایل» نومېږي چې دوه کاله وړاندې له څاریو سره د ظلم په تور محکوم شوی و.