افغانستان د مكياوېلې په سياسي فورمولونو كې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اسمٰعيل يون
  • 336

سياسي او ټولنيزې چارې د ساينسي هغو په شان نه دي چې د رياضي او كيمياوي فورمولونو په واسطه حل او اوارې شي. د سياسي او اجتماعي پېښو په ډلبندۍ او پايلو كې وخت او شېبې، ځاى او ځايګى، احساسات او عواطف، ضوابط او روابط، استثنـات او واقعات او نور ډېر مسايل خپل خپل اغېز لري. خو ساينسي مسايل بيا د خپلو ٰټاكلو علمي فورمولونو تابع دي او پورتني ياد شوي مسايل په كې اساسي نقش نه لري. خو هغه ټولنيزې پېښې چې په متواتر ډول د تجربو له لابراتواره راوتلي وي، د يو لړ اجتماعي فورمولو تابع ګرځي. متلونه او ځينې ولسي اصطلاحګانې چې د ولسي او ټولنيز ژوند لپاره د پرله پسې تجربو نچوړ دى د اجتماعي ستونزو، لانجو او مسايلو د حل او اثبات لپاره غوره اجتماعي فورمولونه دي. سياسي مسايل، پېښې او كړكېچونه چې د ټولنيز ژوند يوه اساسي برخه ده هم د پرله پسې تكرار او ورته والي له مخې مشخصو فورمولونو ته ور داخلېږي. سياستوال د سياسي پېښو له ورته والي څخه د خپلو سياسي موخو د ترلاسه كولو لپاره د يوې تجربې په توګه په آني ډول ګټه پورته كوي خو د پېښو تحليل، شننې، شاليد او مخ ليد ته دومره زيات فكر نه كوي. خو سياستپوهان بيا د پېښو تل ته ورننوزي او ژور فكر كوي او په پاى كې د ګڼو سياسي پېښو له ورته والي څخه د راتلونكو پېښو او لانجو د حل لپاره يو سياسي فورمول جوړوي.
د دې سياسي پېښو د فورمول ځانګړتيا دا وي چې نه يوازې په يوه واحده ټولنه كې د تطبيق وړ وي بلكې د نورو ټولنو سياستوال هم ترې ګټه پورته كولى شي. سياستپوهان د مقدوني سكندر د برياليتوب غټ راز په دې كې ګڼي چې د ارستو په شان د يو ژور فكري سياستپوه افكار يې تر شا پراته وو. سكندر د ارستو له سياسي فورمولونو څخه په ګټې اخيستنې د نړۍ پر فتحې بريالى شوى و. د هر هېواد د نيولو او ايلولو لپاره د لويې بريتانې د سياستپوهانو سياسي فورمول همغه و چې �تفرقه واچوه حكومت وكړه� او ياهم �بېل يې كړه ايل يې كړه�. د نړۍ هر بريالى سياستوال چې ګورئ د برياليتوب راز يې په همدې كې دى چې د سترو سياستپوهانو سياسي تيورۍ يې عملي كړي دي.
نېكولو مكياوېلې د نړۍ د ډېرو سترو سياستپوهانو په جمله كې هغه سياستپوه دى چې نوم يې تر هر چا زيات ځلېدلى او د نړۍ پر سياسي چاپېريال خور دى. مكياوېلې د ۱۴۶۹م كال د مې د مياشتې پر درېيمه نېټه په فلورېنس كې زېږېدلى او د ۱۵۲۷م كال د جون پر ۲۲مه نېټه يې د ۵۸ كلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې كړي دي. د عمر ډېر كلونه يې په دربار كې پر سياسي چارو، سياسي مطالعې او درباري لانجو كې تېر كړي دي. همدې عواملو دى په سياسي چارو كې د پوره تجربې او ذكاوت خاوند كړ او كله چې د درباري غوړه مالانو په وجه يې خپله دنده له لاسه وركړه نو لازيات سياسي تفكر او ژورتيا ته متوجه شو او په نتيجه كې يې دغه مهم اثر �ټولواك� رامنځته كړ چې د نږدې ۴۸۰ كلونو په بهير كې يې د نړۍ پر سياسي فضا فكري واكمني وكړه او كوي يې. دا كتاب د مكياوېلې د پرله پسې مطالعې او تجربې يو داسې نچوړ او غورچاڼ دى چې د متن هر پراګراف، هره جمله، هره كليمه او هر تورى يې په ډېر دقت ليكل شوى دى. كله چې سړى دا كتاب لولي نو هېڅ جمله او هېڅ تركيب ورته زيات نه ښكاري چې سړى فكر وكړي دا يو زياتي تركيب دى او بايد په كې نه واى راغلى. داسې لكه د رياضي د عددونو او فورمولونو په شان چې هر عدد ځانته خپل خپل ځاى ډكوي او په حذف سره يې مطلوبه نتيجه له منځه ځي.
د دې كتاب د ليكلو يو هدف دا و چې د ايټاليا د هغه وخت واكمن له سياسي تېروتنو وژغوري او په ايټاليا كې د يوه مضبوط نظام د جوړولو لارې چارې په ګوته كړي. خو په دې كتاب كې شنل شوي او افاده شوي سياسي مسايل دومره ژور، دقيق او پراخ وو چې نه يوازې د يوې واحدې ټولنې د واكمنو لپاره ښې لارښوونې وې، بلكې په ټوله نړۍ كې يې د سياسي ستونزو، كړكېچونو او ناروغيو د اواري او د درملنې لپاره د ښو كاري نسخو كار هم وركړ. په همدې وجه دا اثر د نړۍ په يو زيات شمېر سياسي كړيو كې مشهور شو، ان تردې چې يو شمېر سياستوالو او سياستپوهانو دا اثر په سياسي چارو كې د يو شمېر ناعاطفي او جابرانه مسايلو ته د جواز په پلمه ناسم او د ولسواكۍ خلاف بللى. خو بياهم هغه سياستوال چې سياست، اخلاق او عواطف سره بېلوي او سياست يوازې د ګټو د ترلاسه كولو وسيله ګڼې او د اخلاقي ايډيالونو تابع يې نه ګڼي، دا اثر يو مهم تيوريك اثر ګڼي. د دې اثر يوه لويه ځانګړنه همدا ده چې تيوري او نظريات يې د زمان او مكان تابع نه دي. كله چې د هرې ټولنې يو سياسي وګړى دا اثر په ځيرتيا سره لولي نو د خپلې ټولنې د ګڼو پېښو او ګڼو سياسي كركټرونو انځورونه په كې ګوري، سړى فكر كوي چې دا پېښې او دا كركټرونه د دوى په ټولنه كې تېر شوي او ده په خپلو سترګو ليدلي دي. موږ چې كله د خپلې ټولنې سياسي پېښې ګورو او په هغو كې بيا بېلابېل كركټرونه مطاله كوو او بيا دا كتاب ګورو، نو فكر كوو چې مكياوېلې لكه چې دا كتاب د افغاني ټولنې لپاره ليكلى وي. مكياوېلې چې د مختلفو واكمنو كوم مختلف خصوصيتونه په ګوته كړي او له هغو څخه راټوكېدلو پايلو ته يې اشاره كړې د هغو هره بېلګه په خپله ټولنه كې موندلى شو.
مكياوېلې وايي: �ناورين به ډېر لږ وخت لپاره د خلكو په ذهنو كې پاتې شي او ډېر كوچنى به بلل كېږي، خو كه واكمن ژر تر ژره ځپلو شويو خلكو ته مرستې ور ورسوي، دا مرستې به تر ډېره د خلكو په ذهن كې پاتې شي او له امله به يې د واكمن نوم په ډېر درنښت يادېږي� .د پورتنۍ جملې د عملي تطبيق بېلګه موږ په خپله ټولنه كې ګورو؛ په كابل كې مختلفو تنظيمونو ډېره مرګ ژوبله وكړه او پر خلكو يې يو ستر ناورين جوړ كړ، د همدې ناورين په نتيجه كې د زياتې شتمنۍ ځښتنان شول، كله چې ناورين پايته ورسېد، همدا ناورين وال اوس پر همغو خلكو د خپلې شتمنۍ په زور حكومت كوي او په پارلماني ټاكنو كې يې هم د همغې نامشروعې شتمنۍ په زور تر ټولو زياتې رايې را خپلې كړي.
مكياوېلې واېي: ٍ�سخاوت او زړه سوى واكمن د حقارت او كركې خواته راكاږي� دلته له ٍ�سخاوت� څخه د مكياوېلې مقصد هغه سخاوت دى چې واكمن يې يا له خپله جېبه او ياهم د بيت المال له كڅوړې كوي، دا ډول سخاوت په پاى كې واكمن له فقر څخه مخامخوي او كله چې يو واكمن د فقر مرحلې ته ورسېد په سخاوت بلد ولس بيا له فقير واكمن څخه ملاتړ نه كوي. مكياوېلې د يو واكمن لپاره تر حده زيات زړه سوى هم مضر بولي او واېي له هغه واكمن څخه چې خلك د وېرې احساس ونه كړي د هغه ملاتړ نه كوي. همدا نظر خوشال بابا هم وركړى او واېي � حاكم چې قهر او مار چې ذهر ونه لري� مانا دا چې خپل جوهر او خصوصيت نه لري. مكياوېلې هغه واكمن بريالى ګڼي چې له بېلابېلو لارو له خلكو پانګه راټوله كړي او بېرته يې خلكو ته خيرات كړي، دا ډول سخاوت دوراني حركت لري چې تمامى نه لري. نو ځكه واكمن ټول عمر د خلكو په زړونو كې محبوب پاتې كېږي. موږ پخپله ټولنه كې دا ډول ډېرې بېلګې لرو چې د خلكو د شتمنۍ لوټونكي او بېرته پر خلكو د هغې د يوې برخې مصرفونكي ته خلك ((ځوانمرد)) او ((ډوډۍمار)) واېي او له ځانګړي درناوي څخه برخمن وي. مكياوېلې د دې پوښتنې په ځواب كې چې خلك بايد له واكمن څخه وېره ولري او كه هغه سره مينه، په ځواب كې واېي چې وېره تر مينې غوره ده. د ده په نظر له واكمن څخه وېره په ټولنه كې د سولې او ثبات سبب ګرځي او عامه شتمني په كې خوندي كېږي او له واكمن سره مينه يو اختياري كار دى چې ورو ورو انارشۍ او ګډوډۍ ته لاره اواروي، له واكمن څخه د وېرې او له هغه سره د مينې بېلګې موږ په خپله ټولنه كې لرو. د امير عبدالرحمٰٰن خان او سردار محمد داود خان شخصيتونه او حكومتونه هغه بېلګې دي چې خلكو ترې وېره احساسوله، نو ځكه په دې وخت كې عامه نظم ټينګ و. داسې حكومتونه او واكمن چې خپل پرستېژ يې له لاسه وركړى و او خلكو ترې وېره نه احساسوله ورورو په انارشۍ بدل شوي دي.
مكياوېلې واېي: �څوك چې د نويو قوانينو او اصلاحاتو د پلي كولو مشري پر غاړه اخلي، په حقيقت كې د هغو خلكو دښمني پر غاړه اخلي چې په تېرو قوانينو كې سوكاله وو.� كله چې په افغانستان كې د هر نوي متمدن قانون د تطبيق لپاره هڅه شوې، دوديزوالو يې د خپلو ځاني ګټو له امله مخالفت كړى، غوره بېلګه يې د غازي امان اله خان اصلاحات وو چې ارتجاعي ځواكنو يې مخالفت وكړ.
مكياوېلې واېي: �د بخت په زور حكومت ته رسېدل اسان دي خو د واكمنۍ ټينګول يې سخت دي.� د استاد كانديد اكاډيميسن محمد صديق په وينا افغانستان د استثناتو هېواد دى، دلته د سياسي پېښو وړاندوينې نه كېږي، يانې ځينې سياسي پېښې او شخصيتونه په استثنايي ډول رامنځته كېږي چې د خلكو سياسي برخليك ټاكي، كه موږ خپله ټولنه د مكياوېلې او استاد روهي په پورتنيو فومولو كې واچوو نو له پوره واقعيت سره به مخ شو. په افغانستان كې د سقاؤ د زوى واك ته رسېدل يوه استثنايي پېښه ځكه ګڼل كيدى شي چې داسې خلك هېڅ ډول تګلاره او فكر نه لري نو څنګه واك ته رسېدلى شي. دغه راز كه په امريكې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښه نه واى رامنځته شوې، كېدى شي په افغانستان كې د لنډمهالي، منځمهالي او انتخابي حكومت په نامه اوسني سياسي اصلاحات اصلاً هېڅ رامنځته شوي نه واى. د بخت په زور واك ته رسېدلي خلك په رښتيا هم تر هغه وخته په واك كې وي چې بخت ورسره ملګرى وي. ځكه دا ډول خلك تر واك د مخه او وروسته د واك د نيولو او ساتلو لپاره كوم دقيق پلان او ستراتيژي نه لري. مكياوېلې د وينو څښونكو او هغو واكمنو په باب چې د برچې په زور حكومت كوي واېي: �څوك چې تل وينې تويوي، تل دې د ځان لپاره توره ولري. ځكه ولس پر ده او دى پر ولس باور نه كوي� موږ په افغانستان كې د داسې واكمنو بېلګې هم ليدلي چې ټول عمر يې د خپلې واكمنۍ لپاره له ځانه د تورې دېوالونه تاؤ كړي او هركله چې دا دېوالونه له منځه تللي، واكمني او واكمن هم له منځه تللي دي.
مكياوېلې د سياستوالو لپاره وړانديز كوي او واېي چې د خپل حكومت بنسټ بايد ټينګ جوړ كړي. دى د يوه مستحكم حكومت لپاره ښه قانون او ښې لښكرې اساسي عناصر بولي. دى اجېرې او مرستندويې لښكرې د يوه حكومت او واكمن لپاره بې ګټې ګڼي، د مكياوېلې په نظر �اجېرې او مرستندويه لښكرې د دښمن په وړاندې بې زړه وي، بې نظمه وي، د جنګ په وخت كې ميدان پرېږدي او د سولې په وخت كې خزانه لوټوي.�
موږ په خپل وطن كې مرستندويې ((رابلل شوې او راغلې لښكرې))، اجيرې ملېشې او نورې ډول ډول لښكرې وليدې چې يو ډول يې هم نه هېواد او نه هم هغه واكمن ته په ګټه تمامې شوې. ببرك كارمل پر شوري لښكرو ډډه لګوله خو يو وخت داسې راغى چې همدې شوروي لښكرو په پاى كې له واكه څنډو ته كړ. ډاكتر نجيب اله د شمال پر بېلابېلو ملېشو ډډه لګوله، په پاى كې پر هغه برخليك اخته شو.
مكياوېلې واكمنو ته توصيه كوي چې �د ولس شتمني ته لاس ونه غځوي، ځكه خلك د پلار مړينه هېروي خو له پلاره ورپاتې شتمني يې له زړونو نه وځي.. � د پورتنۍ خبرې عملي بېلګې هم موږ په خپل هېواد كې وليدې. په افغانستان كې ډېر مرګونه او ظلمونه وشول، زياتره عامه زيانونه او ظلمونه د خلكو له ياده ووتل خو د نور محمد تره كې((۷)) او ((۸)) ګڼه فرمانونه چې د خلكو د شخصي ځمكې د وېش او ولور په باب صادر شوي و او دواړه د خلكو په شخصي ملكيت او ژوندانه كې د مداخلې ستر عاملونه ګڼل كېدل، تر اوسه پورې د خلكو له ياده نه دي وتلي او ان يو شمېر سياستپوهان يې په افغانستان كې د بحران د اوږدېدو ستر لاملونه ګڼي.
د مكياوېلې دا كتاب د سياسي او ټولنيزو پېښو د شننې او تحليل په باب ډېرې ژورې او پخې خبرې لري چې هره يوه يې د كاڼي كرښې ګڼل كېږي. د كتاب د ټولو خبرو د تحليل او بحث پرځاى به ښه دا وي چې خپله د كتاب اصل ته وروګرځو. په ټوليز ډول دومره ويلاى شم لكه څنګه چې د حسابي معاملاتو د حل لپاره د رياضي فورمولونو ته اړتيا ده، دغسې ددې كتاب محتويات د سياسي ستونزو د شننې او حل لپاره د سياسي فورمولونو په توګه كار كوي. هر څوك چې په سياسي چارو او معاملو كې ګوتې وهي نو ورته بويه چې دا كتاب يو ځل ضرور ولولي.
ځوان او هڅاند ليكوال ښاغلى داود حبيبزى چې د هېواد د سياسي او ټولنيزو پېښو د شننې او د هغو په باب د يوه غوره او دقيق دريځ نيونې ښه لېوال او مينه وال دى، په افغانستان كې د سياستپوهنې د علمي اثارو كمښت ته متوجه شوى او د همدې تشې د ډكولو په نيت يې دا خورا مهم اثر له انګريزي څخه پښتو ته ژباړلى دى. دا اثر په خورا معياري او كره پښتو ژباړل شوى او سړى يې له لوستلو دېر خوند اخلي. په داسې حال كې چې زه د ښاغلي داود حبيبزي دا كار ستايم او دا په پښتو كې د ژباړل شويو اثارو په جمله كې له ژبني پلوه يو ښه پوره او كره كار ګڼم د كتاب د چاپ له امله ده او خپرندويې ټولنې ته مباركي وايم. دغه راز له حبيبزي څخه هيله من يم چې د نورو دا ډول مهمو اثارو ژباړې ته هم ملا وتړي. كه چېرې دا اثر د هېواد راتلونكي سياستوال ولولي او له ګڼو سياسي ستونزو څخه د يوې په حل كې هم ورسره مرستندوى شي او ستونزه په عادلانه ډول حل كړي نو حبيبزى صاحب به يې په ثواب كې شريك وي. د همداسې هيلې د بري په هيله.