د افغانستان د پاره د اوباما په نوې استراتيژۍ كښې مهم ټكي


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 236

د امريكا د متحده ايا لاتو جمهور رئيس باراك اوباما د خپل مهم او تاريخي خطاب په ترڅ كښې د افغانستان د پاره خپله ستراتيژي اعلان كړه . ددى ستراتيژۍ مهم او اساسي ټكې په لاندې ډول دي.
* افغانستان ته د 30 زرو قواوو ليږل
* د 2011 م كال په نيمايي كښې له افغانستان څخه د امريكائي قواوو د ايستلو مرحله يي پيل.
* د القاعدې د تنظيم خطر
* د پاكستان رول
* د مسوليتونو تقسيمول
* سپين چك نه صادريدل
* د طالبانو د بخښلو تائيد.
* افغانستان دوهم ويتنام نه دى.
اوس به په تفصيل سره په پورتنيو ټكو خبرې وكړو.
افغانستان ته د 30 زرو قواوو ليږل:
باراك اوباما د خطاب لومړى اساسي ټكې افغانستان ته د 30 زرو نويو قواو ليږل وو.
افغانستان ته ددى قواوو ليږل صرف د امريكى د ملي كټو په خاطر ښودل شوى دى . كه چيرې دا خبره نه وې نو ده به يو عسكر هم افغانستان ته نه وې ليږلى بلكې كومې قواوې چې په اوس وخت كښې په افغانستان كښې موجودې دي هغه به يې هم له دې هيواد څخه ايستلې وې. دا په دې دليل چې د 30 زرو قواو كلنۍ مصرف 30 مليارده ډالره ښودل شوى دى چې دا يو لوى مبلغ دى او د امريكې په اقتصاد باندې منفي تاثير لري.
ددې د پاره چې افغانستان يو ځل بيا د القاعدې د فعاليتونو په مركز بدل نه شي نو اوباما د زهرو تريخ جام وڅښلو او افغانستان ته يې د 30 زرو قواو د ليږلو فيصله يې وكړه.
په تيرو اتو كالونو كښې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ونه شو كړاى چې اردو جوړه او په خپلو پښو يې ودروي. كه زمونږ اردو جوړه شوې وې نو نن به مو خارجي قواو ته ضرورت نه درلود. اردو د يو هيواد ستون فقرات تشكيلوي ، اردو د امنيت په راوستلو كښې مهم رول لوبوي .
جورج بوش اته كاله د امريكې جمهور رئيس ؤ هغه د افغانستان په حكومت دا فشار رانه وستلو چې د اردو په جوړلو كښې هلې ځلې وكړي ، كوم فشار چې اوباما د افغانستان په حكومت راوستى دى ، كه دا فشار جورج بوش اته كاله د مخه راوستى وې نو نن به دا حال نه وې ، جورج بوش نور پلانونه درلودل ، د هغه ستراتيژي بدله وه ، د جورج بوش د ستراتيژۍ او پلانونو په اور كښې د افغان ولس وسوزيد . امنيت ورځ په ورځ مخ په خرابيدو شو ، اداري فساد خپل اوج ته ورسيد ، لنډه دا چې افغانستان له يوې غميزې سره مخامخ شو. اوس اوباما لكيا دى هغه اشتباهات رفع كوي كوم چې جورج بوش كړي وو ، د اشتباهاتو رفع كول هم وخت او زمان ته ضرورت لري. وخت د افغانانو دپاره ډير اهميت لري.
تاريخ ثابته كړې ده چې افغانستان ته د خارجي قواو ليږل او زياتول كومه ګټه نه لري ، خارجي قواوې تل په دې هيواد كښې له ماتې سره مخامخ شوي دي. كومې قواوې چې اوباما يې افغانستان ته د ليږلو فيصله كړې ده ، ددى قواوو پاتې كيدل د يوې محدودې مودې د پاره دي . د اوباما په خطاب كښې په دې خبره تأكيد شوى دى چې بايد د افغانستان اردو او ملي پوليس وروزل شي تر څو په خپلو پښو ودريږي او د خپل هيواد امنيتې چارې په خپله پر غاړه واخلي . دا ډيره ښه خبره ده ، دا ډيره معقوله خبره ده ، دا ډيره اصولي او منطقي خبره ده. خداى دې وكړي چې عملي شي.
ولى د افغانستان د اردو د جوړولو د پاره كار ونه شو ؟ ولى د پوليسو په روزنه او تربيه كې له بې غورۍ كار واخستل شو؟
هو ! ددې سبب دادى چې له ابتدا نه د مربوطه وزارتونو په راس كښې با كفايته او مسلكي كسان ونه ټاكل شول . مربوطه وزارتونه په اول سر كښې د يو تنظيم په لاس كښې وو ، دا يوه تراژيدي وه .
امريكه او نور اروپايي هيوادونه هم دې نقطې ته يا خو متوجه نه وو او يا خو يې همداسې غوښتل. د كرزى صاحب هم لاسونه تړلي وو ، هغه هم څه نه شو كولاى. اته كاله په ټوقو ټوقو كښې تير شول ، ولس د امنيتي ستونزو له لاسه پريشانه او ستومانه شو ، در په در او خاورې په سر شو ، په بيګناه خلكو ړندې بمبارۍ وشوې ، بيګناه خلك شهيدان شول ، كلي ، ښارونه اوكورنه له خارو سره يو ځاى شول .
د اردو د جوړولو د پاره دا څو وړاندړيزونه مهم او غوره ګڼل كيږي:
1- د ملي دفاع د وزارت په راس كښې د يو مسلكي ، بې طرفه ملي شخصيت ټاكل چې په هيڅ تنظيم پورې تعلق ونه لري او كه تعلق هم ولري بايد داسې شخصيت وي چې ملي ګټې له تنظيمي ګټو څخه قربان نه كړي.
2- د ملي دفاع وزير بايد داسې يو فعال او متحرك شخص وي چې د ملي دفاع د وزارت په ادارو كښې د لياقت او اهليت وړ مسلكي كسان وكوماري او نا اهلو او بيكاره دوستانو او خپلوانو ته په وزارت كښې ځاى ورنكړي.
3- د ملي دفاع په وزارت كښې د هر ډول ژبنيو او قومي تعصباتو له مينځه وړل. كه دا كار عملي نه شي نو بيا هيڅ كار پر مخ تللى نه شي او نه هم ملي اردو جوړيدلى شي. كه ددفاع په وزارت كښې ژبني او قومي تعصبات له مينځه لاړ نه شي نو په سل كاله كښې به ملي اردو جوړه نه شي.
4- د اعلحضرت ظاهر شاه د وخت د عسكري د مكلفيت د دورى اعاده كول .
دا كار په مادي او معنوي لحاظ د افغانستان حكومت ته ګټور ګڼل كيږي.
5- د خارجي مسلكي قواو لخوا د هيواد د ملي پوليسو او عسكري قواوو روزنه او تربيت.
6- له وطن سره د ملي پوليسو او پوځيانو مينه خلوص ، چې دا شى له هر څه نه مهم او ارزښتنمند ګڼل كيږي.

له افغانستان څخه د امريكايي قواو وتل

اوباما اته لس مياشتې وخت وركړې دى. په دې اتو مياشتو كښې بايد د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس وروزل شي تر څو وكولاى شي د هيواد امنيتي چارې په خپل لاس كښې واخلي.
راځۍ چه له ځان نه وپوښتو چې آيا امكان لري چې په دې دومره لږه موده كښې دا كار سرته ورسي ؟ كه حالت همداسې وي څرنګه چې په تيرو اتو كالونو كښې ؤ نو هيڅ امكان نه لري چې په راتلونكو اتلسو مياشتو كښې دا كار سرته وري.
هو ! كه چيرې دې موضوع ته جدي پاملرنه وشي او له قاطعيت څخه كار واخيستل شي نو بيا په دې صورت كښې امكان لري چې دا كا ر عملي شي.
اوباما چې وايي اتلس مياشتې پس به د امريكايي قواو د وتلو كار پيل شي دا په حقيقت كښې له يوى خوا په كرزي باندې يوډول فشار دى تر څو دى حركت او فعاليت وكړي او د ملي اردو او ملي پوليسو د روزلو كار كړندی او تيز كړي او له بلى خوا په حكومت كښې د اداري فساد د له مينځه وړلو دپاره جدي اقدامات وكړي.
بين المللي ټولنه په دې پوهيږي چې په تيرو اتو كلنو كښې دولتي پوستونه لكه ولايتونه ، قوماندانۍ ، ولسوالۍ او نور پوستونه په ډالرو خرڅيدل . كوم والي ، يا قوماندان يا ولسوال چې خپل پوست په ډالرو واخلي نو ښكاره ده چې هغه به خامخا د خپلو پيسو په مقابل كښې سل چنده د رشوت له لارې پيدا كوي . همدا كارونه وشول چې اداري فساد لكه سرطان د حكومت په وجود كښې ورداخل شو. اوس ددې سرطاني مرض علاج ډير ګران كار دى.
كه اداري فساد له مينځه لاړ شي نو له دې سره وضع مثبت بدلون موندلى شي. كه دا كار عملي نه شي نو نه به اردو جوړه شي ، نه به ملي پوليس سم وروزل شي او نه به امنيت راشي. په هغه صورت كښې به بيا امريكه او بين المللي ټولنه په كومه بله ستراتيژۍ غور او فكر وكړي.
ددى لپاره چې د افغانستان حكومت وكولاى شي د اتلس مياشتو نه پس د خارجي قواو له مرستې پرته امنيت په لاس كښې واخلي نو دا څو وړانديزونه غوره ګڼل كيږي.
1- په منظم ډول د اردو جوړول . په اوس وخت كښې د افغانستان د اردو د عسكرو شمير 90 زره دى . ددى عسكرو شمير بايد زياد شي او سم وروزل شي.
2- ملي اردو ته عصري عسكري تجهيزات وركول.
3- ملي اردو ته جنګي عصري الوتكې وركول .
4- د افغانستان د ملي پوليسو شمير 93 زره اټكل شوى دى ، په دى عسكرو كښې تنظيمي او غير مسلكي پوليس وجود لري. دا غير مسلكي پوليس بايد د ملي پوليسو له ليكو څخه وويستل شي او په ځاى يې بايد ملي مسلكي پوليس راوستل شي. د ملي پوليسو دا شمير ډير لږ دى ، افغانستان كم نه كم دوه لكه ملي پوليسو ته ضرورت لري.
5- ملي پوليسو ته مجهز او پرمخ تللي تجهيزات برابرول.
6- د امنيت په راوستلو كښې له محلي مسؤلينو او قومي مشرانو له مشورو څخه كار اخيستل.
7- په قطعي ډول د ړندو بمباريو بندول.
8- په ټول هيواد كښې په اقتصادي پروژو كار كول ، خلكو ته د كار زمينه مساعدول .
9- له طالبانو سره مذاكرى او خبرى كول .