د مټکور په باب څو خبرې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ابراهيم شينوارى
  • 368

اوس زموږ مخې ته يو داسې کتاب پروت دى چې په هغه کې د انساني احساس او تخيل يو عاطفي تړون پروت دى او هغه د ګران اسمعيل يون شعرونه دي.
شعر په خپل څو اړخيزتوب د يوې جالبې پديدې شکل نيولى دى او دا ځکه چې د انسان جوړښت، هيلې او احساسات چې څومره بېلابېل دي، نو هماغومره يې د دغو احساساتو او هيلو د بيان ډول بېل دى او ځکه موږ بايد هر شعر يوه نوې زېږېدنه وبولو.
شعر د انسان د نه بيانېدونکو ژورو حسي-عاطفي حالتونو د بيان سمبول دى. هغه څه چې په زړه کې ګرځي او ده ته د يوه موجود حقيقت په شان ښکاري، دى يې د شعر په ورېښمين پوښ کې نغاړي او موږ ته يو ښکلى لذت بښونکى پيغام کېږي. شعر ځکه په خلکو ښه لګي چې شعر د احساساتو او مينې او معنوي غوښتنو د بڼ په ګلانو کې د سحرنۍ پرخې څاڅکي دي، چې ښکلا خوښوونکى ذوق ارضا کوي او د ماتو زړونو، ژوبلو احساساتو او لطيفو هيلو نه اورېدونکى اوغلى اواز دى چې يوازې دحساس انسان د زړه او مغزو په برجونو کې د مينې زلزله راولي.


هر شعر د شاعر د ځانګړي فکري حالت محصول دى. چې شاعر بيا طبعاً د ټولنې، چاپېريال او پېښو نه اغېزمن شوى دى او که د خپل رسالت سرته رسول غواړي، نو خپل احساس په رښتيني ډول وړاندې کوي.
د اسمعيل يون شعرونه ددې وروستيو کلونو شعرونه دي او حتماً په کې د همدې کلونو د پېښو او ټولنې انځور وينو هغه کلونه چې زموږ باتور ملت د اور او وينو په سمندر کې ولامبل، د ازمونونو په ازمون کې لا ژوندى دى او د خپل حيثيت او غرور او ستروالي ثبوت لپاره يې وياړنې هستې کړي.
که په شعر يا ليکنه کې ليکوال په صداقت سره يو څه نه وي ويلي، نو هېڅکله به همېشني نه شي او ځکه زما په نظر هغه څه چې د اسمعيل يون د شعر تر ټولو لوى برياليتوب دى، هغه دده په بيان کې صداقت دى، هغه د پغمان د جنتي چينو په غاړه د افريقا د سارا له ګرمۍ نه فريادونه نه کوي، خو د کب په شان چې د سرو تېلو په منځ کې وي ثنا هم نه وايي.
هغه، هغه څه وايي چې محسوسوي يې، ويني يې او پرې پوهېږي، هغه د اوسني بهير رښتينى حالت بيانوي او خپل عاطفي احساس ورسره په صادقانه ډول يوځاى کوي، د بېلګې لپاره (د خندا قتل) او ځينې نور شعرونه کتلاى شئ.
بله مسئله چې د اسمعيل په شعرونو کې په څرګند ډول ليدل کېږي، هغه يو سپېڅلى بغاوت او خپلواکه سرغړونه ده، د استاد الفت د وينا له مخې شاعران په هګيو کې د مرغانو الوتنې او د لمر سپېدو په څيرې ګرېوان کې د لمر پلوشې ليدى شي او : ((شاعران له قيد و شرطه بې پروا وي)) نو ځکه موږ د يون په شعر کې هم دغه شان شعرونه لولو:

د عشق نظر نه شول لمبه لېوني
تورو تيارو کې شول ډيوه لېوني
ميکدې خود د زهد اور کې ناڅي
په کې دېره نه دي هغه لېوني
د عشق په تور يې په دار مه ځړوئ
کله کوي چاته سجده لېوني
زموږ په کور به لمبې وي لا
ترڅو چې پاتې وي دا دوه لېوني.

(د جنګ باج) او ځينې نور شعرونه هم په دې باب د ځانګړي پام وړ دي.
اسمعيل يون په خپل شعر کې ډېر ژور حالتونه انځوروي او دا د پښتو د ولسي شعر هغه غوره عنعنه ده، چې نن سبا د نړيوال معاصر شعر يوه مهمه ځانګړنه هم ده او اوس په پښتو معاصر شعر کې هم پيل شوې ده. د ((درې مياشتې مخکې)) شعر د يوه عشقي حالت ډېر دقيق بيان دى، همدا راز د ((غره اور اخيستى)) ((مېږتونخور)) او ځينې نور شعرونه. د کاناډايي شعر پېژندونکي ايزابل مور په عقيده، تېرېدونکو او ځانګړو ښکلاوو ته تم کېدل، د حالت انځورول او د نامحسوسو غوښتنو بيان د اوسني شعر يوه خاصه عنعنه ده، د لاندې بيت په لومړۍ برخه کې يو ځانګړى حالت په ډېر ساده ډول بيان شوى دى:

زما زړګى درزا کړي او دتا شونډې رپېږي
دي څومره خوندورې زما وستا پټې خبرې

مينه او الفت لکه څنګه چې د انسانيت د خلاصون لاره ده، د شعر د ملکې د ظهورولو عامل هم دى شاعر او مين زياتره وختونه په يوه مانا کارول کېږي. انساني مينه ((د انساني توکم بقا او دوام)) دى او د انساني مينې په خم کې رنګ شوي شعرونه همېشني او تلپاتې شعرونه دي. د اسمعيل يون په شعر کې د انساني مينې او عاطفې نوښتيز بيانونه د ((يادګارونه يادګارونه))، ((سوي اسوېلي))، ((کليزه))، ((دعقل احساس))، ((د حسن لومه)) او ((پخه سکروټه)) تر سرليکونو لاندې لولو. له ((سوي اسوېلي)) څخه دا څو بيتونه:

د سترګو په خوږو کې ډوبېدم نه پوهېدم
د مينې په لمبو کې تاوېدم نه پوهېدم
احساس مې عقل پرېښوده په لاره د جنون
منصور ومه په دار کې ځړېدم نه پوهېدم
موسکۍ شه لا هم نوره زما سوو اسوېلو ته
ساده وم چې په تا مينېدم نه پوهېدم

د اسمعيل شعر که د مينې اوښکلا پالنې هر څومره ښکلي بيانونه دي خو ورسره د هېواد او ملت له ژورې مانا نه هم ډک دي، زياتره غزلونو کې د ښکلا او مينې تر رنګينو پوښونو لاندې د هېواد پالنې، انسان دوستۍ، سپېڅلي بغاوت، حق خوښوونې او خپلواکۍ ترانې پرتې دي. دا د پښتو د اوسني غزل يو مثبت برى دى چې د ښکلا او مينې تر پوښ لاندې د ژوند د ارزښتمنو مسايلو خواته عامه ذهنيت اړوي په لاندې بېلګه کې په ډېر خوندور ډول همدغه شان بيان شته:

چامو دمينې د جانان زلفو ته اور ونيوه
چې شنه دودونه يې زموږه په شعرو کې ځلي
زما د عشق ستونى دې لوند نه کړ پرې يو ځلې هم
څه که د ميو اباسين دې اننګو کې ځلي

اسمعيل يون يو مسول شاعر دى او تل په خپل شعر کې د هېواد د تاريخي جريانونو په پام کې نيولو سره د خلکو، ټولنې او هېواد پر وړاندې خپل مسئوليت نه هېروي. هغه له خپلې مينې نه غواړي چې ((نور يې د سترګو په جادو کې بند نه کړي او پرې يې ږدي چې د منصوري وطن د غم او اور د توپانو ستړى کاروان او د وطن د بچو د ويرونو فرياد او د ځوانانو او زلمو قطار،قطار جنازې وويني)) او همدغه حالاتو هغه مجبور کړى چې له خپل شعر نه د همدردۍ يوه ډالۍ جوړه کړي او ((په داسې حال کې چې نور د باران نه لاندې د ميو په سيند کې له جانان سره غوټې وهي او خاندي او د ګلونو په بستر کې يې په نرمو شونډو، شونډې ايښې وي، خو دى (يون) د دردمن او د احساس په اور کې د کړېدلي انسان په توګه خپله ډالۍ داسې وړاندې کوي:
د شعر د بزم د مسرو ګلونه
د خپلو اوښکو په تار پېيم ترې امېل جوړوم
ډالۍ کوم يې ورته
يوه د درد او د شعرونو ډالۍ
د زړه د سوز او پرهرونو ډالۍ))
او د شاعر ډالۍ بايد همدغسې وي.
د اسمعيل يون شعر د شکل له مخې ډېر ښکلى او په زړه پورې دى. غزل يې د يوې ځانګړې ښکلا خوښوونې او لوړ ذوق، اوچتې قريحې، استعداد او مينې څرګندوى دى او له ښکلو ترکيبونو، انځورونو، تشبيهاتو، استعارو نه ډک دى.
ازاد شعر يې هم خوندور او زړه راښکوونکى دى او له انساني عاطفې او غني انځورونو نه ډک دى.
يوه بله خبره هم د يادولو وړ ده، هغه دا چې کله موږ يو شعر لولو نو په دې هم بايد پوه شو چې ايا شاعر خپل د ننني احساس بيان کړى دى او که هسې د ورځې د مود مسايلو ته اړم شوى دى؟ د اسمعيل يون د شعر په څو کوچنيو بېلګو کې موږ وليدل چې د هغه بيان مسولانه، زړور او صريح دى او هېڅ ډول تکلف او تصنع په کې نه شته، نو بايد وپوهېږو چې ايا هغه په خپله هم دغه شان دى او که نه؟ زه چې د دوه کلونو راپه دېخوا له هغه سره ډېرې نږدې اړيکي لرم، نو هغه مې په عملي ژوند کې هم يو صادق او زړور انسان موندلى دى، هغه چې هر څه وايي دده له ژورې مينې او ډېر پاک احساس نه راټوکېدلي وي. هغه له شعر سره مينه لري، هوس يې نه کوي ځکه ده ته شعر په خپله يو هدف دى، داسې هــــــــــدف چې هغه پرې د خپل زړه پرهرونه ټکــــــــــوروي او د غمــــــــونو پېټى پرې سپکــــــــــوي او نورو دردمندانو ته يې هم وړانـدې کـــوي. روانو بدمرغه پېښو هغه ته درانه عاطفي زيانونه رسولي دي، چې ددغو زيانونو اغېزې دده شعر ته يو ځانګړى سوز او ساز ورکړى دى او علت يې کولى شو د ((افسوس چې قبر دې معلوم واى...)) په شان شعرونو کې ومومو. خو له دې سره سره د هغه بل هدف د هېواد د لوړتيا په لار کې خدمت کول دي، ددې لوړ هدف لپاره کله د شعر نه د وسيلې په توګه هم کار اخلي او په دې خاطر خو په مجموعي ډول د هغه شعر مقاوم او ثابت شعر دى چې د سوو فريادونو په لوګيو کې يې هم د خندا ګلونه ټوکېږي او د موسکا غوټۍ خولې سپړي. هغه که د ژوند د ازمون د اور په سره بټۍ کې د جوارو د دانې په شان په اور اوښتى را اوښتى او مټکور پاتى شوى دى، نو د احساس او عاطفې په بڼ کې د مينې د نسيم وږمو د يوه ښکلي ګل په شان غوړولى دى، چې د شعرونو نغمې يې زموږ د زړونو تارونه خوځوي او ځانګړى خوځند عاشقانه حالت رابښي.
زه دده د شعر په باب نور څه نه وايم، ځکه د يوه هنري اثر د ډېرې ښې پېژندنې لپاره په خپله د هماغه اثر لوستل تر ټولو اسانه لاره ده، خو خپلې خبرې په دې ډول رالنډوم: سره له دې چې اسمعيل به لا تراوسه د ځانګړي سبک خاوند نه وي او کېدى شي په ځينو مواردو کې د سـايل او سليم تر اغېزې لاندې راغـــــلى وي، خو په شعــــــــر کې يې نوښتګـر خوځون، د
سپېڅلي احساس زړور بيان، د ځانګړي ښکلاييز ذوق شته والى ، مسوليت ته ځيرتيا او له شعر سره د زړه له کومي مينه او اړيکي او تړون موږ ته دا هيله پيدا کوي، چې ډېر ژر به د هغه شعر نور هم پرمخ لاړ شي او د ځانګړي سبک خاوند به شي. په دې هيله چې دده شاعرانه احساس تر پايه دې ته ځير وي چې وايي:
ګـــوره احــساسه هــغه کــور کلى يوازې نه کړې!
چې ګرېوانو کې يې ټول عمر ګرځېدلې اوښکې
ده ته د شعر په لار کې له مينې ډک، بريالى او پرمخ تلونکى يون غواړو.