د ولسي شاعر محمد عالم حيران د شعرونو جونګ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پوهندی اسمعيل يون
  • 299

هر سهار چې د چمن کونج او کنار لټوم
زه پــه هــغو ګلڅېرو کـې مـخ د يار لټوم

ولسي شعر او شاعرۍ د هرې ټولنې د ادبياتو يوه ځانګړې او غوره برخه جوړوي او د ادبياتو د نورو برخو تر څنګ په ډېر ژور ډول د ټولنې د حالاتو او پېښو انځورنه کوي.
په ولسي شاعرۍ کې د ټګۍ برګۍ او تېر ويستلو نښې او نښانې نه ليدل کېږي، له يوه پاک زړه څخه راوتلې وي او د هر چا د زړونو تل ته ننوزي. په ولسي شعر کې د کوم واکمن ستاينه او د هغه د زور تر برچې لاندې د هغه توصيف نه ليدل کېږي او نه دا شاعري د بازار په تله د ورځې په نرخ خرڅېږي، بلکې ولسي شعر او شاعرۍ د ټولنې تاريخ دى، د هغې د ماضي هنداره ده او د راتلونکي لپاره الهام.
او ښه خو لا داده چې زموږ د پښتو ژبې ولسي شاعري ډېره غني او پراخه ده او زموږ د ټولنې او د هغې د روحياتو د پېژندنې يوه ځلېدونکې پاڼه ده. ولسي شاعري خپله په ولس کې د زېږېدونکو شاعرانو زېږنده ده او د پرديو له هر ډول اغېزې څخه لرې پاتې ده.
يو ليکوال وايي: (( د خلکو سندرې هغو خلکو ويلي دي چې سواد يې نه درلود. ليکل او لوستل يې په عمومي توګه نه وو زده او دا سواد نه لرل باعث شوې ده، چې عاميانه شاعران د هر ډول بهرني تاثيراتو څخه محفوظ پاتې شي. دوى کومه نمونه، نه درلوده چې د هغه څخه تقليد وکړي د شعري قواعدو کوم اقتدار نه و، چې د هغه څخه پيروي وکړي. نو دوى مجبور وو، چې د خپل شخصي ابتکار څخه کار واخلي او نوى شعر خلق او ايجاد کړي او دې مجبوريت داسې ادب راپيدا کړى دى، چې لوړ شعري ارزښت لري او په واقعي توګه د يوه ولس روح منعکسوي.(1)
يو بل پوه وايي: (( د عوامو هنر همېشه ساده وي، زيات تجمل او سينګار نه قبلوي او د ژوند له حياتي اړتياوو سره پيوستون لري.)) (2)
د پښتو شاعرۍ زياته برخه د پښتو په ولسي شاعرۍ پورې تړلې ده. هغه خوند او زوږ چې زموږ په ولسي شاعـــــــــــــرۍ کې ليدل کېږي او د خلکو زړونو ته ښه رسېږي، زموږ په معياري شاعرۍ کې چې د باسوادو يا د تحصيل لرونکو شاعرانو زېږنده ده او د هغوى له خوا رامنځته شوې، نه ليدل کېږي. اوس هم په زياتو کورونو کې حتى د ښارونو په زياتو کورونو کې د سيمه ييزو او محلي سندرغاړو کيسټونه اورېدل کېږي او دا ددې ښکارندويي کوي، چې زموږ ولسي شعر زموږ د خلکو پر زړونو ښه لګېږي او له هغه څخه خوند اخلي.
د پښتنو زياتې او ياکه ووايو ټولې سيمې له ولسي شاعرانو څخه ډکې دي، خو په ځانګړي ډول د هېواد ختيزه سيمه د پښتو د ولسي شعر او هم د معياري شعر او ادبياتو د يوې سترې زېږندويزې سيمې حيثيت لري. دلته داسې شاعران زېږېدلي، لوى شوي او ژوند يې له لاسه ورکړى، چې کلونه کلونه به يې د شعرونو انګازې زموږ د خلکو په زړونو کې تاوېږي. د ملنګ جان، محمدنور، شيخ احمد خان، حنان او له داسې نورو نومونو سره زموږ خلک ښه بلد دي او پر زړونو يې ښه لګېږي، خو موږ دلته پر يو بل ولسي شاعر محمد عالم حيران چې ده به هم د هغو ځاى نيولى واى خو ژوند ورسره ياري ونه کړه او په ډېره ځوانۍ کې يې ورژاوه او له شعرونو ډک زړه يې ګـــــــور ته کښته کــړ، خبرې کوو. خـــــــــــــــو بيا هم ده د ژوند په ډېره تنګه او لنډه مـــــــــــــوده کې د خلکو په زړونو
کې خپل ځان ته لاره پرانيستله او په خپلو خوږو شعرونو او اواز يې تل تر تله د خلکو په زړونو کې د اوسېدو ځاى پيدا کړ. دى د لغمان ولايت د الينګار په ښکلې شاعرانه سيمې، هغه سيمه چې طبيعت يې شاعرانه دى، جوړښت يې شاعرانه دى او خلک يې شعر مزاجه دي، زېږېدلى دى، نو بايد حيران ښه شعرونه ووايي او خواږه يې ووايي.
يوه ليکوال، هغه وخت چې حيران ژوندى، و د هغه په باب ليکلي: (( محمد عالم حيران د محمد سالم زوى د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په کټل کې پر ١٣٣٠ل کال زېږېدلى دى. نوموړى شاعر له ډېرې غريبې کورنۍ څخه دى، کسب يې نجاري دى، سربېره پر دې چې تکړه نجار دى په زړه پورې هنرمند هم دى، ډېر کيسټونه لري. نوموړي شاعر مکتب نه دى لوستى، سواد يې له خپلو همزولو څخه زده کړى دى.
حيران د شعرونو دوه مجموعې لري، چې دده د وينا له مخې يې د شعرونو تعداد (٢٢٠٠) ټوټو ته رسېږي، اکثره شعرونه يې عشقي دي. د ښاغلي حيران ځينې شعرونه د ورځپاڼو له خوا چاپ شوي او ځينې شعرونه يې په راډيو او ټلويزيون کې د هنرمندانو له خوا ويل شوي دي)).(1)
کله چې حيران پنځه کلن و، نو له خپل پلار سره يې په نجارۍ کې مرسته کوله او کله چې يې د خپلو ملګرو او په مسجد کې د کتابو د لوستلو په واسطه سواد زده کړ، نو له شعر او شاعرۍ سره يې هم علاقه پيدا شوه او په لږه موده کې يې پر شعر ويلو پيل وکړ او پر ١٣٤٥ل کال يې خپل ځينې شعرونه محلي هنرمندانو ته ورکړل او د هغو له خوا زيات تشويق شو. حيران پر ١٣٦١ل کال د کابل د تلاشۍ په کنډک کې سرتېرى شو، څه موده وروسته له هغه کنډک څخه جنايي کورس ته معرفي کړاى شو. پر ١٣٦٢ل کال له کورس څخه فارغ شو، د همدې کال د ميزان په مياشت کې يې د وظيفې پر اجرا کولو پيل وکړ او د همدې کال د جدي مياشتې پر لسمه نېټه د لغمان ولايت د ((ده زيارت)) په کلي کې په يوې مخامخ جګړه کې شهيد شو. روح دې ښاد وي.
له محمد عالم حيران څخه دوه زامن او دوه لورګانې پاتې دي. اوس راځو د حيران د شاعرۍ څرنګوالي او څومره والي ته!
حيران د خپل ټول ٣٢ کلن ژوند په موده کې هر څه چې يې له لاسه کېدل ويې کړل او ښه خو لا داده، چې د ژوند سختيو او کړاوونو د شاعرۍ پر لاره بوته او په کومې بلې لارې يې د تلو تکل ونه کړ. سعدالله جان برق وايي: (( په هر چا چې غم ډېر شي نو دريو شيانو ته به مخه کوي. يا به لېونى کېږي، يا به شرابو ته پناه وړي او يا به شاعرۍ ته مخه کوي.)) (1)
که موږ د ژوند د سختيو پورتنيو دريو نتيجو ته وګورو، نو ښه به هغه څوک وي، چې شاعرۍ ته مخه کړي او يا شاعري ورته مخه کړي او دوه نورې خو يې انسان د ټولنيز ژوند له عادي بهير څخه باسي. خو حيران هم ښه په دې دى، چې شاعرۍ ته يې مخه کړې او په دې توګه يې د ژوند له سختيو سره د مبارزې لاره نيولې ده. حيران د خپل ځوان او لنډ عمر په موده کې وکولاى شول، په خپلو ځوانو شعرونو سره د ژوند او د خپلې ټولنې مختلف اړخونه راوسپړي او د شعر او نظم په ژبه يې د موسيقۍ څپې هم له شعر سره يوځاى کړي، چې وکولاى شي د خپل زړه کوکې په لا ښه ډول خلکو ته ورسوي.

هغه په ډېره تنکۍ ځوانۍ کې پر شعر ليکلو پيل کړى و، کله چې د هغه شعرونه محلي سندرغاړو د موسيقۍ په څپو کې ولوستل، نو دده پېژندګلوي هم له هغو سره زياته شوه، ترڅو چې دى يې هم له خپلو شعرونو سره يوځاى د موسيقۍ زړه راکښونکي سمندر ته کش کړ او دې کار خو د حيران شاعري او شهرت ته دومره ځواک ورکړ، چې نن يې موږ هم دې ته مجبور کړو، چې قلم راواخلو او د هغه د ژوند او سندرو په باب تر وسه وسه څه وليکو. حيران د خپل ژوند تر وروستي بريده د څومره والي او څرنګوالي له پلوه د کتنې وړ شعرونه ليکلي او په دې موده کې يې په خپل اواز په سلګونو کيسټونه ثبت کړي دي. خپل شعرونه يې هم د موسيقۍ په څپو کې ويلي او د نورو هم.
د حيران ټول شعرونه د موسيقۍ په څپو برابر دي، چې دا کار زموږ د ولسي شعر يوه غوره ځانګړتيا ده او برابر خو بايد ځکه وي چې هغه په خپله يو مين هنرمند و او پر موسيقۍ پوره بلد و. اوس په لغمان ولايت کې داسې کور کوم يو که پيدا شي چې دى ټيپ غږوي او د حيران کيسټ دې ورسره نه وي، ما هم د هغه زيات شعرونه د هغه په خپل اواز او هم د نورو سندرغاړو له خولې له کيسټونو څخه د کاغذ پر مخ کښلي دي.
د حيران د شعرونو د زور څپې نه يوازې د يوې محدودې سيمې له پولو څخه رابهر شوې، بلکې زموږ د يوه معياري شعر په توګه يې په ټول هېواد کې انګازې وکړې او ډېر ځله به مو دا شعر د راډيو افغانستان له څپو څخه د مشهورو سندرغاړو له خولې اورېدلى وي، چې وايي:
هر سهار چې د چمن کونج او کنار لټوم
زه پــه هــغه ګلڅـېرو کـې مـخ د يار لټوم
حيران سره له دې چې ښوونځى نه و لوستى او تحصيل يې نه و کړى او نه يې د شعر او شاعرۍ په باب کومه علمي څېړنه او پلټنه کړې وه، خو څرنګه چې د شاعرۍ زياته زېږندوينه پر فطرت ولاړه ده، ده هم له خپل فطري لياقت او ذکاوت څخه په کار اخيستلو سره داسې شعرونه وزېږول، چې مړينه به يې ډېر کلونه په بر کې ونيسي او د ځينو مړينه خو به يې تر هغه چې زموږ ولس ژوندى وي، ناشونى کار وي.
حيران د شعر په بېلابېلو فورمونو کې شعرونه کښلي، خو ده خپل زيات شعرونه همدغه د پښتو د ولسي شعر په چوکاټونو، يو شمېر يې د غزل او يو شمېر نور يې په پښتو کې باب له عربي ژبې څخه راغليو چوکاټونو کې ليکلي دي. شعري ژبه يې نرمه، ساده او روانه ده او له تجمل، پېچلتيا او تېروستنې څخه خالي ده. داسې ښکاري چې خپل ټول شعرونه يې له پاک زړه څخه راکښلي او هېڅ ډول کينې ته يې په کې ځاى نه دى ورکړى، چې دا هم زموږ د ولسي شعر يوه بله غوره ځانګړنه ده.
څرنګه چې حيران پر موسيقۍ پوره بلد و، نو شعرونه يې د موسيقۍ له څپو سره ډېر ښه ويل کېږي او په ځينو وختونو کې خو په سېلابي سيستم پسې هم دومره نه دى ګرځېدلى مقصد چې له موسيقۍ سره برابر راغلى، په همغه يې بسنه کړې ده، ځينې شعرونه يې که د کاغذ پر مخ همداسې ووايو نو شايد له سکتې سره به مخامخ شو، خو که د موسيقۍ له څپو سره يې يو ځاى کړو، ډېر خوند به ورڅخه واخلو، وګورئ دا شعر له موسيقۍ سره څومره ښه راغلى دى:
سترګو دې بيا ناغې پيدا کړلې غمجنې دي
چــــــا نــــه ګـــيلــه مـــنې دي د زړګــــي ســـــره
خاطر دې بيا ولې ملال دى د زړه سره زما
سترګې دې بيا ناغې ناغې شوې ناز پروره زما
چاته له درده غاښ چيچى لرې دلبره زما
په مخې دې مړې اوښکې خورې سلګۍ غمجنې دي
تر پايه...
او يا هم دا شعر:
د زړګي پټ زخمونه وښيمه چاته
سل کړم د مينې سودا
د محتوا له مخې د حيران په شعرونو کې ملي، وطني او د ځانګړي انساني مينې روحيه زياته ليدل کېږي، خو په دې کې بيا انساني مينې ته ځانګړى ځاى ورکړ شوى دى.
د حيران د شعرونو يوه بله غوره ځانګړنه په دې کې ده، چې دى سره له دې چې په يوې داسې شاعرانه سيمې کې زېږېدلى، چې شاوخوا يې ټوله ولسي شاعرانو نيولې وه، خو دى هېڅکله د هغو تر اغېزې لاندې نه دى راغلى. کله چې په کيسټ کې د هغه شعر د کوم هنرمند او يا په خپله د هغه له خوا ويل کېږي، سړى له ورايه پوهېږي چې دا د حيران شعر دى. حتى ډېر خلک چې سواد هم نه لري، له نورو شاعرانو څخه يې شعرونه بېلولى شي او دا ځکه چې دده په شعرونو کې يو ځانګړى درد پروت دى. که د شعر پېژندنې او اروا پوهنې له مخې د حيران پر شعرونو سوچ وکړو، نو دى له ژوند څخه ناراضه او نا اميده ښکاري. زما په فکر او ګومان دده دا نهيلي له دوو وجو کېدى شي ده ته پېښه شوې وي:
په لومړي ګام کې د ځانګړي انساني مينې له کبله چې شايد چا سره يې مينه درلودلــــــــــــــــه او بيا خپلې هيلې ته نه دى رسېدلى. او په دويم ګام کې د اقتصادي ستونـــزو له کبله،

ځکه چې دى له کوچنيوبه له سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخ و.
خو بيا هم په شعر کې يې دومره زياته نا اميدي نه ليدل کېږي چې سړى حکم وکړي، چې دى په مطلق ډول په نهيلۍ کې غرق دى، خو له اواز څخه يې داسې برېښي چې د ژوند شېبې پرې چندان ښې نه دي تېرې شوي. حيران د خپل عمر په ډېره لنډه موده کې په دې بريالى شو، چې ډېر شعرونه يې زموږ له معياري شعر سره سيالي وکړاى شي او که د موسيقۍ له څپو سره يې برابرښت په پام کې ونيسو، زموږ تر ډېرو معياري شعرونو ښه برېښي، وګورئ دا غزله:

زه چـــې ژړېــږم اشنا هم ژاړي
ټوله دنيا زمـــا پــه غـــم ژاړي
زما د ژوند صحنه قلم ليکلې
کــه حــيران نــه ژاړي قـلم ژاړي
اويا هم دا غزله:
ما ته په کعبه د چا قسم مه راکوه
مينه مې حرم دى بل حرم مه راکوه
دغه راز دحيران په شعرونو کې د ځانګړې ژمنې روحيه هم ښه ځلېږي، هغه له نن څخه لږ تر لږه پنځه لس کاله وړاندې په خپل شعر کې وچو شونډو، په اوښکو لندو سترګو، زګېرويو او سلګيو ته ځاى ورکړى دى، خو زموږ ځينو ځوانو شاعرانو اوس قلم تېره کړى دى او پر دې شيانو خپل وخت تېروي.
ملګريه ستايه خط و خال ستايه
ښکلا د ښکلو د جمال ستايه
په اوښکو سپينې سترګې څه کړې پرېږده
د تورو سترګو ناز و خيال ستايه
تر پايه...
همدا ډول حيران د ټولنې د هغه وخت د روان ژوند په باب او په هغې کې داشخاصو د چلند په باب هم په ښکلې بڼه انتقادي نظمونه ليکلي او د خلکو غوږونو ته يې رسولي او پر خلکو هم ډېر ښه لګېدلي، دا ځکه چې خلکو دا کارونه په خپلو سترګو ليدل او ورسره پوره بلد وو. سره له دې چې دده دا ډول ليکنې به پر هنري ارزښتونو ولاړې نه وي، يانې شعري ځانګړنې به په کې په پوره ډول نه وي مراعات شوې، يانې نظمونه دي، خو خلکو او ولس ته يې تر ډېرو شعرونو زيات ارزښت درلود، دا ډول نظمونه د هر شاعر په شعرونو کې موجود وي، هېڅ داسې شاعر نه شته چې د هغه ټوله شاعري دې پر هنري معيارونو ولاړه وي.

خو د حيران دا نظمونه پر خلکو ښه لګېدل، وګورئ دا نظم يې:
درد مې په زړه دى ته ګولۍ راکى د سر مــامـا
مـــرض تــه ګــوره بــيا نسخه راکړه ډاکټر ماما
او يا هم دا نظم:

د الينګار موټر کې مه ځئ غورازه ده
تـړلـې جنازه ده ځان ساتئ ګوره خلکو

يوه بله خبره چې د يادولو وړ ده، هغه داده چې هنرمند ته زموږ په ټولنه کې تل ترتله په ټيټه سترګه کتل شوي. حيران هم دې خبرې ته متوجه دى او وايي:

د جاهلانو خندا اورمه ځورېږم
خـــلک مــــې ولـــې کــچه بولي
هنر زما پيشه ده
دغه راز يو بل ټکى چې د حيران په شعرونو کې د يادولو وړ دى هغه دادى، چې په شعرونو کې يې ځينې کلمې له محاوروي شکل سره سمې راوړې دي، يانې څنګه چې په ورځني ژوند کې د خلکو له خوا کارول کېږي.
لکه:
درد مې په زړه دى ته ګولى ((راکى)) د سر ماما
دلته د (راکوې) فعل د (راکى) په بڼه راغلى دى.
په هر حال حيران شاعر و او ښه شاعر و او شعرونه به يې تر ډېره وخته زموږ د ولس او خلکو په زړونو کې پاتې وي. په پاى کې له درنې خور ځوانې شاعرې پلوشې ساپۍ، ګران ورور ځوان شاعر لعل پاچا او ګران شاعر عاشق الله فرياد څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې له ما سره يې د مرحوم حيران د شعرونو په راټولولو کې مرسته وکړه او په همدې هيله چې خداى بښلي حيران ته خداى اته واړه جنتونه ورکړي او روح يې ښاد وي، خپلو خبرو ته د پاى ټکى ږدم.

په درنښت
په ټوله پښتنه مينه
اسمعيل يون