پاکستان: افغانستان ته مو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

پاکستان: افغانستان ته مو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی


  • 1 کال دمخه (07/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 556

سمسور نیوز (۱۸وری۱۴۰۲) پاکستاني چارواکي وايي، د روان مالي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې یې افغانستان ته صادرات د تېر مالي کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۷ سلنه زیات شوي دي.  

د پاکستان مرکزي بانک «سټېټ بېنک» ویلي، د ۲۰۲۲ له جولای څخه د ۲۰۲۳ تر فبرورۍ پورې یې افغانستان ته په صادراتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان‌جان الکوزي ویلي، چې په وروستي یو کال کې پاکستان ته د افغانستان صادرات یو ميلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. 

د هغه په وینا، په وروستیو دوو میاشتو کې چې د مېوو او سبزیو د صادراتو وخت نه‌دی، پاکستان ته د افغانستان صادرات یو څه کم شوي دي.