له خپل‌کاره‌ ماشینونو د پیسو اېستلو نوی پروګرام پیل شو

له خپل‌کاره‌ ماشینونو د پیسو اېستلو نوی پروګرام پیل شو


  • 1 کال دمخه (29/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 792

سمسور نیوز (۹وری۱۴۰۲) د افغانستان بانک له خپل‌کاره‌ ماشینونو د پیسو اېستلو د نوي پروګرام د پیلېدو خبر ورکړی.

د افغانستان بانک په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې هېوادوال کولی شي د (اې. اېف - پې) کارټ په کارولو سره له خپل بانکي حساب څخه د صرافیو له ټولو خپلکاره ماشینونو پیسې ترلاسه کړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې،چې  یاد کارټ له ټولو سوداګریزو بانکونو د ترلاسه کولو وړ دی.

خبر پاڼه کې دغه راز راغلي، نوره اړتیا نشته، چې هېوادوال د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره انتظار وګالي.