ښاغلي عبدالوکيل سوله مل شينواري خوا خوږي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1133

انا لله وانا اليه رجعون


په خواشينۍ سره مې له گران دوست ښاغلي عبدالوکيل سوله مل [شينواري] او هم مې له رسنيو څخه خبر ترلاسه کړ چې پروفيسور عبدالرسول امين د وفا ټولنې مشر له دې فاني نړۍ څخه خپلې سترګې پټې کړې او خپل پور يې اداء کړ.
نوموړی ډېر ښه او هم پر وطن خورا مين شخصيت وو. د گران هېواد او خپلې ژبې لپاره يې د خپلې وسې او توان سره ډېر لوی خدمت وکړ. خدای تعالی دې يې وبښي او خدای جل جلاله دې مغفرت ورپه نصيب کړي. زه د هغه له غمځپلې کورنۍ، خپلوانو او نورو دوستانو سره په دغه غمجنه پېښه کې ځان شريک بولم. بس الله تعالی دې هغه وبښي او ورثه وو ته يې له څښتن تعالی څخه د زړه صبر او اجر جميل غوښتنه کوم.
په درنښت

سيدحسين پاچا - کورنۍ او دوستان يې
او هم د اکسفورډ د استوگنو افغانانو ټولنې له خوا