د ښځينه شاعرانو د شعرونو غورچاڼ خپور شو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • دمیرمن کلتوري بهیر
  • 1196

د افغانستان د اوسنو اتۀ شپېته ښځينه شاعرانو د شعرونو غورچاڼ  خپور شو. د غه غورچاڼ چې د سپوږمۍ تر كلي نومېږي ،دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړې ځوانې شاعرې او ليكوالې  سپوږمۍ نوري را ټول كړى دى .
د سپوږمۍ تر كلي غورچاڼ باندې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزير عبدالكريم خرم، شاعر او ليكوال علم ګل سحر، په ولسي جرګه كې د خوست د خلكو استازې سايره شريف او ناول ليكونكې او شاعرې توبا ندا ساپۍ سريزې كښلې دي .
د ښځينه شاعرانو دغه ټولګه په كابل كې مېرمن كلتوري ټولنيز بهير خپره كړې ده. په كتاب كې د هرې ويناوالې لنډه بيوګرافي هم راغلې ده.  دغه کتاب په ۲۰۲ مخونو کې په ښکلې قطع او صحافت دمیرمن بهیر له خوا او د اطلاعاتو کلتور وزارت په مالي مرسته په کاروان مطبعه کې خپور شوی دی.
مینا نظري


دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړې