د ګران هیواد افغانستان د تجزیې مخه ونیسئ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • امین بسمل
  • 1080

که په ټولټاکنو کې  په مشروط ډول برخه واخلﺉ نو ګران افغانستان  به موله تجزیې څخه وژغورل شي  

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې  شرطونه، هڅې او هیلې 

عزتمنو افغانانو!
لکه څنګه چې موږ په  پخوانیو اعلامیوکې هم خپلې وړاندوینې او پرځای اندېښنې تاسوته په وار وار څرګندې کړې وې او تاسوهم په خپلو سترګو ولیدل چه اشغالګرو دخپلو ناولو موخو دلاس ته  راوړلو لپاره په داسې حال کې تحمیلي، غیرطبعي، مغرضې اوجعلي  ټولټاکنې  تر سره کړې  چې زموږ ولـس  په  سلوکې  دیارلسو۱۳هم لا ونـډه پکې وا نه خیسته  خوله  هغه سره سره ځینولویدځوالو په  تېره بیا دسپینې ماڼۍ واکمنانو لمړی  د بریالیو  ټو لټاکنودبې ساریتوب  ډهلونه دومره په  درز او غرب سره ودربول چې دنړیوالودغوږو پردې یې پرې وشکولې خوکله  چې دسپینې ماڼۍ اولندن  ستراتژستان  په دې پوه شول چې نورنوهر څه  چې کوي لویدیځوال یې په  پټو سترګوهم ورسره مني نو یې په ډېره سپین سترګي سره دخپلوجعلي ټولټاکنوپروسه  شکمنه وبلله له یوې خوایې دکای ایدي اود هغه  دامریکايي مرستیال  ترمینځ  مخالفت  دخلګو تر غوږوورساوه  ترڅنګ یې  د تجزیې ماهر
ریچاردهولبروک ظاهرأ  ګوښه کښېناوه  خوله  بلې خوایې جان کیري او خلیلزاد  دکرزي  د مروړلو لپاره کابل  ته  ولېږل  هغوی  هم په  خپل وارسره کرزی د ناټو  دیموکراسي دسوټي په زور دې  ته اړېست  چې  خپل  سر بچ  خوپه  مجهول  ډول  دهیواد دتجزیې لپاره له  جنګي جنایتکار غبرګ  عبدالله سره دوهم ځلي ټاکنې ومني .
کرزي ته چې دخپلومظلومو هیوادوالو پوزې، ګوتې اوغوږونه  غوڅول هیڅ  ارزښت نه لري  دوهم ځلي ټاکنو ته حاضر شو تر څو په رسمي  او قانوني  ډول  دریم سقأو(غبرګ عبدالله) ته لار پرانیزي  .
ګرانوهیوادوالو!
اوس وضعې  بدلون موندلی ، دهیوادبرخلیک خورا له  خطرسره  مخامخ  دی  دا راروانې  ټاکنې  په  څرګند  ډول سره  د هیواد د تجزیې  په  موخه  کیږي  داکه کرزی  پکې  بریالــــی هم  شي بیابه  هم  دریم  سقأو(غبرګ عبدالله) د امریکا په فرمان ورسره یو ځای سریښ او د دې وس به  ولري  چې  زموږ  دهیوادپه بنسټیز قانون کې داسې ناوړه  بدلونونه  راوړي کوم  چې  دواشنګټن او لندن  په خوښه  دیو فیدرالي نظام لپاره  وي  تر څو زموږ  تاریخي ګــران
افغانستان  راته  ټوټه  ټوټه، زموږ وروڼه قومونه دتل لپاره په جګړه کې ښکېل اودا دردوونکې لړۍ ترهغه وخته وغځوي  ترڅوچې اشغالګروزموږ  دبډایې سیمې  ټولې زېرمې  څټلې نه وي ځکه  په موږ  فرض ده چې یو څه  خو وکړو .
هڅــونـې :
دپورتنیواندېښنوله کبله زموږ دکولتوري  ټولنې با احساسو اوهیــواد دوستو غړو په  نننۍ نوبتي غونډه کې دا وپتېیله چې زموږ ګران هیوادوال  داځل په مشروط ډول  ټولټاکنو ته  وهڅوي  زموږ شرطونه  په لاندې ډول دي : 
۱ ــ حامدکرزی به په خپل انتخاباتي کمپاین کې  په قراني قسم سره ولس ته  دا وعده ورکوي چې  دی به ایتلافي او مصلحتي حکومت  نه جوړوي  .
۲ــ  حامدکرزی  بایدولس ته  په قراني  قسم سره وعده ورکړي چې دکامیابي په صورت کې به نړیواله ټولنه دې ته  اړباسي چې په لمړیوسلو ورځو کې دهیواد دستونځودحل او تل  پاتې سولې لپاره یو نړیوال کانفرانس دایر چې
په  ترځ کې  یې  یو لنډ محال  مسلکي  حکومت  له  مقاومت سره به توافق رامینځ  ته  شي .
۳ــ داچې په پښتون مېشتو ولایتونو کې دناامني په  پلمه په لوی لاس  ټاکنیز مرکزونه له مینځه وړل شوي حامد کرزی باید صرف  دپاکستان حکومت دې ته وهڅوی چې هلته  زموږ کډوالو ته  ټاکنیز مرکزونه پرانیزي  .
۴ــ حامدکرزی به  په انتخاباتي کمپاین کې په قسم سره ولس ته  دا وعده ورکوي چې  دریاستي نظام  د ټینګښت لپاره به کار کوي او نوي  ولایتونه به  په اداري تشکیل کې نه نیسي .
۵ ــ حامدکرزی  به ولس ته وعـده ورکوي  چې  د نړیوال نظامي  ایتلاف  د حضور  په اړوند ، یو حقـــوقي  چوکاټ تنظیم کړي .
یادونـه :
دحامدکرزي دپورتنیو وعدو په  صورت کې زموږکولتوري ټولنه  ګران هیوادوال دې ته رابولي چې په ټاکنو کې  فعاله برخه واخلي .

له افغان مقاومت څخه هیـله :
زموږ کولتوري ټولنه  له افغان مقاومت څخه  لویه هیله لري چې  که حامد کرزی  زموږ  پورتني  شرطونه ومني نو افغان مقاومت دې  ولس  ته مزاحمت نه کوي  داځکه چې که له  پښتون  مېشتو  ولایتونو څخه  څوک ټاکنو ته ور نه  شي لکه  څنګه یې چې غبرګ عبدالله  هیله لري نوټاکنې به  له بده مرغه د ده په ګټه وي چې لاندې ناورینونه به  رامینځ ته کړي :
ــ  غبرګ عبدالله به دهیواد دګړندۍ تجزې لپاره  پارلماني او بیا فیدرالي نظام  رامینځ  ته کړي .
ــ  د هند په سر به له  پاکستان  سره  داسې نوي نزاکتونه  راپورته  شي چې  جګړه  به  لا زور  واخلي او شدت  به  یې بیا هم په پښتون مېشتو سیمو کې وي  .
ــ ایران ، تاجکستان او روسیه به  د خپلوستراتیژیکو موخو لپاره  دخپل  ګوډاګي (غبرګ عبدالله ) د ملاتړ لپاره  پښتنو ته  خورا زیات  زیان  ورسوي  هسې  خوهم بې ګناه پښتانه دطالب او القاعده په نوم سوځیږي .
زموږ  دکولتوري ټولنې پردېس افغانان یو ځل بیا له افغان مقاومت  څخه  هیله کوي  چې  د پورتنیو ناورینونو د مخنیوي لپاره زموږ غږ  واوري  او په  دې لار کې مثمر ګامونه  پورته کړي . 

دجرمنـي په بایرن ایالت کې دافغانانو کولتوري ټولنـه