د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له زندانه خوشې شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له زندانه خوشې شو


  • 1 کال دمخه (15/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 412

سمسور نیوز (۲۷سلواغه۱۴۰۱) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر له څه باندې دوو کلونو بند وروسته خوشې شو. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې علي وزیر د ۲۶ میاشتې استعماري بند له تېرولو وروسته خوشې شو.  

هغه زیاته کړې، چې علي وزیر د ریاستي جبر پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم زندان وګاله.  

پر علي وزیر تور و، چې د حکومت پر ضد یې پاروونکې څرګندونې کړې وې؛ خو نوموړي پخپله دغه تورونه رد کړي وو. 

علي وزیر تر خوشې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي، چې د پخوا په څېر به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېږي، چې د علي وزیر پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو تود هرکلی کړی او خوشالي یې نمانځلې ده.