د پښتو نړيوال سيمينار په وياړ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد حسن حقیار
  • 326

د پښتو نړيوال سيمينار په وياړ:
اوس موږ خپل خادمان لمانځو

د تلې په ۱۶ مه او اوه لسمه چې د پنجشنبې او جمعې له ورځو سره سمون خوري كابل ښار د پښتو د نړيوال ستر سيمينار كوربه وو، دا پرتمين سيمينار د لويې جرګې په خېمه كې جوړ  او په برياليتوب ترسره شو. د سيمينار د ګډونوالو له جوش او جذبو، خوښۍ، پرېكړو، تصميمونو او كاري استقامتونو څخه ښكاري چې دا سيمينار ډېر ګټور او مېوه لرونكى و، د جوړوونكيو هيلې يې تر سره او منګولې يې ډكې شوې.
دا سيمينار له ډېرو ځانګړنو او نوښتونوڅخه برخمن وو، كليشه يي  او عنعنوي طريقې يې پرېښې او ډېرې نوې او ګټورې لارې چارې پكې وكارول شوې په سيمينار كې ستړې كوونكې ويناګانې، كاذب شعارونه، دروغجني ژمنې او په سراب پورې تړلې هيلې نه وې. په هره موضوع او هره برخه كې عملې ګامونه واخستل شول، د ارادو، تشو وعدو، راتلونكې ته د كار ځنډولو، له كار او مسئووليت د تېښتې پر ځاى هغه د تبليغانو خبره هر څه نقد تر سره كېدل لكه څرنګه يې چې نوم د پښتو نړيوال سيمينار وو همدارنګه مسائل او ستونزې هم د ټولو پښتنو،  لرې او برې پښتونخوا او د پښتون مېشتو سيمو په كچه يادې عوامل يې په ګوته او د حل لپاره ورته لارې چارې وموندل شوې، پدې سيمينار كې په لره او بره پښتو نخوا كې د پښتنو د ټولو حوزو او له ګڼو عربي، اروپايي او امريكا هېوادونو سلګونو نارينه او ښځينه استازيو، اديبانو، ليكوالانو شاعرانو سياست پوهانو ،مخورو او با نفوذه اشخاصو برخه اخيستې وه، د غونډې ستر نوښت  دا وو چې پرته لدې چې وخت په خبرو او ژمنو تېر شي ستونزې او ناخوالى په څلورو كټګوريو او برخو ووېشل شوې، هرې برخې ته لسګونه پوهان  د نظر خاوندان اوپه اړونده موضوع كې متخصصين وټاكل شول ،اوپه اتفاق اومشوره ورته له څېړلو وروسته دحل لارې چارې وموندل شوې. سيمينار له  هرپلوه سوچه اوافغاني رنګ درلود  ،څومره چې زه خبريم ، له نېكه مرغه دپښتوپه نوم كې په پښتواودپښتنوپر ارزښتنوسوداګري نه وه، ټولې  مالي او ادارې چارې شفافې وې ،له موسسو، انجوګانواو  سفارتونو   پكې يوه روپۍ هم نه وه اخستل شوې.  هېڅ ډول مشروطې او مقيدې مرستې پكې نه وې ،يواځې اويواځې  د زړه سواندو او احساس لرونكيو افغانانو په مرسته ترسره شو  اومرسته كوونكي اړخونه هم پكې وښودل شول ،.
غونډه له پوره نظم اودسپلين څخه برخمنه وه ،جوړونكيويې داجنداپه جوړولو كې پوره دقت كړى وو، دوخت اودستونزو د ارزيابۍ  دحجم ترمنځ پوره بيلانس په پام كې نيول شوى وواوكه دعوه وكړوچې ښايي په پښتون مېشتوسيموكې به لومړنۍ غونډه وه چې دوخت اقتصادپكې په نظركې نيول شوى و اوله لږ وخت څخه اعظمي ګټه واخستل شوه نوبې ځايه به نه وي .  خو داخبره هم ديادونې وړده چې ددې سيمينارجوړول ،نظم، نسق، دسپلين، اقتصادي اوامنيتي چمتوالى ،دپروګرامونو وېش ،دشعارونو، بروشرونو،او...چاپول او چمتوكول كومه تصادفي او اسانه چاره نه وه ،دې كارمياشتې مياشتې زحمت، بې خوبي ددروازوټكول، صبر،زغم، انرژي او هراړخيزه قرباني غوښتې ده. اودازماپه څېردهركمزوري شخص د وس خبره نه ده.
هسې خبررانه اوږده شوه ماغوښتل چې ديوافغان اوپه ځانګړې توګه ديو پښتون په توګه له خپلو ورونو (ددې سيمينارله جوړوونكيو اوتنظيموونكيو)مننه وكړم ،چې پدې حساسوشرايطوكې يې چې پښتون قام، پكې دژرندې دپلونوترمنځ راګيردى، نړيوال ښكيلاك پرې د(ژينوسايډ)پلان عملي كوي ، دځپلو، سپكولو، وژلواو مريي كولولپاره يې ختيځ او لوېديځ بلاكونو دځينوګاونډيو په مرسته هڅې اوجدي كمپاين پيل كړى، دا ډول ګټوره اواړينه هڅه وكړه. اوس پښتو تر بل هر وخت ډېره مظلومه، محكومه او تر لاس لاندې ده، د پښتو په حاكميت كې محكومه او پخپله د پښتنو حاكمانو له لاسه ورځ په ورځ له انزوا او تجريد سره مخ كېږي. همدا ډول په داسې شرايطو كې چې ځينې كړۍ غواړي د ډيورند منحوسه او منفوره جبري كرښه پر پښتنو د سرحدپه توګه و مني،  نو په داسې نازكو شرايطو كې د دا ډول نړيوال سمينار جوړول او لراوبر پښتانه تر يو چتر لاندې راغونډول هم سياسي، هم كلتوري، هم ټولنيز او هم ملي ضرورت وو.
د دې  سيمينار په جوړولو كې ډېرو ورونو او خويندو خولې تويې كړي او زحمت  يې وېستى دى زه نه غواړم چې د مننې لپاره اوږد لست  خپور كړم، ټول پيژنم هم نه ، خو څومره چې زه خبريم پدې اړه تر نورو ټولو ډېره هڅه د ښاغليو او منليو ورونو ډاكتر خوشال  روهي، ډاكتر محمدابراهيم شينواري، انجنير ملنګ ابراهيمي، انجنير اكبرجان فولاد ، استاد محمد اسمعيل يون،ايمل شمس،زرين انځور، ډاكتر ماخان شينواري،ډاكتر يحيى وردګ او غريب صاحب  وه. زه خپلو دې مشران ورونو ته كور ودانى وايم، مننه ترې كوم او زيرى وركوم چې افغانان  د دوى خدمتونه نه هېروي. اوس  دا دعوه او ګيله ايكسپاير(تاريخ تيرې ) ده چې پښتانه خپل ژوندي  خادمان نه لمانځي او نه  يې ستايي   ، اوس موږ خپل رښتيني خادمان  ستايو  او د (سيد القوم خادمهم) په مصداق يې خپل باداران بولو  په ليمو يې ګرځوو، ښه ژوند، سكون، هوساينه او د خپل قام د خدمت لپاره ورته د الله(ج) له دربار ه توفيق، توان او جديت غواړو.
موږ به ولې پر دوى نه وياړو، ولې به يې هڅوته د قدر په سترګه  نه ګورو، زه په دوى كې داسې شخص هم پېژنم چې په بهركې يې خپل هوساژوندپرېښى، دلته دخپل قام اوژبې دخدمت لپاره راغلى دى  زه خبرشوى يم  چې يوې بهرنۍ ادارې  ورته په كابل كې له دوى سره هره مياشت د لس زرو يورو مياشتني معاش په  بدل كې  د كار وړانديز وكړ خو ده و نه منله او د خپل قام د خدمت لپاره د نړيوال سيمينار په جوړولو مياشتې، مياشتې پرلپسې هلې ځلې كوي  او وړياخولۍ تويوي ، داسې قام ته  چې د مننې هيله هم ترې نلري.
     د پښتو  په ګلبڼ  كې د داسې ګلونو شتون زموږ نيمژواندې هيلې را ژوندئ كوي. د داسې ګلونووږمې زموږ مړه احساسات راژوندي كوي .
زه يو ځل بيا له دوى او له ټولو هغو ورونو او خويندو څخه د زړه له كومې مننه كوم  چې د دې سيمينار په جوړولو كې يې برخه اخستې، تر شا يې  درېدلى، او پكې يې ګډون كړى دى.
هيله لرم چې د سيمينار د پرېكړو د عملى كېدو لپاره هم جدي هڅې وشي. لراوبر پښتانه بايد پوه  شي چې هغه د فخر افغان خبره (لا به يو كېږو ګنې وركېږو).
داسې ښكاري چې نور نو د پښتنو رنساس پيل شوى دى او پښتانه پوه  شوي چې د انټرنيټ، سټلايټ، سپوږمكۍ او په داسې دوره كې چې نور قومونه در ګرده د مريخ او زحل په تابع كولو بوخت دي د خداى(ج) پدې  ارته ځمكه كې د دوى ځاى او حيثيت كوم دى؟
     بيا هم هيله لرم چې هر پښتون ليكوال د استاديون غوندې خپل ولس ته يوځاى ۳۴ كتابونه ډالۍ كړي ،قلمونه په لاس كې وركړي او ټوپك ترې واخلي .
كله مې زړه غواړي چې له ځينو  ارګ مېشتو ليكوالانو او په كلتوري برخه كې      مشاور وزيرانوڅخه  دقام او ژبې په اړه ددوى  د بې تفاوتئ ګيله وكړم چې ولې يې كم تركمه له وظيفوي پلوه  هم پدې درانه سيميناركې چې دنړۍله ګوټ ګوټ څخه ورته خلك دډېروستونزو په زغملو راغلي وو  تشه برخه هم وانخسته ،خوبيا وايم چې هسې نه زما تشه ګيله هم خپلې دندې او ملي مصلحت !!! ته چې دړندو سترګو اوښكه  يې بولي  خطر ونه ګڼي .
خپله ليكنه د سيمينار ټولو جوړوونكيو ته په دې دعائيه لنډۍ

كه به زما په دُعا كېږي 
خداى دى (خادم )كړه چې سلام ته دې درځمه.


  او دحمزه بابا په دې بيت چې :
                                             خداى دې مئين ډېركړي  چې خېرې كوي
                                                  نور راته هېڅ  چل ددعا نه راځي