دروزگان مهالنۍ ملي خپرونه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 1121

Monthly News in Ruzgan
2006--۱۳۸۵
Afghan Democratic Publication in Sweden

روزگان مهالنۍملي خپرونې دڅلرم نشراتي کال دپيل  پرله پسې نولسمه  اوشلمه مه گڼه له چاپ نه راووتل .
دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کښي تاسوپه پښتو، دري او انگليسي  ژبودهيواداونړۍ په هکله په زړه پوري نوی  علمي،تاريخي، سياسي اوادبي مطالب لوستلاي شئ .
روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه  هم يوازي په روزگان پوري اړه لري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول سياسي ، ملي ، ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير اولوړتيا غوښتنې سره نه پخلا کېدونکې ده .
 دا خپرونه  دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي ،فرهنگي عقيدواونظريودخپرولوخپلواک تريبون دی . 
روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ، مگردچاپ اوپه ټول  افغانستان  کښي  علمي او فرهنگي مؤسسو، کتابتونو،علمی اوفرهنگی شخصيتونوته دوړيا لېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره له افغانستان څخه مالي مرستې ته اړتيا لېدل کېږي ،پدې خاطر ددې خپرونې کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوی  :
الف : په روزگان  مهالنۍ ملي خپرونه کې دکلني گډون بيه په ټوله اروپا،امريکا متحده ايالاتو،کاناډا،استراليا،هند، ايران اوپاکستان کې ((۳۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۳۰ )) ايورو ټاکل شوېده .
ب : په بهرکې له درنوهيوادوالو اوفرهنگپالوڅخه په درنښت غوښتنه کوو چې  پرموږ خپلې مادي اومعنوي لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی  .
په نړۍ کي هر افغان کولاي  سي خپلې ليکنې  اودافغان ولس سره دزړه خواله ،شعرونه ادبی  مطالب  اوطنزونه موږ ته راولېږي ،موږ هرڅه په ورين تندی منو اوتر افغان ولس پوري ئې  په پوره امانتداری سره رسوو.
که  غواړي  چې  د ((روزگان))  هره ګڼه  ستاسو  پر آدرس  درورسیږی ، هيله مند يو زموږ سره پدغه پوستي پته  او يا برېښنا ليک تماس ونيسۍ :
پوستي پته :
  Ghamkhor Habibullah
SNÖDROPPS G,7
      215 27 Malmö
SWEDEN
برېښڼا پتي  :
ghamkhor@hotmail.com
hewadsherzad@gmail.com
داړېکو لپاره تليفونونه :
حبيب  الله غمخور : 00 46(0)736 511 569