حامد کرزی: جمهوریت د اشرف غني له لاسه وپرځېد

حامد کرزی: جمهوریت د اشرف غني له لاسه وپرځېد


  • 1 کال دمخه (28/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 757

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې جمهوریت د ډاکټر اشرف غني له لاسه وپرځېد.

نوموړي له واشنګټڼ پوسټ سره په خپله مرکه کې ویلي چې له کابل څخه  د ډاکټرغني وتل د دې سبب شول چې هر څه وپاشل شي.

کرزي ویلي، که غني نه وای وتلی، ښايي اوسني حالات دا ډول نه وی.

هغه په خپلو خبرو کې یو وار بیا د افغانانو ترمنځ پر خپل منځي خبرو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې له اوسني وضعیت څخه د راوتلو لپاره یوازې خپل منځي خبرې پاتي.

تر دې وړاندې هم حامد کرزي تور پوری کړی چې د جمهوریت د سقوط اصلي عامل محمد اشرف غني دي؛ خو ډاکټر غني تل په خپلو مرکو کې دا تورونه رد کړي دي.