د ناوي بنګړي


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • نثار احمد آريا
  • 235

ګريګوري زينوپولو
دا يو ډول شنه بنګړي وو، بڼه يې مار ته ډېره ورته وه خو ډېر بد رنګه او بې مانا ښكارېل.
كله چي ما په لمړي ځل د خپلي كوژدني په لاسونو كي وليدل نو په زړه كي مي وويل: هغې څومره خراب او بې ارزښته بنګړي اچولي دي، خير زه به ورته يو ډول ښه نامي بنګړي راوړم.
په شمار څو ورځي وروسته مي هغې ته د سمندري ډبري يو ډول ډېر ښكلي بنګړي راوړل، هغه د دې بنګړيو په ليدو ډېره خوشاله شوه، كله چي هغې د بنګړيو پر قطۍ خپلي سترګي ښخي كړي وې نو د هغې په شنو سترګو كي د خوښۍ ځلا برېښېده او د هغې پر اننګو يوه داسي سرخي را ټوكېدلې وه لكه په هغه بنګړو كي چي ما ورته راوړي وو.
هغې قطۍ زما له لاسه واخيسته، لاسونه يې زما په غاړه كي را واچول او په داسي حال كي چي سترګي يې په سترګو كي را اچولي وې پر مخ يې ښكل كړم، نور نو زما پوره باور و چي سبا به هغه خپل بنګړي باسي او زما دا به په لاسوي.
خو په دويمه ورځ د دې په ليدو حيران شوم چي د هغې بيا هم هغه زاړه د ښيښې بنګړي په لاس وو، هغه مهال ما ښه ونه ګڼله چي په دې اړه څه ووايم خو زما په زړه كي په خپل سر د دې بنګړيو په اړه ډول، ډول اندېښنې پر راولاړېدو شوې.
ماته فكر را ولوېد چي په دې بنكړيو كي خامخا يو راز پټ دى، دوې ورځي لا ما له زغم څخه كار واخيست خو اخير د زغم لمن راڅخه ايله شوه او هغې ته مي وويل:
"ما تاته بنګړي راوړي وو، ته هغه ولي نه اچوې؟"
هغې ماته هېښ، هېښ وكتل، لكه زما په خبره چي هيڅ پوه شوې نه وي، بيا ما ورته وويل:
"ته له دې بد رنګو او خرابو بنګړو سره دومره مينه ولي لرې؟"
هغې په ځواب كي پر هغو بنګړو باندي يو ژور نظر واچوه، څو شيبې چوپه وه او بيا يې پر ما يو ډېر جدي قارجن نظر واچوه، په دې وخت كي د هغې د سترګو رنګ زه ولړزولم، زه نه شم ويلاى چي هغه كوم رنګ و، خو يوازي دومره ويلاى شم چي هغه شين نه و"
ما هغې ته ورو وويل:
"هغه بنګړي چي ما درته راوړي وو، ستا خوښ نه دي؟ ته هغه د دې وړ نه بولې چي په لاس يې كړې؟"
هغې وويل:
سبا زه هغه خامخا په لاسوم، زما زړه و چي ټول ژوند همدا خپل بنګړي په لاس كړم، خو داچي ستا خوښ نه دي . . . نوره هغه چوپ شوه.
يو ځل بيا هغې پر خپلو پنګړو يو نه زړه كېدونكى نظر واچوه او ويې ويل:
"ښه سمه ده، له سبا څخه زه هغه بنګړي په لاسوم چي تا راته راوړي دي" ځنډه له هغې وپوښتل:
په دې وخت كي د هغې لهجه ډېره غمجنه وه، هغه يو ډول چورتي ښكارېده، ماته داسي څرګنده شوه چي د هغې دا پرېكړه زما د ميني پر چوكاټ يوه قرباني وه، ځكه نو ما د هغې وېښتان چي پر ټنډه پراته وو ښكل كړل.
په دريمه ورځ بيا هم هغې هغه بنګړي نه وو په لاس كړي، نن ما بې له
"نن دي بيا زما بنګړي ولي نه دي په لاس كړي؟"
هغې وويل:
"اوه، رښتيا زما له ياده ووتل... خير، اوس يې په پيدا كولو پسې ډېر وخت تيريږي، سبا زه هغه خامخا په لاسوم"
ما د هغې خبره ومنله او هيڅ مي ونه ويل، خو په دا سبا بيا هم هغې هغه بنګړي نه وو اچولي، ما چي څومره د هغو بنګړو لور ته كتل هغومره مي قار او غوسه لوړېده، خو دا غوسه د ميني غوسه وه چي پر كوچنۍ،كوچنۍ خبره پورته كېدلاى شي، البته د دې لپاره چي ما د خپل زړه بې تابي پټه كړېواى او يا په دې اړه چوپ پاته شوى واى بايد ما له ډېر زغم څخه كار اخيستى واى.
څو ورځي تېري شوې خو د هغې په خيال كي لا نه و چي زما بنګړي په لاس كړي، ځكه نو ما هم دا پرېكړه وكړه چي نور به د دې بنګړيو په اړه هيڅ نه وايم، له هغې ورځي وروسته زموږ زړونه د څه وخت لپاره پاك شول او د خوابدۍ ټول ګردونه مو ليري شول.
يوه ورځ ماته يو سفر را پېښ شو ما يوه اونۍ دباندي تېرول، د تلو په مهال چي ما هغه په غېږ كي نيولې وه او مينه مي ورسره كوله نو هغې ته مي وويل:
غواړم چي بيرته راشم نو تا زما بنګړي اچولي وي!"
هغې وويل:
"بيخي سمه ده"
ما وويل:
"ژمنه ده؟"
هغې وويل:
"هو"
"ستا يې زما په مينه قسم؟"ما ورته وويل.
"هو زما يې ستا په مينه قسم!" هغې ځواب راكړ.
هغې دا قسم په داسي ډول واخيست چي ما پخپل زړه كي دا پرېكړه وكړه چي كه چيري هغې زما بنګړي نه و په لاس كړي نو زه به له هغې سره اړيكي شلوم.
په هغه ورځ چي زه بيرته راستنېدم نو ما لاسي هغې ته د پوست له لاري خبر وركړ چي زه درځم او په دويمه ورځ خپله را ورسېدم، هغې خپل مرمرين لاسونه ماته د غيږي لپاره پرانستل، اه! په هغه ورځ هغې زما بنګړي اچولي وو خو پخواني يې هم په هغه بل لاس وو.
ما هغې ته نور څه ونه ويلاى شو، هغې ماته دا رنګه كتل لكه راته ويل چي يي" دادى ما خپله ژمنه پوره كړه، نور نو راشه ښكل مي كړه، نا شكري مه كوه".
ما هغه په غېږ كي ونيوه او څو ځله مي ښكل كړه.
"هو رښتيا! لاكن دا پرېكړه خو نه وه شوي..."ما هغه دوه ځلي ژر، ژر ښكل كړه، هغې وويل:
"څنګه؟"
ما ځواب ور كړ:
"ما تاته د دې بنګړيو د اچولو او د هغه نورو د ايستلو ويلي و، دا مي نه و ويلي چي دواړه په لاس كړه"
هغې وويل:
"نه، نه په خداى چي تا ماته يوازي د خپلو بنګړو د اچولو ويلي وو، دا دي نه و راته ويلي چي هغه نور نه اچوم"
ما ځواب ور كړ:
هو، هو دا به سمه وي، خو كه زه اوس درته ووايم نو؟گ"
"كه اوس... كه اوس راته ووايې..." د هغې ږغ ټيټ شو.
"ايا ته غواړې چي له ټولي كيسې څخه دي خبر كړم؟" هغې چي دا وويل نو ماته نژدې راغله او په غوږ كي يې ورو راته وويل:
"زه به هيڅكله ونه غواړم چي ستا دا غوښتنه دي پوره شي"
زه ووېرېدم او يو دم بغل ته شوم... لكه د ښيښې هغه مار چي چيچلى وم چي د هغې په لاسونو كي و، ما ورته وويل:
"كه زه غواړم چي تا له يو دا رنګه بنګړو اچولو څخه منع كړم چي زما نه دي خوښ نو دا بده خبره ده؟"
هغې وويل:
"ته راشه، پرېږده دا خبري، دا چي ستا دا دومره بد ايسي نو نور به زه دا نه اچوم او سر له سبا څخه به يوازي ستا بنګړي اچوم"
په دې وخت كي له ما څخه يوه لويه تېروتنه دا وشوه چي كله ما هغه د هغې د قربانۍ په بدل كي د منني په احساساتو لمانځله نو ما له هغې څخه وپوښتل:
"دا بنګړي تاته چا دركړي دي؟گگ"
زما له دې پوښتني څخه د هغې اننګي نه سره شول او نه ژړ، البته د هغې ژبه بنده، بنده شوه او ويې ويل:
"نه پوهېږم... پوره مي ياد نه دي... هو رښتيا ډېر مخكي مي پلار د سوغات په دود راكړي وو"
په دې كي له ما څخه بله تېروتنه هم وشوه، دا تېروتنه تر لمړۍ هغې ډېره خطرناكه وه، هغه دا چي يوه ورځ زه د هغې د پلار ليدو ته ورغلم او هغه ته مي وويل چي" د ميري (زما د ښځي نوم دى) هغه شنه بنګړي ډېر ښكلي دي هغه تا چي وركړي وو"
د هغې پلار خپلي عينكي سترګو ته سمي كړې او ما ته يې په داسي انداز وكتل لكه هغه چي د دې بنګړيو يادونه له دې مخكي هيڅ اورېدلې نه وه، بيا يې ماته وويل:
"نه ما خو هغې ته كوم بنګړي نه دي وركړي"
د هغې د پلار دې خبري پر اور د تيلو كار وكړ، زما په زړه كي د كركي او حسد لمبې پورته شوې، ماته داسي ښكاره شوه لكه په هر رګ كي چي مي د بنګړيو د مار زهر ننوتل.
نور نو ما پرېكړه وكړه چي هغو لارو چارو ته به د عمل جامه وراغوندم چي ما سوچ پرې كړى و، ما ويل يا به ميري د دې بنګړيو اچول پرېږدي او يا به زه خپلي اړيكي ورسره شلوم، زه مرګ منم، ځانوژنه منم خو دا نه شم منلاى چي ميري دا بنګړي واچوي، زه د قار او غوسې تر يوې داسي جذبې لاندي راغلى وم چي له زغم څخه وتلې وه.
له دې ځلي ما د دريمي خطرناكي غلطۍ جرم وكړ، هغه دا چي ما ميري ته وويل:
"ته به نور له دې بنګړو سره مخه ښه كوې، زه په دې اړه له ټولو خبرو څخه خبر شوى يم نور زه بايد ستا په لاسونو كي هيڅكله دا بنګړي ونه وينم، نن ما تاته خبردارى دركړ نور نو كه ستا دغه ضد كومه بده پايله ولرله زه يې ذمه وار نه يم"
زه په تمه وم چي هغه به له ما وپوښتي چي ته د دې بنګړيو په اړه له كومو خبرو خبر شوى يې خو هغه بلكل غلې وه، يوازي يې په حيرانۍ زما لور ته كتل او په خوله يې هيڅ نه ويل، په دې وخت كي چي د هغې سترګو كوم پسرلنى اسماني شينوالى را نغښتى و، هغه زما غوسه را سړه كړه.
په دې ډول يوولس ورځي تيري شوې، زما لپاره د هري ورځي تېرول يو ګران كار و، د هري ورځي هره شيبه زما لپاره تر يو لوى عذاب په كمه نه وه.
يوولس ورځي خو هغې زه په دې ژمنو تېر ايستلم چي نن دا بنګړي باسم سبا يې باسم، هغې به يوه ورځ يو څه ويل سبا بل څه، ډول، ډول پلمې او بانې به يې كولې، كله به خوابدې كېده، كله به غلې پاته كېده او كله به يې بيا زما غوښتني په خندا او ټوكو ردولې خو هغه بدبخته بنګړي د هغې له مرمرينو ليڅو څخه جلا نه شول، كله، كله چي به هغې خپلي سپيني ليڅي سره يو ځاى كولې او دواړه مارونه به سره يو ځاى كېدل نو ماته به دا سي ښكارېدل لكه په هغو كي چي ساه راغلې وي او په خپل منځي رقابت كي به په يو ګړي كي سره توري ايرې كړي، ما به په زړه كي ويل چي له دوئ څخه به يو خامخا له منځه ځي.
يوه ورځ چي زه ډېر نفس تنګى شوم نو هغې ته مي وويل:
"ګوره! سبا به ته يوازي يو ډول بنګړي په لاسوې، كه دي سبا هم دا بنګړي نه و ايستلي نو زه به تا له خپلي ورستۍ پرېكړي څخه خبره كړم"
له دې ځلي هغې زما خبري ډيري جدي واورېدې او دننه لاړه، چي بيرته راووته نو يوازي يو ډول بنګړي يې په لاس وو او هغه زما هغې نه وو، ماته درد راغى او له غوسې څخه مي خوله له ځګه ډكه شوه، نور مي ياد نه دي چي ما هغې ته څه وويل.
هغې زما له غوسې ډكي خبري په پټه خوله واورېدې خو چي زه چوپ شوم نو هغه مجبوره شوه په خورا ډاډ او سړه سينه لكه كوم نارينه چي خبري كوي وويل:
"ګوره، ته له ما څخه داسي غوښتنه كوې چي زه هغه هيڅكله پوره كولاى نه شم، زه به دا بنګړي هيڅكله له ځانه جلا نه كړم، زه به تر مرګه دا اچوم، د دې په اړه ډيري پوښتني مه كوه ځكه زه په دې اړه يوې وړې خبري كولو ته لا هم چمتو نه يم، تاته بايد دومره ووايم چي كه چيري ته نور هم خپلي سر ټمپګۍ ته ادامه وركړې نو زه به تاته ستا دكوژدني ګوتمۍ بيرته در وسپارم او دا به يو لوى زيان وي ځكه زما له تا سره عشق دى، نه مينه، زه غواړم ستا د ژوند ملګرې واوسم، يوازي ژوند به هم غوره وبولم خو دا بنګړي به ونه باسم، ما د دې بنګړيو په اړه له خپلي ورستۍ پرېكړي څخه خبر كړې نور چي دي څه زړه غواړي هغه وكړه"
زه دا اړتيا نه وينم چي ووايم چي ما له هغې سره بې كچه مينه لرله، كه نه نو ما به دومره خبري هيڅ كله نه واى زغملي او دې ته به مي هيڅ كله دومره لېوالتيا نه واى لرلې چي زه دغه راز معلوم كړم، اخير ما قسم واخيست چي نور به د دې راز د معلومولو هڅه نه كوم خو په كوم دليل زه پر خپل قسم پاته كېداى شواى ځكه زما له هغې سره مينه وه.
د واده په ورځ او له هغه ورسته ډېره موده زموږ په دې اړه هيڅ خبره ونه شوه، ما پرېكړه كړې وه چي نور به په دې باره كي چوپ پاته كېږم او له دې پرته هم زه نور د دې بد مرغو بنګړيو له ليدو سره تر ډېره برېده عادي شوى وم خو حقيقت دا و چي زما مينه زما د رقابت د جذبې د سيالۍ وړ نه وه، زما په زړه كي اوس هم يوه هيله پاته وه، هغه هيله چي د يو رښتيني مين په زړه كي همېشه ژوندۍ وي.
زما يقين و چي يوه ورځ نه يوه ورځ به لا د خپلي ميني په زور د ميري له لاسونو څخه دغه بنګړي باسم او هغه به د دې بنګړيو له رازونو ډكه كيسه راته كوي، بيا به هغه خپل بنګړي باسي او زما بنګړي به په لاسوي.
په دې كي شك نشته چي د ميري ځينو خبرو پر ما ډېر اثر كاوه، هغه چي به كله وېرېدله او د بنګړيو ډك لاس به يې پورته كاوه نو داسي به ښكارېده لكه هغه چي په دې ډول له كوم خطره ځان ژغوري، په داسي وخت كي به ما هغه په بېلا بېلو حركتونو ځوروله او هغې به په مترحم نظر ماته داسي كتل لكه راته ويل چي يې: ايا خپلي ژمني دي هيري كړې ؟ خپل قسم دي ياد نه دى؟
موږ چي څنګه خپل له خوښيو ډك ژوند پيل كړ نو د هغه به لا يو كال نه و تېر شوى چي ما داسي محسوسه كړه لكه ما چي خپل زغم او مينه د مرګ كندي ته ور ټېل وهي، زما هيلي بدلي شوې او د ميري تر مرموز زړه پوري زما زړه او دماغ و نه رسېدلاى شو، كله نا كله چي به ما د هغه بنګړو په اړه په اشارو باندي څه ويل نو هغې به داسي ښكاره كول لكه په هيڅ چي خبره نه وي او كله چي به ما كومه خبره بيخي سپينه ورته كوله نو هم به هغې كوم ډاډمن ځواب نه راكاوه.
اكثره وخت چي به هغې زما خبره واورېده نو په لوړ اواز به يې وخندل او زما خبره به يې په ټوكو او خندا كي پټه كړه، زه به له غوسې څخه سره لمبه شوم، همدا رنګه ورو، ورو زه بيرته خپل پخواني حالت ته وروګرځېدم لكه له واده څخه چي مخكي وم.
كله چي ميري زما له دې حالت څخه پوه شوه نو هغې د زارۍ په ډول ماته وويل:
ما يوازي پرېږده، زه به ستا ډېره ممنونه يم، ما نوره مه كړوه، تا يو ځل بيا هغه خبري پيل دي چي ما ته ور څخه منع كړى وې، حال داچي تا له ما سره ژمنه كړې وه چي زه به تا نه ځوروم، زه غواړم چي تا پوه كړم چي ستا د دې حركتونو نتيجه به څه وي، زما له زړه څخه به ستا د ميني انڅور پاك شي، زما به له تا څخه كركه وشي او بيا به نو دا پوښتنه هيڅ مطرح نه وي چي زه كوم بنګړي واچوم او كوم نه.
زه د هغې له دې خبرو څخه ووېرېدم او هغې ته مي وويل:
"والله چي! زما مطلب يوازي دادى چي ته ماته ددې بنګړيو له رازونو ډكه كيسه وكړې، ما هم په دې راز كي در شريك كړې او ما پوه كړې چي دا بنګړي تاته چا در كړي دي؟ ايا ستا همصنفۍ چي په دې اړه څه ويل هغه رښتيا دي؟
هغې په لوړ ږغ وويل:
"چوپ شه! د خداى لپاره چوپ شه، ته غواړې چي زما مينه راووژنې، كه دي نور يو تورى هم له خولې را وايست نو زما به له تا څخه بې كچه كركه وشي او زه به د ټول ژوند لپاره له تا څخه اړيكي پرې كړم"
د هغې د خبرو له اورېدو څخه سر راباندي وګرځېد، داسي مي محسوسه كړه لكه يو چا چي يو زورور ډانګ پر سر وهلى وم، هغې زه پرېښودم، كوټې ته ولاړه او د كوتې ټول ورونه يې وتړل.
دريمه تېروتنه مي دا وكړه چي له بده مرغه زه لاړم له خپل يو نژدې ملګري سره مي وليدل، هغه ويل: ولي څه خبره ده، نن ډېر پرېشانه ښكارې؟" زما لويه بد بختي بيا دا وه چي ما هغه ته له سره تر پايه ټوله كيسه وكړه، په دې وخت كي زما ملګري هغه څه راته وويل چي په عام ډول ويل كيږي، هغه راته وويل:
"ته ډېر بې زړه سړى يې ته بايد نر واوسې او دا هڅي مڅي بايد پرېږدې چي ته يې د خپلي ښځي د تابع كولو لپاره كوې، لاړ شه! او په پوره زور سره هغه دې ته مجبوره كړه چي ستا خبره ومني، په څو ورځو كي به هر څه سم شي"
ما چي دا نصيحت واورېد او كور ته راغلم نو هغه پر كټ ويده وه، د ډېوې رڼا سترګكونه وهل او دلته هلته خورېده، د رڼا سور انځور د ويني د ټپلي غوندي ښكارېدى او همداسي يوه ټپله د ميري پر څېره هم لوېدله، د هغې سپين لاسونه چي له بړستني را وتلي وو، داسي ښكارېدل لكه د ژوند نښي چي ترې كوچېدلي وې، زما سترګي پر هغو بد رنګو بنګړو ونښتې چي د ډېوې په رڼا كي ځلېدل، ميري په درانه خوب ويده وه، د هغې څېره له غم او پرېشانۍ څخه يو مخ تشه ښكارېده، هغه بد مرغه بنګړي هم د هغې د دې درانه خوب خنډ نه جوړېدل، زما په زړه كي راتېر شول چي كشكي زه وپوهېږم چي اوس هغه څه خوب ويني ؟ دې صحنې زه له حاله وايستم، ماته يې سخت زور راكړ د غوسې ستن مي لوړه شوه، پر سترګو مي توره شپه شوه او زړه مي په دربي شو.
ناڅاپه مي په زړه كي د يو ناوړه جرم د كولو خيال را پيدا شو، دا خيال مي د برېښنا په سرعت سره ترتيب كړ او بيا مي په هيڅ دول ونه كولاى شواى چي له پامه يې وغوځوم.
ما فكر كاوه چي يوازي يو ځلي دا عمل تر سره كړم نو د ټول ژوند د پرېشانيو د پاى ټكى به مي شي.
زه ورو د ميري كټ ته نژدې ورغلم او پر هغې ور ټيټ شوم، بيا په داسي حال كي چي زما په يوه لاس كي د مار لكۍ او په بل لاس كي د مار سر و خپلو لاسونو ته يو كوچنى حركت وركړ... اه! جرم څومره لنډ وخت غواړي.
بنګړي مات شول.
د كوكيو وړې، وړې ټوټې پر كټ پاشلي وې... ميري خپلي شناوۍ سترګي روڼي كړي... او بيا يو دم راپورته شوه، دا هر څه په يوه شيبه كي تر سره شول، هغه په داسي حال كي چي د بنګړيو ټوټې يې په لاس كي وې لوڅي پښې زما مخ ته ولاړه وه، د هغې وېښتان پر اوږو پراته وو خو د هغې سترګي... ايا هغه به زه كله هېره كړاى شم؟... هغه تر اوسه هر مهال هغه رنګه زما سترګگو، سترګو ته كيږي... د هغې د سترګو له كسو څخه داسي ښكارېدل چي په ډېر وېرونكي ډول يې ماته كتل، د هغې د سترګو شينوالى په تور اوښتى و او داسي ښكارېدل لكه له سترګو څخه چي يې بڅركي بادېدل، د سترګو سپين يې د يوې وحشتناكي لمبې غوندي خوټېدل.
په كوم ږغ چي هغې زه مخاطب كړم، د هغه بيانول زما لپاره ناشونى دى. هغې په چيغه وويل:
"تا دا مات كړل؟!... تا دا مات كړل؟!... سمه ده! زموږ مينه نوره ختمه شوه تا د ميني پر غاړه چاړه تېره كړه... تا د ميني لړۍ كړۍ، كړۍ كړه ... ته نفسپاله، لنډ فكره، جاسوس او چلبازه يې... اوس به ته په هر څه پوه شې چي دا بنګړي ماته چا راكړي وو؟... دا نه يو روماني داستان لري نه كوم راز دى بلكي يوازي يو شګون و چي ما په لاسول، تا شر او شور جوړ كړ او بې ځايه دي څو كلونه په غم اخته كړې وم... اه! زما له تا څخه كركه كيږي ستا د دې كار له امله زما له تا څخه بد راغلل، ورك شه او له سترګو مي پناه شه... خداى دي نور هيڅ كله شكل مه راباندي وينه!"
له هغې شپې ورسته زه له خپلي ښځي څخه بېل شوم ځكه د ژوندانه داسي كلونه مو تر شا پرېښي وو چي له زغمه وتلي وو.
هغه قسطنطنيې ته لاړه، هلته يې دويم واده وكړ، زما يو ملګرى څو ورځي وړاندي له هغه ځايه راغلى و، هغه راته وويل چي هغه يو ډول بنګړي په لاسوي چي له سمندري ډبري څخه جوړ دي.