نندارچي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزى
  • 282

د نندارچي د نوم په اورېدو یا لیدو به ښایي تاسو ته د نندارچیانو ګرم احساسات او له پېښو سره د هغوی دلچسپي در په زړه شي. که پورته مو زما نوم لیدلی وي نو فکر وکړﺉ چې زه هم یو له هغوی څخه یم، دا څو کاله مې د خدای (ج) په دې اړته نړۍ کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې او ډېر نږدې دوستان مې ولیدل چې همدې لوړو ژورو ته ټیټ وپاس شول. له تاسو به یې څه پټوم زما د مشاهدې په تله کې څو څو ځله سپک او درانه شول، خو زه په هر پړاو او نظام کې یوازې خپله دنده سرته رسوم، د پېښو ننداره کوم او بس.
څو ورځې د مخه مازیګر مهال له دفتره د ښار څلورلارې ته ووتم، په همدې فکر کې وم چې څنګه به کومه په زړه پورې موضوع پیدا کړم چې په خپل ډانډس یې باد باد کړم، ناڅاپه مې یو دوست چې ډېر وخت مې نه و لیدلی مخې ته راغی، له ورایه یې زما په لیدو په ځان ګوتې ووهلې، ښکته او پورته یې ځان ته وکتلې او بیا یې پر ما غږ کړ: او! مایي فرینټ ( مقصد یې My Friend و) چېرته یې؟ ما ورته وویل زه خو دغه وطن کې ښکته او پورته ګرځم خو ته نه ښکارې؟ اوهو! ای ټينګ (مقصد یې I think ) دا سپین ګاډي لکه چې پر سړک نه وینې؟ ولې نه! خو زه څه پوهېږم چې ته په کې یې. ملګري مې بلې خبرې ته خوله جوړه کړې وه چې په دې وخت کې یو سپین موټر له موږ څخه یو څو ګامه اخوا ودرېد او یو دنګ، تور، بدرنګه بهرنی ترې راکوز شو. ملګري مې په دې وخت کې تندي ته ټک ورکړ او ما ته یې وویل:
او هو! دا څه په غم واوښتم. ما ورته وویل خیر خو به وي؟ له ډېره کبره یې ځواب رانه کړ، ما ته یې ټنډه تروشه ونیوله او له خپله ځایه د بهرني پر لور وخوځېد. ماته یې ځان داسې ښوده چې دی اوس هغه پخوانی سړی نه دی چې چا به پرې د پیازو پوستکی هم نه پاکوه، اوس ترې په بشپړ ډول یو جامع الکمالات جوړ شوی. له بهرنیانو سره نږدې اړیکي لري او د ډالرو ژبه یې هم زده کړې، ملګری مې دوه درې ځلې له بهرني نه تاو راتاو شو، دوه درې ځلي یې ورته لاس پورته کړ او یو ځل یې ورته له لرې لږ وخندلې، خو هغه داسې ګومان وکړ چې ګوندې کوم اروایي ناروغ دی او یا هم بل چا سره ګپ لګوي ځکه په دې وخت کې زه هم حیران شوم چې دې زما ملګري څه دبنګال پاړوګر له ځان نه جوړ کړی او پر دې تور زهرجن مار خپله اوده چلوي، لږ نږدې ورغلم په دې وخت کې بهرني له دوکاندار سره وخندلې او په توره څېره کې یې سپین غاښونه وپړکېدل، په دې وخت کې مې ملګری هم کټ کټ په خندا شو ماته یې مخ راوړوه، ته ګوره پیره! ایله یې اوس راته پام شو.
دا نو له دوکاندار سره د بهرني د خدای پامانۍ خندا وه او همداسې په خپل موټر کې کېناست لاړ، ملګری چې مې په ښکته او پورته کېدو ښه ستړی شو بېرته زما خواته راغی او ورو غوندې یې راته وویل: والله نن لکه چې بیا کومه امنیتي ستونزه شته ددې سړي فکر ډېر خراب و، له وارخطایۍ یې ماته هېڅ وخت پیدا نه کړ، خو ښه شو په یوه خندا یې پوی کړم چې امنیت ښه نه دی اوس درنه لاړم. ما ورته وویل په دې ښار کې چې لږ تېز باد هم لګېدلی وي، دا بهرنیان څو ورځې له خپل مېلمستون څخه نه راوځي نو چې امنیت ښه نه دی، دی څنګه زمری شوی او په داسې نا امنو شرایطو کې له خپله غاره راوتی؟ هغه خوارکی چې په دې کې هم بې ځوابه شو نو ماته یې وویل: یاره څه یې کوې دا ډېر زړور دی او همداسې روان شو.