مالیې وزارت وايي، د دولتي مامورینو د چنګاښ میاشتې معاش تر اختر مخکې ورکوو

مالیې وزارت وايي، د دولتي مامورینو د چنګاښ میاشتې معاش تر اختر مخکې ورکوو


  • 1 کال دمخه (27/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 620

سمسور (۶چنګاش۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وایي، پرېکړه یې کړې، چې دولتي کار کوونکو ته د چنګاښ د میاشتې معاش تر راروان اختر مخکې ورکړي. 

د دغه وزارت ویاند احمدولي حقمل پرون ناوخته خبریالانو په یو لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دې وزارت د خپلې مهربانۍ له مخې پرېکړه کړې ده، چې دولتي کارکوونکو ته د چنګاښ میاشتې معاش تر اختر مخکې ورکړي.  

ښاغلي حقمل له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتي، چې د خپلو کار کوونکو د حقوقو په اجرا کېدو سره خپلې حوالې د مالیې وزارت د خزاینو ریاست ته وسپاري.

پر افغانستان د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران پراخېدو په اړه پراخې اندېښنې ښودل شوي او باور دا دی، چې دوی لا هم ټولو دولتي مامورینو ته د معاشونو په ورکړه کې پاتې راغلي دي.

خو سرپرست حکومت بیا په کراتو کراتو ډاډ ورکړی دی، چې دوی د ټولو وزارتونو او ادارو معاشونو ورکړې ته ژمن دي او دا یې په وس پوره دي.