سوات او کابل


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ايمل پسرلى
  • 668

زما څوکۍ د کړکۍ خواته وه . څنگته مې نجلۍ ناسته وه . هغې د مخامخ څوکۍ ترشا د تلويزيون پر شيشې لاس واهۀ . ما واردمخه پر تلويزيوني چاينلونو زړۀ ستړى کړى و . دې ته مې وکتل . لکه چې د کوم ښه فلم په لټه کې وه . د پېلوټ غږ شو . ويل يې الوتکه به په څومره لوړوالي له کومو هيوادونو لندن ته خوځي . د دۀ د غږ پر وخت د تلويزيون شيشه ودريده . نجلۍ لا هم پر شيشي لاس واهۀ . په انگريزي مې ورته وويل :
-تر څو چې پېلوټ خبرې کوي دا شيشه کار نه کوي .
دې راته وکتل . پوه نه شوم چې مننه وه که راته ويل يې چې دا هم پوهيږي .غنم رنگې وه . سترگې يې کوچنۍ وې . خولۀ يې هم وړه وه . شونډې يې سرې کړې وې . داسې راښکاره شوې لکه د هندوې پر تندي تپل شوى سوندور . ومې پوښتله :
- لندن ته ځې ؟
بيا يې راته وکتل . په لږ ځنډ يې سرې کړې شونډې سره پرانيستلې :
-دا الوتکه خو څه پاکستان ته نه ځي ؟
غصه را ښکاره شوه . بې چورته مې ځواب ورکړ :
-         زۀ د پاکستان نه يم .
دې څه ونه ويل . ورته ټينگ شوم :
-         ولې دې پاکستان ياد کړ ؟
نجلۍ د تلويزيون په پردې بوخته پاتې شوه .څه يې ونه ويل . ومې پوښتله:
-         ته لکه چې پاکستانۍ يې ؟
-         د سوات يم .
-         اوووو پښتنه يې .
راته ويې کتل . دا وار يې په پښتو راته وويل :
-         غلى کيږې نه ؟
وشرميدم . مخ مې واړاوۀ . الوتکه په خوځيدو شوه . تر هغو چې پورته کيده غلى وم . چې ښه پورته شوه او د دوبۍ له ښاره ليرې د سمندر پر سر رهي وه ومې ويل :
-         سمندر له دې ځايه څومره کرار ښکاري .
نجلۍ بيا هم څه ونه ويل .ورته ومې کتل . نيغ نيغ مې ورته وکتل . تر څو شېبو مې په کيسه کې نه وه . خو زما پرله پسې کتلو لکه چې اړه کړه . مخ يې راواړاوه:
-         څه دي ؟
-         جنگ دى .
-         د څه شي ؟
-         زه څه خبر يم . ته راته وايه .
مخ يې بيرته واړاوه . پر ځاى ودريدم .
-         تشناب ته ځم ، لار راکړه .
نجلۍ له ځايه پورته شوه ، له څوکيو دباندې ووته . زۀ له څوکۍ ووتم .  ضرورت مې نه لارۀ . يوه شېبه د څوکيو ترمنځ په لاره گۍ کې وگرځيدم . چې راستون شوم دې لا هم تلويزيون ته کتل . راته ودريده . له څوکۍ ووتله په لاره گۍ کې ودريده .لار يې راکړه . په خپل ځاى کښېناستم . دا هم خپلې څوکۍ ته ستنه شوه . ورته ومې ويل :
-         که دا الوتکه ولويږي دواړه به مړه شو .
دې هيڅ ونه ويل . بيا مې شروع کړه:
-         ستا چې په ژوندوني دغه حال دى  په مرگ خو دې والله که عنکر و منکر ( نکير منکر ) دوى هم وغږوي .
موسکه شوه . خوند يې راکړ :
-         نوم دې څه دى ؟
-         ولې ؟
-         ولې نه ، که راسره يو ځاى مړه شې خبر خو دې يم چې له کومې ببو سره يم .
-         ته نه مرې ؟
-         ولې پخه مې راوړې ؟
-         ته څومره خبرې کوې ؟
-         لا خو ژوندى يم که نه .
-         زه څه ويل نه غواړم .
-         ته يې مه وايه زه خو يې وايم .
راته ويې کتل . ما خپلې وريځې پاس کش کړې لکه ورته وايم چې ځان ټينگ کړه . دا غلې وه . ما ورته وويل :
-         زۀ لندن کې اوسيږم . کابل ته تللى وم . دا دى اوس بيرته د مساپرۍ ژوند ته ستنيږم . هلته يوازې يم .
-         زه څه خدمت کولى شم ؟
-         ته خو سمه ډک ټوپک يې ، له سواته ولې راتلې ؟
په خندا شوه . خندا يې لکه چې له قهره وه . ويې ويل :
-         ته څه غواړې؟
-         اممممممم هيڅ هم نه غواړم . مطلبي نه يم .
-         نو بيا غلى شه .
-         ولې څوک چې څه غواړي هغه به خبرې کوي ؟
-         زۀ غواړم ووده شم ما پريږده .
-         سمه ده ويده شه زه به درته گورم .
نجلۍ برگه شوه :
-         مطلب دې څه دى ؟
-         ښه نه به درته گورم .
دې سترگې پټې کړې . څوکۍ يې شاته پورې وهله . تر ډيرو غلې وه . د ډوډۍ پر وخت يې سترگې رڼې کړې . ورته ومې ويل :
-         ومې نه خوړې خو ډير مې درته وکتل .
ويې خندل . ومې پوښتله :
-         نه ښکلې يې ، نه مهربانه يې خو ولې ښه راباندې لگيږې ؟
-         ته ليونى يې .
-         ته هم په سر کې نه يې .
-         څو ماشومان لرې ؟
-         ماشوم به څرنگه ولرم چې هرې پېغلې ته ورنژدې شم په تندي يې ١٨٠ ليکلي وي .
-         وادۀ نه لرې ؟
-         نه .
-         څه کار کوې ؟
-         په يوه دوکان کې کار لرم ، ته څه کوې ؟
-         سبق وايم .
-         د ماشومانو پلار خو نه لرې ؟
په زوټه يې وخندل . :
-         نه ماشوم او نه يې پلار شته .
-         دغه ده چې داسې مرچکۍ يې ؟
-         بس که نو .
-         سمه ده اوس به نو زه ويده شم .
-         ولې ؟
-         کله د ابا وار وي کله د ادې .
-         کابل ځکه نه جوړيږي چې ستا غوندې ليوني پکې دي .
-         زه ويده يم .
-         که دا جهاز ولويد او مړه شو .
-         ښه خبره ده په خوب کې به مړ شم پوى به نه شم .
څه يې ونه ويل . ماته د رښتيا خوب راغلى و . يو وخت يې زما پر اوږه لاس کېښود . غږ يې پوست و :
-         پاڅيږه رارسيدلي يو اوس به جهاز کوزيږي .
-         ته لا دلته يې ؟
ويې خندل  . خندا يې له زړۀ راښکاره شوه . چې الوتکه کښېناسته راته ويې ويل :
-         ژوندي راورسيدو .
-         اوس مړه نه شې ؟
-         مطلب دې څه دى ؟
-         خو لاړه به شي ، لندن د غوايي کولمه ده څوک به دې پيدا کوي ، د موبايل نبمر درسره شته ؟
-         څه پرې کوې ؟
-         کابل او سوات يو کوم.
-         په لندن کې ؟
-         نه په جيهلم  کې ، خود په لندن کې .
-         نمبر وليکه .

د ٢٠٠٩ کال د جولاى ٢٤ مه
د لندن په وخت د ماپښين پاو کم دوه .
د اماراتو الوتکه له دوبۍ د لندن په لور .