جي۷: پر مېرمنو وروستي بندیزونه به افغانستان لا منزوي کړي

جي۷: پر مېرمنو وروستي بندیزونه به افغانستان لا منزوي کړي


  • 1 اونۍ دمخه (13/05/2022)
  • سمسور
  • 35

سمسور (۲۳غوایی۱۴۰۱) د نړۍ سترو اقتصادي هېوادونو (G7) ویلي، چې په افغانستان کې د ا.ا له خوا د افغان مېرمنو او نجونو په حقونو د لګېدلیو محدودیتونو له امله به افغانستان نور هم منزوي شي. 

د امریکا، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، چې په دې کړنو سره به افغانستان د نړیوالې ټولنې څخه لا څنډې ته شي. 

په اعلامیه کې همداراز له نوي سرپرست حکومته د مېرمنو او نجونو د حقونو د رعایت غوښتنه شوې ده. 

د چارو د یو شمېر کارپوهانو په باور، چې مېرمنې کار او نجونې زده کړو ته نه پرېښودل به د نوي سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو مسئله لا ستنوزمنه کړي.