د بیرغ سره فرضي مرکه!

د بیرغ سره فرضي مرکه!


  • 2 اونۍ دمخه (30/04/2022)
  • سيد سليمان شاه آشنا
  • 122

اشنا: تاسو ولی سپین نه یاست؟

ملي: زه پخوا هم سپین وم، خو د زمانو تاړاکونو اړ ایستم چې اتلس ځلي خپل رنګ بدل کړم.

اشنا: اتلس ځلي؟

ملي: هو لږترلږه اتلس ځلي. کله چې د ۱۹ پیړۍ وروستیو کې انګریزانو د درېم ځل دپاره زما په خاورې تیری وکړ، په ولس می توره تیاره راغله. د افغانستان هغه ویاړلی ولس یي په خپله خاوره کې اسیر او بندي کړ چې لمړی ځل یي په ۱۸۳۸/۱۸۴۳ کې په هلمند کې د انګریز یرغل مات کړی و. ما د غم نه تورې جامې واغوستلی. خپل رنګ مې تک تور کړ خو محراب او کعبه مې په خپل زړه سپین وساتل.

بیا کله چې زما زړور ولس او بچو په ۱۹۱۹ کې د ټولې خاورې د کور او بهر مسایلو کې خپلواکي اعلان کړه، خوشحاله شوم او د خوشحالۍ کالي مې واغوستل. زما کالي دری رنګه شول. 

محراب او منبر می د غنمو په خوشو کې وساتل او د لا إله إلا الله محمد رسول الله کلمه مې په سر ولیکه.

 

اشنا: دری رنګونه دی ولی وساتل؟

 

ملي: تور می ځکه پر ځان پریښودو چې هر نوی نسل می پدې پوه شي پلرونو او نیکونو یي د بهرني یرغل محرومه سیاسي او اجتماعي دوره تیره کړې.

سور می ځکه ورزیات کړ چې زما زړورو بچو د بهرني یرغل په وړاندې د وینې په بدل کې د خپل ولس او خاورې آزادي حفظ کړه.

زرغون مې ځکه ورزیات کړ چې تر مطلق خپلواکۍ وروسته زما ولس د یو مترقي، هوسا، او آباد افغانستان پر لور ګامونه اوچت کړي.

 

اشنا: مګر دا څوک دي چې بیا دی سپینوي؟

 

ملي: دا د هماغه انګریز لاسپوڅي دي چې پيړۍ پخوا یي راپسې هندیان، پنجابیان او د لوی هندوستان نور بیچاره ولسونه رالیږل او جنګول، خو چې درې ځل یی ماتې وخوړه، بیا یی په ډیر چل و ول په خپل قلمرو کې زما ګیرپاتې مظلوم او محروم ولسونه تیر ایستل او د خپل پلار او نیکه د کور ورانولو ته یی راولیږل.

 

اشنا: ته څنګه پوهیږی چې ستا خپل بچي یی تیر ایستلي؟

 

ملي: دا ځکه پوهیږم چې دوئ ډیر ساده او نالوستي دي. دوئ به د خپلو تورو فکرونو په څیر په نیمه شپه کې د څو زره روپيو بدل کې مکتب ته اور آچولو، زما ملي تاسیسات به یي په بمونو الوزول، جوماتونو کې به یی ځانونه الوزول، بندونو ته به یی ماینونه خښول، سرکونه به یی ورانول، د برق ستیشنې او پایې به یی ورانولی. د ولس امنیتي پوستې او قرارګاګانې به یی سوځولې. دا هرڅه ما ځکه لیدل چې زه به د هر مکتب، جومات، تعمیر، بندونو او پوستو پر سر جګه غاړه ولاړ وم.

دوئ اوس لوڅ کړم. د ټولو سیالانو په مخ کې یی په رڼا ورځ لغړ درولی یم او زما د ولس هماغه تاریخي دښمن یی خوشحاله کړی چې ددی نالوستو او سادګانو پلرونو او ولسونو په میړانه ورسره جنګیدل او زما پرده یي کوله، ملي او جهاني عزت یی راته ساتلی و.

 

اشنا: نو دوئ ولی په خپل ملي ویاړ او عزت نه پوهیږي؟

 

ملي: دوئ ملامت ندي. دا خبره څو دلیلونه لري. کله چې ما د ویاړ او عزت دری رنګه جامې اغوستلې، هماغه وخت د دوئ دری څلورو بی وجدانه پلرونو د پېسو او مقام په جنون کې د دښمن لمن ته ورغلل، خپل بچیان یی هم په هماغه غلامه روحیه وروزل او د خپلې خاورې د ورانۍ او بربادۍ دپاره د دښمن بم او باروت شول.

 

بله ډله زما د حاکمیت هغه مفسد او غله چارواکي وو چې بیت المال یی غلا کړ او د ولس د خدمت پرځای څو محدود خائینان پنډ شول او د ملت حق یی وخوړ. لدې امله ډیر پلرونه او مېندې بی وسه شوو او خپل ګلالي ماشومان یی پدې هیله چې ماشومان یی په نس ماړه او دین زده کړي، هغو مدرسو ته لاړل چې دښمن پکې د انسان ضد، بشریت ضد او قران ضد اعمال ورښودل. دا ماشومان لا ځلمکي وو چې د شهوت په قوت کې یي د جنت په حورو او شرابو نشه کړل او د خپلو خوئیندو، مېندو او تنکیو ورونو په وژنه، شکنجه او زنداني کولو یي لاس پوری کړ.

 

اشنا: فکر کوئ دوئ به یوه ورځ پدې حقیقت پوه شي؟

 

ملي: فکر نه کوم که ټول یي دا حقیقت درک کړي. خو د الهي رحم او علم زیات دی، که خدای ورحمیږي او دوئ ته د نیکۍ هدایت وکړي، شاید ډیر ژر د خپل میړني ولس او خپلواک هیواد پرضد د دښمن فریب او چال باندی پوه شي. دوئ د حقیقت په پوهیدلو شاید لمړی پخپله د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي او د ملي یووالي دپاره ما بیرته د خپلې تاریخي کلا (قلعه) په برجونو ورپوي.

او که هدایت ورته ونشو، شاید د زړور ولس د صبر کاسه ډکه شي او دوئ داسی ذلیله کړي چې نور هیڅکله زما طرف ته پورته هم ونه وګوري.