ساینس، تمدن او جګړه

ساینس، تمدن او جګړه


  • 3 اونۍ دمخه (27/04/2022)
  • فهیم سپینغر
  • 91

 

 

تمدن هرڅوک هر ډول تعریفوي. زه یې دلته له تعریف سره کار نه لرم. زه د تمدن مهم عنصر باندې خبرې کوم. تمدن په وسایلو ولاړ دی. د تمدن هرې مشخصې(کور، کالي، ډوډۍ، ترانسپورټ، هنرونو او علومو) ته وسایل اړین دي. وسایلو موږ له سمڅو را وایستو او د کورونو ننني حالت ته یې را ورسولو. موږ په هره تمدني دوره کې له ځانګړو وسایلو کورونه جوړ کړي. ان د ښار او کلي کورونه وسایلو بېل کړي. د ښار کورونو کې کارېدلي وسایل د کلي کورونو کې کم وینو. که ځېر شو زموږ مناسبات، وسایلو په ښاري او کلیوال مناسباتو ویشلي.  په همدې توګه موسیقي په وسایلو موسیقي ده. په شرقي موسیقي کې تبله، هارمونیه، رباب کاریږي. غربي موسیقي بیا جاز، پیانو او ګیتار کاروي. د موسیقي وسایلو موسیقي په شرقي او غربي ویشلې. په ټوله کې هر تمدن چې ډېر وسایل ولري، په نورو تمدنونو حاکم وي. نو وسایل د تمدن څرنګوالی بیانوي.  

 

تمدن په وسایلو تعریفیږي او وسایل له موادو جوړیږي- ګاډر له وسپنې، شپیلۍ له لرګي او آلوتکه له المونیم جوړه ده. تمدنونه د موادو له مخې په پنځو دورو ویشو-د ډبرې دوره، د برونز دوره، د وسپنې دوره، د سلیکان دوره او اوس د پولیمیر دوره. لومړنیو انسانانو کم مواد(ډبره، لرګی او خټه) درلودل. دوی کشف کړه که تودوخه زیاته او مواد له یوه بل سره ګډ کړي، نوي مواد جوړولی شي. له دې چې شاوخوا مواد یې محدود وو، نو محدود نوي مواد یې جوړ کړل (له ریاضي پوهیږو چې محدود متحولونه محدود ترکیبونه راکوي). ورو ورو پوه شول چې مواد جوړښت او ځانګړنه لري. د موادو جوړښت او ځانګړنه اړیکه کې دي. تر دې چې نور مخته ولاړل د موادو جوړښت او ځانګړنه کې یي لاس وواهه او د ځان په خوښه یې بدل کړل. په دې سره انسان زرګونه ډوله مواد جوړ کړل. دغه مواد نن زموږ د پرمختللې او مغلقې ټولنې اړتیاوې پوره کوي. نن چې څومره وسایل موږ وینو له دغه موادو جوړ دي. دغه زرګونه ډوله مواد موږ په درو ډلو ویشو، فلزات، سرامیک او پولیمیر. دغه درې ډوله مواد یې له یوه بل سره یوځای کړل، ترکیبي مواد او پرمختللي مواد( نیمه هادي‌، هوښیار مواد، نانو مواد، بایو مواد) یې ترې جوړ کړل. لومړنیو انسانانو له ډبرې وسایل جوړول دا دوره د ډبرې تمدني دوره وه. بیا د برونزو تمدني دوره راغله چې پکې له برونزو وسایل جوړېدل. د وسپنې له کشف سره یې له وسپنې وسایل جوړول چې د وسپنې تمدني دوره نومیږي. په دې وروستیو کې سلیکان کشف شو او وسایل ترې جوړ شول چې د سلیکان دوره یادیږي. او نن سبا پولیمیر کشف شو او د انسان د اړتیا وړ وسایل ترې جوړوي. موږ په پولیمیر تمدني دوره کې ژوند کوو. نو په ټوله کې ویلی شو چې هره تمدني دوره د هغه دورې د موادو په مرسته مشخصیږي.

 

مواد د جوړښت او ځانګړنو له مخې یې تعریفیږي. د موادو جوړښټ د موادو د داخلي اجزاوو نظم بیانوي- مواد اتومي او مالیکولي جوړښتونه لري. مواد بهرنیو تحریکونو ته غبرګون ښيي. د بهرني تحریک پر وړاندې د موادو غبرګون ته د موادو ځانګړنه وايي. مواد شپږ ډوله( میخانیکي، برېښنايي، تودوخیزه، مقناطیسي، نوري او تعاملاتي) ځانګړنې لري. نن انسان د موادو په جوړښت او ځانګړنو کې بدلون راولي او پرمختللي مواد ترې جوړوي. مثلاً مواد یې له میخانیکي اړخه عالي کړي بیا یې کلک وسایل (تراکتور، کوماز او...) ترې جوړ کړي. یا یې د موادو مقناطیسي او برېښنايي ځانګړنو ته وده ورکړې مغلق وسایل (مبایل او کمپیوټر) یې ترې جوړ کړي. نن په مبایل کې پرېمانه فلمونه لرو، دا فلمونه یو وخت په ویډیوکسټونو کې ثبت وو. د یوه ویډیوکسټ اندازه د مبایل له اندازې ستره وه. د موادو ځانګړنو کې لاسوهنې نن پرمختللي او مغلق وسایل راکړي. مخکې مو تمدنونه د موادو له اړخه په پنځو (ډبره، برونز، وسپنه، سلیکان او پولیمیر) دورو وویشل او ومو ویل چې تمدني پرمختګ د موادو له پرمختګ سره تړلی. پوښتنه دا ده چې ایا مواد خپله پرمختللي/عالي شوي؟ له موادو پخپل سر وسایل جوړ شوي؟ ښکاره ده چې نه، په هره تمدني دوره کې د هغه دورې ساینس‌پوه موادو کشف کړي، عالي کړي او بیا یې وسایل ترې جوړ کړي. نو که ځېر شو د تمدن په جوړېدو او پرمختګ کې ساینس‌پوه مهم نقش لري.

 

عالي وسایل/توکي قیمتي توکي وي. توکي نه یوازې مصرفي، بلکې تبادلوي ځانګړنې هم لري. د پیسو له اختراع سره توکي له پیسو سره تبادله کیږي. عالي توکي له ډېرو پیسو سره تبادله کیږي. ځکه د توکي تبادلوي ارزښت په توکي د کار ترسره کېدو په اساس ټاکل کیږي. مثلاً په لاس ګڼدل شوې غاړه تر ماشیني غاړې ځکه قیمته ده چې ډېر کار پرې شوی.د توکو تبادلوي ځانګړنې له امله، ټول انسانان عالي وسایل نه لري. که عالي وسایل رانیسي باید ډېرې پیسې ورسره تبادله کړي، ډېرې پیسې له کمو خلکو سره دي. ساینس‌پوه له ځانه پرديتوب سره مخ کیږي. ځکه هغه څه چې د دوی د مغزي کار په زور جوړ شوي او بازار ته راوتلي، دوی یې نشي رانیولی. دوی له خپل محصول پردي دي. په دې توګه ساینس‌پوه دا خپل رسالت ګڼي چې ارزانه عالي وسایل جوړ کړي. د عالي او ارزانه وسایلو جوړولو په موخه ساینس‌پوهان له آدمه تر دې دمه څېړنې کوي.

 

حاکمان د ساینس‌پوهانو څېړنې د ځان په ګټه کاروي. هغه څېړنو ته وده ورکوي چې د دوی حاکمیت ساتي. دوی د خپل حاکمیت ساتلو لپاره له ساینسي څېړنو غیراخلاقي او غیرانساني کار اخلي- حاکمان له ساینسي څېړنو د وسلو په جوړلو کې کار اخلي. مثلاً انشټین د (E=mc2) معادلې په کشف سره وښودله چې ماده په انرژي اوړي او بالعکس. د انشټین نیت دا و چې اوس به د انرژي ارزاني شي او ټول انسانان به ګټه ترې واخلي. خو حاکمانو د انشټین له دغه فورموله اتومي بمب جوړ کړ او په یوه ولس یې وکاروو. حاکمان، رواناً ساینس‌پوهان ځوروي. نن له اتوم بمب سره انشټین په بدو یادیږي. خو د (هري ترومن) نوم، چې د امریکا جمهور رئیس و څوک نه پیژني. ترومن د اتومي بمب جوړولو او په جاپان هېواد د غورځولو امر وکړ. نیوکه د انسان طبیعت کې ده. په جابر حاکم نیوکه د سر په بیه تمامیږي، نو عوام د سر ساتلو لپاره په بیچاره ساینس‌پوه نیوکې کوي او هر رنګ ته یې پیش کوي. د بخت زاده دانش شعر د ساینس‌پوهانو له حال سره سمون لري: ما به داسې رنګ کې پیش کړي چې بیخي به زما نه وي(((((()))))) بې ګناه به ګناهکار یم ما به کړې ګناه نه وي.

 

تاریخ وايي ساینس‌پوهان د حاکمانو له غیرانساني کړنو تر سوږمو راغلي وو. ساینسپوهانو، د حاکمانو غیراخلاقي کړنو د مخنیوي لپاره اعتراضونه کړي. دغه اعتراضونه انفرادي او عمومي وو. انشټین د اتوم بمب کارولو وځوروه. ځان یې ملامت احساسوه، ځکه یې د جګړې درېدلو او نړېوالې سولې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي. په 1955 کال کې برتراند راسل- ریاضي‌پوه، د جګړې پر وړاندې د ساینس پوهانو اجماع جوړول پیل کړل. په همدې تړاو د 1955کال د اپریل میاشتې په 5مه، راسل، انشټین ته لیک واستوه. د لیک ژباړه:   

 

« ګران انشټیه!

 

ما فکر وکړ او له خلکو سره وغږېدلم، څه باید وشي چې د جګړې پر وړاندې د اکثریت ساینس‌پوهانو احساس اغیزناکه شي. فکر کوم لومړی باید د مشهورو کمونیست، غیرکمونیست‌، غربي او شرقي ساینسپوهانو له لورې د جګړې د پایلو په هکله یوه ګډه بیانیه ولیکل شي. د دغه بیانیې مسوده له دې لیک سره مل/ضمیمه کوم، او هیله لرم چې تاسو به لاسلیک پرې وکړئ. له دې لیک سره مې د هغه کسانو لیست هم مل کړی چې دغه بیانیه به لاسلیکوي. کله چې کافي لاسلیکونه ترلاسه شول، فکر کوم دویم ګام به د یوې نړېوالې ساینسي کنګرې/غونډې جوړول وي. دغه غونډه به د لاسلیک کوونکو له لورې بلل شوې وي، ترڅو له دې لیک سره مل مسوده، د پریکړه‌لیک په توګه اعلان کړي. باور لرم په دې توګه به هم حکومتونه او هم عوام د اوضاع جدیت ته متوجه شي. په ټوله کې، فکر کوم ښه به وي په دې پړاو کې یوازې ساینس‌پوهان وي، نه د نورو برخو کسان، مثلاً (آرنولد تایونبي) چې تاسو یاد کړی. ساینس‌پوهان احساسوي چې په دې هکله ځانګړی مسئولیت لري، او لري یې هم؛ ځکه د دوی کارونه په غیرعمدي ډول د اوسني خطر لامل شوي. سربېره پر دې، د نورو برخو د فعالینو را ګډول به د کار غیرسیاسي والی له ستونزو سره مخ کړي. ستاسو ارادتمند، برتراند راسل»

 

انشټین او نورو ساینس‌پوهانو مسوده لاسلیک کړه. انشټین له لاسلیکولو یوه ورځ وروسته مړ شو. د انشټین په څېر ډېر ساینسپوهان په همدې ارمان مړه شوي. جابر حاکمان لاهم ساینسي څېړنې د انسان په ضد کاروي، بې‌خیاله ګرځي او څوک څه نه ورته وايي.

 

ساینس‌پوهان د تمدن جوړونکي او حاکمان یې ورانوونکي دي. خو اوسني ساینس‌پوهان بیا یو ډول ستونزه لري. اوسني ساینس‌پوهان څېړنې کوي، خو نه پوهیږي چې ولې څېړنې کوي، دغه څېړنې به څوک څه ډول کاروي. په اوسني عصر کې چې سیاسي شعور د میډیا تر ژور اثر لاندې دی، ساینسپوهان نه پوهیږي چې نورو انسانانو ته یې څېړنې، بالقوه او بالفعل څومره مُضرې تمامیږي. اوسني ساینسپوهان دوکتورا او په سترو لابراتوارونو کې کار کولو ته خوشاله وي. همدا یې ارمان او د ژوند لویه هیله وي. دوی نه پوهیږي چې حاکمان یې څېړنې څومره وحشیانه کاروي. اوسني ساینس‌پوهان باید پوه شي چې حاکمانو د دوی د څېړنو په زور ټوله نړۍ بې‌نظمه او له خطر سره مخ کړې. د فزیک، کیمیا او بیولوژي متخصصین همدا اوس په داسې حال کې په څېړنو بوخت دي چې حاکمان (دولتونه) یوه بل ته د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو د کارولو ګواښونه کوي. که اوسني ساینس‌پوهان د انسانیت او مدنیت لپاره ساینس ته کار کوي، نو همدا اوس باید له څېړنو بایکاټ وکړي. اوسني ساینس‌پوهانو ته به د ډاکټر احسان الله درمل شعر ولیکم او دا لیکنه به په همدې ځای ختمه کړم:   

 

پاڅئ، پاڅئ ای پښې لوڅو، سر ببرو

 

پاڅئ، پاڅئ ای له ځانه ناخبرو

 

پاڅئ، پاڅئ څو به ستاسو بخت چپه وي؟

 

پاڅئ تخت به وي ترڅو د بختورو؟

 

پاڅئ څو به ته بې درده نړۍ وینې

 

چې یې ستا په خولو دي ماڼۍ رنګینې

 

پاڅه ته به څو خوراک یې د وږسترګیو؟

 

څوک دې هډ شپیلي او څوک دې زبېښي وینې

 

دا بنګلې چې هسکې دي د هسک تر څوکو

 

جوړې شوي ستا له غوښو له هډوکو

 

پاڅه څو به لکه زاڼه ژاړې باز شه

 

له ښامار نه سترګې وباسه په نوکو

 

پاڅئ هیڅ په ناسته نه کیږي تکل کړئ

 

د تیارو په خلاف هر یو څراغ بل کړئ

 

د جابر په ضد وروستۍ جګړې ته ووځئ

 

بالاخره خپل سپیره تقدیر بدل کړئ