د ګلونو ګېډۍ

د ګلونو ګېډۍ


  • 1 مياشت دمخه (13/04/2022)
  • وږمه سبا عمر
  • 112

 تورپیکۍ په دفتر کې د کار د مېزشاته ناسته وه. سبا ته د کوچني اختر اوله ورځ وه. هوا سمه توده وه. د مېز په سر ورته د کافي ډکه پیاله پرته وه، دوه غوړپه یې ورنه وکړل، نوره یې حوصله تنګه شوه، له ځایه پاڅېده، مخامخ د دفتر کړکۍ خواته لاړه، د شعبې د ټولو همکارانو ورته پام وو چې دا څو ورځې دا ښځه بدله بدله ښکاري. ټولو سوچ کاوه چې خاوند به یې بیا بلا نوشي کړې وي.

 پیکۍ او مېړه یې دواړو په یوه دفتر کې کار کاوه. تېره ورځ یې چې مېړه دفتر ته ننووت نو ښه نه برېښېده، حبیب ترې د خبرونو پاڼې واخېستې او ترپایه خبري سرویس هغه وړاندې کړ. 

پیکۍ نن بیا د تل په څېر لاندې لارې ته کتل، له دفتر څخه ووته، حبیب غلي معصوم ته وکتل، په سترګو کې یې یو بل ته د کافي په بهانه د پاڅېدو اشاره وکړه او لاندې کافي شاپ ته ورکوز شول.

معصوم حبیب ته کړل: 

- پیکۍ ته ولې دا څو ورځې چوکۍ ځای نه ورکوي؟ مېړه خو یې بیا پرون ښه نه و …

- نه بابا! هغه د مېړه څه پروالري؟ که یې درلودی .... سره به یې تارنه غځاوه.

- هو دا خو ده.

حبیب معصوم ته د تېرې ورځې کیسه راخیستې وه چې د تورپیکۍ خاوند سم فول نشه له کوره راغلی و، بس ده ته یې دومره ویلي وو، چې طبعیت یې سم نه دی، نو ځکه د هغه پر ځای ده خبرونه لوستلي وو ځکه چې د راډیو خپرونې باید بې له ځنډه خپرې شوې وای. 

دوی دواړو په مزه مزه کافي څښله او د تورپیکۍ کیسې یې هم سره راخیستې وې. د کافي شاپ له کړکۍ نه یې ولیدل چې پیکۍ د دفترنه ووته او د موټرو د پارکنګ په لوري روانه شوه. 

هغوی یو بل ته ماناداره وکتل، سرونه یې وښورول، معصوم وویل: 

- دا به معلومول غواړي؟ 

حبیب ځواب ورکړ:

- بلکل. 

هغوی دواړه بېرته دفتر ته ستانه شول. معصوم حبیب ته وویل چې د پیکۍ خاوند د اختر د خوشالۍ په پلمه ماښام (ډسکو کلب) ته وغواړي، چې د غوټې سر معلوم شي چې خبره چېرته ده؟ د دې لپاره چې پیکۍ نه د املا وه او نه د انشا، بس لکه اسماني تندر پر دوی لوېدلې وه، بس یواځې ښه موټروانه وه او خپله ځواني یې ښه ساتلې وه. ټوله ورځ یې د سرو شونډو په خندا زیات شمېر همکاران بوخت ساتلي وو، خو د اکثرو رپوټونو لپاره یې په لرې لرې وطنونو کې داسې کمعقل یاران ساتلي وو، چې لا مخ به دې اړاوه، دې به تیار لیکلی رپوټ له کمپیوټر څخه پرنټ کړی و، او په لوستلو کې به یې بیا بنده بنده کېده. رپوټ به یې تر هغې ولوست چې غلطي به یې اصلاح شوه. 

حبیب او معصوم پرې پوهېدل چې پیکۍ څومره استعداد لري؟ خو د هغې د خاوند په احترام یې ورته څه نه ویل. د پیکۍ په خاوند یې زړه درد کاوه، هغه ورته زیات معصومه ښکاریده.

حبیب د ټیلیفون غوږۍ پورته کړه او د پیکۍ د خاوند د موبایل لمبر یې ډایل کړ: 

- هلو څنګه یې؟ 

- ښه یمه مننه کور ودان. 

هغه ورنه پوښتنه وکړه:

- زما خوا ته راځئ؟

حبیب ورته وویل: 

- نه هیله کوم نن ماښام ….. کلب ته راځې؟ د اختر شپه ده، زه اومعصوم روان یو؟ 

- ته ودرېږه چې د پیکۍ څخه پوښتنه وکړم، بیا به احوال درکړمه؟ 

- ښه سمه ده زنګ به را ووهې.  

شپه تر نیمایي اوښتې وه، د پیکۍ خاوند خپل سر د حبیب په اوږه ایښی و. حبیب د هغه ترملا لاس تاو کړی و او درې واړه د کلب مخې ته د ولاړ ټیکسي په لوري روان وو. د پیکۍ خاوند حبیب ته کړل: 

- پیکۍ په دې سوچونو کې ده چې د دفتر نوي شوقي بوډا مشر ته څه ډول ګپ ورکړي.

د هغه د دې خبرې سره درېواړه په خندا شول. 

د اختر په پینځمه سهار وختي د پیکۍ د دفتر په مېز د تازه او قیمتي ګلونو غټه ګېډۍ پرته وه چې خوشبویۍ یې د دفتر ټوله فضا په سر اخیستې وه. د پیکۍ شونډو هم د ګېډي په منځ کې د سور ګلاب رنګ خپل کړی و. 

د مې اتلسمه، کال ۲۰۱۵ 

پراګ