امریکا کې د افغانستان سفارت د اقتصادي ستونزو له امله تړل کیږي.

امریکا کې د افغانستان سفارت د اقتصادي ستونزو له امله تړل کیږي.


  • 2 کاله دمخه (12/03/2022)
  • سمسور نیوز
  • 963

‏نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې د افغانستان شتمنۍ امریکا کې کنګل شوې چې له همدې امله د افغان سفارت بودجه هم کنګل ده او دغه سفارت له ستونزو سره مخ دی.

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، له همدې امله ټاکل شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې دغه سفارت وتړل شي. بلخوا امریکا په دغه سفارت کې مېشتو ديپلوماتانو ته ویلي چې ژر تر ژره په امریکا کې د قانوني اوسېدو او یا بشردوستانه وېزو لپاره خپلې غوښتنې وسپاري.