خوشحال خټک د خپلې زمانې هېنداره

خوشحال خټک د خپلې زمانې هېنداره


  • 2 کاله دمخه (21/02/2022)
  • ډاکټر محب الله زغم
  • 1817

د پښتو ادب په کلاسیکه دوره کې خوشحال خان خټک تر ګردو زیات اثار کښلي دي، د مېجر راورټي په وینا تر ۲۵۰ زیات کتابونه یې لیکلي دي. سره له دې چې د ده ټول اثار نه دي موندل شوي خو سړی د هغه د شته اثارو له مخې دا منلی شي چې دومره ډېر کتابونه به یې کښلي وي. د خوشحال بابا د اثارو ګڼوالی دوه عمده دلیلونه لرلای شي؛ یو دا چې د شاعرۍ روانه طبع یې درلوده او هرڅه یې په اسانۍ سره نظم کولای شول، بل دا چې ده د خپلې هرې تجربې او مشاهدې لیکلو ته لېوال و. له خصوصي او کورني ژونده رانېولې، د باز د ساتنې تر رموزو، د یوناني طب تر مسایلو، له مغولو سره د جګړې تر حالاتو، ... او د خپلو باورنو تر بیانه پورې هر څه د ده لپاره د شعر موضوعات وو.

که یوازې د خوشحال بابا څلوریزې راواخلو، د ژوند داسې اړخ به په مشکل سره پیدا کړو چې ده نه وي بیان کړی. راځئ چې یو څو شېبې د دې جام جم ننداره وکړو.

ته یو طلسم یې، بې اعتباره 

له خاکه، باده، له آبه، ناره

اول هم هېڅ وې، بیا به هم هېڅ شې 

په ځان خبر شه، د خدای د پاره

د یونانو د لرغونو فیلسوفانو په باور ټوله هستي له څلورو عناصرو رغېدلې ده، اور، اوبه، خاورې، او باد. خوشحال بابا انسان هم د هستۍ د یوه جز په توګه له همدې عناصرو رغېدلی ګڼي او خپل هېڅتوب ورته ښکاره کوي چې له کبر او غروره دې ځان وساتي. عین خبره په دې بله ښکلې څلوریزه کې کوي او د انسان ژوند لکه په حباب کې ایساره هوا ګڼي:

چرته غره ولاړ یې، په باد مغروره

حباب ته ګوره، بلا دې دوره

نیستي هستي یې، فنا کېدل دي

واړه ستا چار ده، درته حضوره

ویل کېږي چې لوی شاعران د ټولنې د عامو باورنو او دودونو پروا نه کوي. په بله وینا د باد د وزېدو له لوري سم نه الوځي، بلکې مخالف لوری نیسي. طبیعي ده چې د باد په مخالف لوري الوتل، سخت دي، ډېره انرژي، ډېر ځواک او حوصله غواړي. عام وګړي پر خپل قام او توکم ویاړي، خپل قوم او خېل ورته اصیل او تر نورو غوره ښکاري خو خوشحال بابا د خپل قوم مخې ته لکه هېنداره درېږي او خپل عیبونه ورښيي:

تیرا مې ولیده، راغلم تر سواته

پښتون مې ولید، دا لوی لوی ذاته

عقل همت مې، د چا نه ولید

په بېرته راغلم، ناست یم ملا ماته

هر کار په خپل وخت کې خوند کوي. د ژوندانه د هر پړاو غوښتنې بېلې دي او هوښیار خلک د عمر له غوښتنو سره ځان سموي. خوشحال بابا همدا خبره داسې کوي:

چې د شیخیه، نمط لرینه

شیخي دې کاندي، په ږیره سپینه

ځواني به ولې، ابته ځینه

ښه مخ دې ګوري، شراب دې څښینه

په فضا کې میلیارډونه کهکشانونه دي، په هر کهکشان کې میلیونونه ستوري (لمرونه) او د هر یوه ستوري چارچاپېره لسګونه سیارې. زموږ ځمکه د دغو بې سر و پایه کهکشانونو په منځ کې دومره وړه ده لکه په لوی بیابان کې د شګو یوه ذره. پخوانو ګومان کاوه چې ځمکه د هستۍ او د کایناتو مرکز دی، لمر او ستوري تر ځمکې راڅرخي. دا مفکوره د انسان د خودخواهۍ زېږنده وه. دا چې انسان د ځمکې پر مخ اوسېږي نو په حقیقت کې ده ځان د هستۍ محور ګاڼه. خوشحال بابا چې ځمکې ته ګوري او اسمان ته ګوري، حیرانېږي چې د دومره لویو هستیو د خلقولو مطلب څه دی:

حیران یم پاکه، پروردګاره

تا چې پیدا کړل، دا دواړه داره

محتاج هېڅ نه یې، د څه د پاره

دا هومره نقش، هومره نګاره

سړی که هرڅومره شتمن هم وي، د پیسو په لګولو کې احتیاط کوي. خوشحال بابا خبرې له مرغلرو سره یو شان ګڼي او وايي چې بې ځایه یې مه کاروه:

خپله خبره، ده مرغلره

بې فکره مه وایه، خپله خبره

پند مې په یاد لره، که مې نېکخواه ګڼې

څو چې توانېږې، خبره نغره

خو هره خبره هم نه شو پټولای. میرزا عبدالقادر بېدل وايي:

راز ناګفته ګشته ایم رسوا / عشق مانند مشک بو دارد

او خوشحال خان وايي:

بلبل د ګل دی، ګل د بلبل دی

بلبل هورې غواړه، هورې چې ګل دی

مینه به پټه، د هېچا نه شي

خپل بوی د مښکو، په ځان چغل دی

دی څرنګه چې ټولنې او خپل چاپېریال ته ځیر و، هماغسې د انسان نفسیاتو ته هم ځیر و. نن سبا ارواپوهانو ځینې نښې نښانې کشف کړې دي چې دروغجن یا هغه څوک چې خبره پټوي، پرې معلومولای شو. د بابا دغه څلوریزو همدغو نښو نښانو ته نغوته ګڼلای شو.

د چا چې ډک وي، زړګی له رازه

که په ویل یې، نه کا خوله وازه

یا یې له خولې نه، څه بوی روان شي

یا به یې رنګ وي، د مخ غمازه

پخوا چې واکمنان د زور او لښکر په مټ واک ته رسېدل، په ډېرو چارو کې ټولواک او مطلق العنان وو. دوی هم قانون جوړوونکي وو، هم د قانون پلي کوونکي. له دوی سره دوستي او دښمني دواړه خطرناکې وې ځکه چې په نه خبره به یې خپلو نژدې کسانو ته هم سختې جزاګانې ورکولې. نو خوشحال بابا وګړو ته داسې مشوره ورکوي:

د ملوکانو د قرب بامونه

لوړ دي پرې مه خېژه، په ډېر ګامونه

که ناګهانه، ورځنې ورغړې

روغ به بیا نه مومې، خپل اندامونه

خو په عین وخت کې بیا چارواکو ته لازمه ګڼي چې دا صفتونه په ځان کې وروزي:

سردار ته بویه، دا یو څو څیزه

چې مېړنی وي، زما عزیزه

داد و دهش لري، دین و دانش لري

نه بې راستۍ وي، نه بې تمیزه

د عثماني ترکیې د امپراتور سلطان سلېمان په اړه د جوړ شوي سریال په یوه صحنه کې، د ده وزیر ابراهیم د یوه جنګ قوماندان دی. دی خپلو افسرانو ته وايي چې پر دښمن به له دغو درېیو اړخونو برید کوئ. هغوی وايي چې ولې یې چارچاپېره محاصره نه کړو؟ دی وايي که دښمن پوه شي چې د تېښتې هېڅ لاره نه لري نو تر پایه به جنګېږي او که داسې وشي، زموږ عسکر به هم ډېر ووژل شي. خوشحال بابا واکمنانو ته سپارښتنه کوي چې د جنګ په څنګ کې دې سولې ته هم لاره پرېږدي:

چې سر یې خوږ نه شي، سړی چې داغ کېږدي

هرڅوک پوهېږي، ځان ته بلا ږدي

له چا چې جنګ کړې، روغه په زړه لره

هوښیار په جنګ کې، د روغې ځای پرېږدي

یا دا:

غلیم هوښیار ښه دی، که مرګ دې غواړي

ډېر به تر جنګه، په آشتۍ ویاړي

هوښیار چې نه دی، غلیم یې مه ګڼه

پرېږده په خپله، به خپل ځان وژاړي

خوشحال خان عقل فطري او د خدای ورکړه بولي:

یو بخت، بل عقل، دا دواړه څیزه

د مور له بطنه وي، زما عزیزه

که د څښتن دی، که د مریی دی

که یې مېرمن لري، که یې کنیزه

خو فطري عقل ځمکنی عقل ګڼي او په څنګ کې بل عقل راپېژني چې هغه د زده کړو په وسیله حاصلېږي او دی یې اسماني عقل بولي:

عقل د مځکې یا د آسمان دی

چې دواړه نه لري، هغه حیوان دی

عقل د مځکې، د مور د نسه دی

چې د آسمان دی، د دبستان دی

همدارنګه عقل لکه مېوه د قدر شی ګڼي. پخوا به مېرمن یوازې ازادو ښځو ته ویل کېدل، دی وايي وینځه هم په عقل د مېرمنو مقام ته رسېږي:

ځینې که وینځې وي، لکه مېرمنې وي

ځینې مېرمنې د وینځو کنې وي

عقل هنر بویه، په آدمزاد کې

مېوه چې ښه لري، قدر د ونې وي

خو دی د خپلې ټولنې په څېر ټولې ښځې کم عقلې او تر نرانو ټیټې ګڼي:

ښځې په اصل، کږې ناسمې دي

په عقل کمې، په دین هم کمې دي

شومت یې اور دی، چې چېرته لګي

په دم پېرۍ، په دم آدمې دي

یا:

که مرد یې مه پرېږده مردي له دسته

مرد دی د پاسه، ښځه ده پسته

مرد چې تر ښځې، پورې زبون شي

مردي یې نیست شوه، ښځه شوه هسته

ښځه ورته دومره خواره ښکاري چې وايي د غلیم او بدخواه خبره دې ومنه خو د ښځې مه منه:

د ښو خبره ده، په هر چا فرضه

درته به وکړم، پوره دوه عرضه

د بدخواه ومنه، د ښځو مه منه

له مرګه مه تښته، تښته له قرضه

بل ځای بیا د ښځې اهمیت یوازې د اولاد په زېږولو پورې محدودوي:

ښځه چې ځوانه ده، هومره صحت ده

څو چې زړه ده، هومره زحمت ده

اولاد چې بد راوړي، مېرمن مه وینه

اولاد چې ښه راوړي، وینځه نعمت ده

موږ پوهېږو چې د بې عیبه انسان موندل خورا سخت دي خو خوشحال خټک بیا نر ته په دې سترګه نه ګوري او یوازې ښځه ورته د عیبونو ګوډی ښکاري:

ښځه چې خلاصه وي، له هره عیبه

زړه یې خالي وي، له مکره، ریبه

په مصلحت به یې، چېرته بیا مومې

مګر پیدا شي، چېرته له غیبه

دی وايي چې آس، ښځه، توره او نیزه بې وفا شیان دي:

وفا ترې مه غواړه، دا دوه درې څیزه

چې بې وفا دي، زما عزیزه

یو آس، بل ښځه، که هر څو ښه وي

درېیمه توره، ورسره نیزه

دی وايي لوڼې یوازې هغه وخت تر زامنو ښې دي چې په زامنو کې هنر نه وي:

څو تجربه نه کړې، خپل زویه، وروڼه

هومره د دیو، په کار مه موڼه (موڼل = ویاړل)

زویه هغه دی، چې ځان څرګند کا

ګڼه بهتر دي له زویه، لوڼه

ده ته چې لوڼې هسې هم بې ارزښتې ښکاري، د زامنو ارزښت هم په هنر پورې تړلی ګڼي:

هنر چې نه لري، که مې پسر دی

چې څوک یې یاد کا، درد مې د سر دی

که بېګانه وي، چې یګانه وي

یا مې لېمه دی، یا مې ځیګر دی

که خوشحال بابا د ښځو په اړه داسې له تبعیض او تعصبه ډک نظر لري خو په څنګ کې یې بیا له تعصبه داسې پاک فکرونه هم پالي:

سړي په اصل، سره یکسان دي

که چوهړي دي، که بادشاهان دي

فرق یې په فعل، په خوی هنر وشو

ځکه دوی هسې، سره شان شان دي

د ده په باور د انسانانو تر منځ د رنګ توپیر خدايي چاره ده:

هند کې تورسکاڼ دي، له موره پلاره

پښتانه واړه سره سپین اې یاره

تاثیر که تخم، آب و هوا لري

ته واړه وګڼه، له کردګاره

او د هندو او مسلمان د عبادتونو د توپیر شا ته څه نور مطلب ویني:

هندو چې بت وته هسې نسکور دی

مومن مخ ایښی د کعبې په لور دی

دا دواړه توکه، رسم و عادت دي

ویده عالمه، مطلب څه نور دی

حمزه بابا چې د تصوف او عرفان پلوی و، د خدای له ټولو مخلوقاتو سره مینه یې لازمي بلله او د اشنایۍ معیار ورته د چا انسانیت و نه مذهب یې، لکه چې وايي: حمزه ډېر مسلمانان شته، هم کافر شته په دنیا کې/ زه آشنا د هغه کس یم چې روش یې د انسان وي. خوشحال خان هم د یارۍ لایق هغه بولي چې مهر، رښتینولي او وفا لري:

د ما د یار، په یارۍ کار دی

که مسلمان دی، که زنار دار دی

که مهر مینه وفا راستي لري

نور څه یې مه ګوره چې پوره یار دی

انسان ځانغواړی دی، ځانغوښتنه سړی نه پرېږدي چې خپل عیبونه وویني. د نورو په اړه قضاوت اکثره وخت زموږ د فکر زېږنده وي. بابا راته وايي:

خپل بد خویونه، بد خوی هنر ګڼي

په ځان که خاورې وي، خاورې هم زر ګڼي

په ځان چې څه وي، بل هم هغه ګڼي

یو چې کافر وي، بل هم کافر ګڼي

دی باورمن دی چې د انسان ښېګڼه نورو ته په خیر رسولو کې ده:

راشه ښېګڼه، د ونو ګوره

خپل ځان په نمر کا، بل کا تر سیوره

په سنګ یې ووله، مېوه درواچوي

خصلت له ونې، واخله اې وروره

همدارنګه د نورو د عیبونو پټول، مدارا او بخښل د انسان غوره صفتونه بولي:

که سروري غواړې، د هرچا وړونی شه

پرده پوشي کوه، لکه پړونی شه

که بد ګفتار دی، که بدکردار دی

چې عذرخواه شي، اواره کړونی شه

د انسان او دېو تر منځ توپیر په دې کې ویني:

آزار د خولې دی، آزار د لاس دی

له دواړو خلاص دی، هغه چې ناس دی

سړی به نه وي، هغه به دد وي

چې په دا دواړه، توکه الماس دی

دی وايي چې ښه او بد د چا په ذات پورې نه وي، بلکې د هغه په اعمالو پورې وي. دا خبره په څومره ښکلې تشبیه سره کوي:

باڼه که هر څو د سترګو زېب لري

چې ورکاږه شي، بلا آسېب لري

زویه که ښه دی، تور دی د سترګو

زویه که بد شي، ماران د جېب لري

بل ځای وايي:

چې د تازي سره، د ټټو رګ وي

کله تازي غوندې، په لار یې تګ وي

رنګ ته یې مه ګوره، عمل یې ګوره

که سور که سپین وي، که تور که برګ وي

خو ځینې خاصیتونه بیا ذاتي بولي. ارواپوهنه وايي چې د انسان لاشعور د هغه د ډېرو کړنو رهبر دی او د انسان شخصیت د عمر په لومړیو پنځو کلونو کې جوړېږي نو د چا د خصلت بدلول اسانه کار نه دی. 

پونډه په اور کې، ګونه ګونه شي

کاڼی په اور کې، ګچ یا چونه شي

عادت به هېچېرې د ناکس نور نه شي

که اور یې پورې په درونه شي

---------

په باغ په راغ کې، کرل هرڅه شي

په خپل خپل اصل، بیا واړه وشي

که لویول یې په شودو پۍ وي

مولۍ مولۍ ده، نور څه به نه شي

خو ځینې عادتونه بیا سمېدای شي او که انسان هڅه وکړي پر خپلو ځینو عیبونو بر کېدای شي. بابا همداسې یو عیب یعنې د بل د مال خوړل او په حرامو د نسل مړول داسې ګڼي:

بته تل لامبي، اوبه تل مومي

بدبوی یې ولې، له تنه درومي؟

بدبوی یې ځکه درومي له تنه

هره بلا ځي، د دې تر کومي

خوشحال بابا د خپل ژوند مختلف پړاوونه په خپلو شعرونه کې انځور کړي دي او د ځان، خپلې کورنۍ او د خپل وخت د حالاتو په اړه یې کافي معلومات راته پرېښي دي:

څومره دې خوا ده، وما ته ډکه

چې تشوې یې، په ما فلکه

هم دې پیري کړه، په ما تعیینه

هم دې مېرڅي کړه، د مغول رالکه

په خپل زړبودن کې هم له مینې نه دی پاتې شوی:

خوشحاله زوړ شوې، سړی چې زوړ شي

د مهوشانو، له مینې موړ شي

ته څو زړېږې، لا میین کېږې

زړه به دې کله ترې موړ یا سوړ شي

زموږ ځینې خلک په زړښت کې ځوانه ښځه کوي. دوی د نر او ښځې د عمرونو تر منځ توپیر ته اهمیت نه ورکوي، نه پوهېږي چې دا کار پر ځوانې ښځې ظلم دی خو خوشحال بابا ورته داسې وايي:

زوړ که بادشاه وي، که اولیا وي

د ځوانې ښځې، ځنې بلا وي

زوړ یې که هر څه، د ځان مزدور شه

د ځوانې ښځې، نوره هوا وي

او پوهوي یې چې زوړ دې د ځوانۍ هوسونه نه کوي:

تازي چې زوړ شي، په قدر خر شي

مزری چې زوړ شي، تر شغال بتر شي

زوړ دې دماغ، د ځوانۍ نه کا

په دا ویل دې، هر څوک خبر شي

امیر حبیب الله خان د ګڼو وینځو په لرلو مشهور و او ویل کېږي چې یو هندوستاني طبیب به هر وخت ورته د جنسي طاقت ګولۍ جوړولې. بابا هم په زړښت کې د ځوانې ښځې کول یوازې بادشاهانو ته مناسب ګڼي:

سړی چې ځوان وي، د جونو ځان وي

زوړ یې په څنګ کې، لکه سوهان وي

زاړه که ښه کا، جونه دې نه کا

جن دې هاله کا، که دی سلطان وي

دی وايي چې دروغ ویل د کمزورو کار دی خو دی چې په هره مانا غښتلی دی، خبره سپینه کوي:

سړی چې زوړ شي، زبون په تن شي

حواس یې نور شي، په زړه هېرجن شي

لطیف خواړه دې خوري، دخول دې کم کا

که کا نوخیزه، چې پرې میین شي

ځینې صوفیان وايي چې که بنده ګناه ونه کړي، د څښتن د رحم او مهربانۍ صفتونه به څنګه ثابته شي؟ که هرڅوک په خپل عمل سره جنت وګټي نو د خدای مهرباني به څنګه تحقق مومي. خوشحال بابا همدا خبره کوي:

خوشحال که هرڅو، فاجر، فاسق دی

عیب یې مه کړه، شیخه! عاشق دی

چې پارسایان دي، په خپل خدمت ځي

د خدای د فضل، فاجر لایق دی

د موسیقۍ په اړه لا هم عام باور دا دی چې دا ګناه ده. خوشحال بابا د ګناه فلسفې ته ځیر دی. هغه ګناه ګناه نه ده چې چا ته یې تاوان نه رسېږي:

نی چې واهه شي، وايي عذاب دی

چې غیبتونه کړي، مګر ثواب دی؟

غیبت تر زنا نه، تېری یادېږي

نی منع شوی، په کوم کتاب دی؟

ده ته د قدر او بروالي معیار هنر او کمال دی، نه ښکلا، نه غټوالی:

خوشرنګ تر بازه، مرغ زرین دی

باز مې په قدر کې، ترې صد چندین دی

څه شو که لوی لوی، وزر پرې پورې وي

کرګس کرګس دی، شاهین شاهین دی

بابا په یوه بیت کې ویلي وو: شیخ دې لمونځ روژه کا، زه به ډکې پیالې اخلم/ هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه. همدا مفهوم بیا په څلوریزه کې داسې بیانوي:

بار د اوښانو په خرونو لېښ نه شي

جام د مستانو په صوفیانو څېښ نه شي

د ویښ له حاله ویده خبر نه دی

څو چې له خپله خوبه نه راویښ نه شي

او می خورانو ته وايي:

پرې مې سلام دی، هغه چې می خوري

خدای یې دارو کړه که په دود یې دی خوري

اول خلوت، بیا ښه صحبت بویه

می دې په صوت د چنګ و نی خوري

که خوشحال بابا خپلې تجربې، ژوند پېښې، مفکورې او خبرې نه وای خوندي کړې، موږ به اوس د هغه او د هغه د زمانې په اړه معومات نه لرل. اروا یې ښاده غواړم.