سیاف او محقق؛ له ځنډ وروسته یو بل سره ولید

سیاف او محقق؛ له ځنډ وروسته یو بل سره ولید


  • 4 مياشتي دمخه (10/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 206

سمسور(دوشنبه د مرغومي۲۰) د راپرځیدلي حوکمت دویم مرستیال محمد محقق لیکلي، چې ترکیې ته راغلی او دلته یې له سیاف سره د وطن پر روانو حالاتو بحث کړی.

هغه یاده لیدنه ګټوره بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې په وطن کې حالات ښه شي.

د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته، ګڼ شمېر چارواکي له هېواده وتلي او اوس مهال په نورو هېوادونو کې میشت دي.

که څه هم اسلامي امارت ویلي، چې دوی د ټولو لپاره عمومي عفوه اعلان کړې او ټول چارواکي کولای شي، چې خپل هېواد ته را وګرځي؛ مګر لاهم کوم هیڅوک افغانستان ته نه دی راغلی.

په ورته مهال بیا تهران ته د بهرنیو چارو وزیر پخپل سفر کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره هم کتلي او د راتلو بلنه یې ورکړې ده.

سمسور نیوز