ټاکني که د ماشومانو لوبي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جانباز
  • 1137

موږ په هغه ډرامو چي د انتخاباتو د خپلواک کميسون لخوا په راډيو ګانو کي خپرېدلې تير وتي وو او د کميسون د غړو په خوږو او مکارو خبرو غوليدلې وو موږ په دې قانع سوي وو چي ټاکني به شفافي ، مشروع او ازادي تر سره سي د درغلى زياته برخه مو سل سلنه آټکل کړې وه خو ټاکني په سل کي يو هم مشروع نه وې دا زه په وعده وايم د انتخاباتو د خپلواک کميسون څخه هاخوا مو زيات باور پر کار کوونکو وو ، موږ په دې باور وو که څوک د درغلي لپاره هڅه هم وکړي دا افغان کار کوونکي چي هر يو به يې ددې حالاتو قرباني سوى وي په هيڅ قيمت چاته دا اجازه ور نه کړي چي درغلي وکړي وبه يې ځکه نه کړي چي دا د ملک او راتلونکي خبره ده او د هر افغان راتلونکى د هيواد په راتلونکي پوري تړلى دى د پښتو ډير مشهور متل دى واى ( ځنګل چي اوس واخلي وچ اولانده ټول پکي سوځي ) نن چي دې افغانانو د ماډرن مداري لپاره کومه ګنا او غلا وکړه ايا دا ددې لپاره وه چي دوى به د هيواد د سولي په غم کي وو؟ نه بلکل نه يوازي د يو څو ډالرو لالچ او حرس پر سر اخستي وو .
داسي به فرض کړو چي ماډرن مداري يو ځل بيا راغلى او د ٥ نورو کلونو لپاره يې د ارګ په ماڼۍ کي خپلي ريښې ښخي کړې او د افغانستان حالات نور هم خراب سول ايا هغه څو ډالر چي دې مداري تاته د غلا لپاره درکړي هغه به تا د هيواد په دننه کي د لګيدلي اور په منځ کي و ژغوري ، په قبر کي به ستا د خلاصون سبب سي او که به د اخرت په ورځ ستا شفاعت وکړي
دا چي خبره راڅه غوا نسي او تر يو اندازي مي پر خپل احساساو واک تر لاسه کړى وي غواړم ددې ليکني د ليکلو اصلي موخه درته څرګنده کړم .
په هلمند کي د ټاکنو ورځ هغه ورځ وه چي تر ټولو ورځو پکي زيات ويري خپلي درنې وزي غوړولي وې . په هرو څو دقيقو کي يوې توغندۍ به لښکرګاه ښار و لړزاوه . سهار مهال وو د لښکرګاه په زړه کي په کرزي لوبغالي کي جوړ ټاکنيز مرکز مخي ته تير سوم يوازي مي دوه درې عسکر وليدل چي هلته ولاړ وو د اړخ د دروازې څخه مي دننه طرف ته وکتل چي ټول لوبغالى د ماډرن مداري په عکسونو پوښل سوى وو او د هلمند والي هم په همدې مرکز کي رايه ورکړه ، خبره د هم دې ځايه پيليږي هر څه هم داسي وو تيره ورځ راته يو ملګري کيسه کوله باور کړئ سترګي مي لندې سوې هغه کس خپله د مداري لپاره د غلا کوونکو په ډله کي وو .
ويل په بابا جي کي ټول ټال اتيا کسه د رايو لپاره ندي را غلي معلومه خبره ده څنګه به راتلل مخکي له مخکي زړه لړزوونکي اخطارونه ، د هغوى په وينا په باباجي کي په هم هغه ساعت د پوليسو او طالبانو تر منځ درنه جګړه په داسي وخت کي اتيا کسه هم ډير دي خو د هغوى په وينا چي څومره رايي پاڼي مو وړي وې ټولي د محل کارکوونکو د کرزي لپاره ډکي کړې او په صندقونو کي يې واچولې .
يوازي دا نه د چانجير کارکوونکو هم په ورته کار لاس پوري کړى وو ناوه او کلا بست سيمه خو پريږده .زړه مي دلته درد کوي چي ولي په يوې ډله کي هم داسي څوک پيدا نه سو چي پر دې هيواد چي موږ يې په غيږ کي لوبيدلي يو زړه خوږ کړي
د ملي امنيت کسان ، د يوناما کارکوونکي ، د انتخاباتو خپلواک کميسون ،عسکر او د محل ټول کارکوونکي .
يوه ملګري مي راته وويل چي موږ ته د يوناما کار کوونکي را غلل راته يې وويل چي زه د ولاتي شورا يو کانديد ته رايه اچوم که تاسو کرزي ته څومره کار کوي زه کوم اعتراض نه لرم هغه وايي چي زموږ کارکوونکو ورسره و منل .
يو خبره دلته دا وه چي په هر مرکز کي ټول کارکوونکي ، څآروونکي او نور د کرزي د غلا د ګوند غړي وو خو د بل کوم کانديد استازي يا څارونکي نه تر سترګو کيدل که به وو هم د هغه سره به داسي کيدل يو بل کس راته داسي وويل .
په يوه مرکز کي د ډاکټر عبدالله عبدالله يو څارونکى ولاړ وو . لومړى مو هغه ته د اوبو يو بوتل ور کړ بيا مو ورته وويل (( ګوره اوبه هم د کرزي څښې خو کار عبدالله عبدالله ته کوې ، داسي وکړه ته چي څومره کسان را وستلاى سي د عبدالله لپاره او هر څومره کارټونه چي کاروې موږ څه نه وايو ليکن ته بۀ هم څه نه وايي )) په ناوې او چانجير کي د ولايتي شورا د کانديدانو لپاره د يوه کس په لاس صندقونه ډک سوي دي
اخير دا څه روان دي ولي د ټولو سترګي سر ته ختلي دي هيڅ حق ته تن نه ورکوي اخير ولي دومره مادياتو ته قايل يو .
هغه ملا امير اخند چي په حاجي وزير صاحب ورته خلګ وايي چي کله به په کمپايني غونډه کي دريځ ته و دريدى لومړى به يې د تجويد د اصولو سره سم د قران شريف څو اياتونه تلاوت کړه اوبيا به يې روانه ژباړه وکړه وروسته به يې خبري داسي پيل کړې (( ټاکني د خداى نعمت دى د ټاکنو په ورځ به له کورونو څخه را وځى په پوره وياړ او افغاني غرور سره به رايه ورکوى داسي چاته رايه ورکړئ چي نور نو د دې وطن په درد وخوري د هلمند ديندار اولسه په دې کار کي غفلت ونه کړئ د هيواد سرنوشت ټاکل کيږي موږ افغانان يو ..........))
اى ملا اميره اخندازاده په تادي د قران کريم هغه اياتونه پسې سي چي تا خپل تور مخ ته سپين نقاب ګرځولي وو ، په تادي د افغاني غورور او ننګ ازا پسې سي چي تا د خپلو خبرو د ښکلي کولو لپاره ښې جملې بللې اخير دي خپله ناوړه څېره هلمند والو ته و ښودله چي زه څوک يم ، د وطن د شهيدانو بلا دي در پسې سي د هغه ماشوم خون دي ستا په غاړه سي چي په توغندۍ کي شهيد سو او بيا هم تا خلک دې ته مزدوران کړل چي کرزي ته غلا وکړي دا لوى مداري دي وژغوره ، دا لوى مار به ښامار سي او دا اولس په غونډ له ستوني تير کړي خو په دې ګوله کي به ته او ستا کورنۍ هم ددې ښامار خيټي ته شوه سي .
امير صاحب چي خوابدى نسي دا هرڅه مي ناحقه ندي ويلي په رښتيا زړه مي درد کوي ، زړه مي ښيرا درته کوي ايا ته د ټاکنو ټوله ورځ د خپلو مزدورانو سره په تماس کي نه وې چي يوه يوه ته به دي غصه هم وکړه چي (( هر کارټ څو څو ځله کاروى ، زه مو زيمه وار يم )) او کله چي د کرزي په رايو ډک ډک صندقونه پر ميدان را چپه سوه ټول هک حيران سوه خو ستا بيا هم تندى تريو وو .
زه نور ويل نه غواړم کاشکي دې تانو او دې ترخو ټکو يا دې حقيقت ويلو پر دې پلورل سوو کسانو تاثير کولاى سواى ، کاشکي يې ډبرينو زړو کڼو غوږونو زموږ ږغونه اوريدلاى سواى .
نو خپلي خبري دې ټکي باندي پاى ته رسوم چي دا مظلوم اولس ازار لري ، هر چا چي دا اولس ازار کړى دى پر خير ندى پيښ سوي ، چاچي دوى ته چم کړى دى هغوى خپله په داسي ګردابونو کي ګير سوي چي بيا ورنه ندي راوتلي خداى پاک تر ټولو ښه فيصله کوونکى دى خداى ته پنا وړم د هغه څخه مرسته غواړم هغه چي څه غواړي هغه کيږي
په انسانانو کي خو مي داسي کس و نه موند چي زموږ زخمونه راته ټکور کړي

زما د وجود سيورى يې هر ځاى کي را پسې يې
انسانه ! تانه تنګ سومه ملګري به پيريان کړم