عمر داودزی: طالبان په خپلو کړنو کې د اصلاحاتو نیت نه‌لري

عمر داودزی: طالبان په خپلو کړنو کې د اصلاحاتو نیت نه‌لري


  • 2 کاله دمخه (02/01/2022)
  • سمسور پرس
  • 1078

سمسور پرس (یک‌شنبه د مرغومي۱۲) د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي ویلي، داسې نښې نشته چې طالبان دې خپلو کړنو کې د اصلاحاتو نیت یا توان ولري.

نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي: « داسې نه ښکاري چې طالبان دې د بشري حقونو،‌ ټولشمولیت، ازادیو او اړیکو برخه کې هغه اصلاحات راوستلی شي چې تمه ورنه کېږي.‌»

هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په کور دننه او بهر یو شمېر افغان سیاستوال کراتو - کراتو پر طالبانو غږ کوي، چې باید خپلې کړنلارې سمې کړي.

خو ښاغلی داودزی وایي، ځمکني حقایق بل ډول دي. نوموړي پر ټوېټر لیکلي: "تحربه موږ ته راښیي چې پالیسي بدلېدلی شي، خو ایدیالوژي نشي بدلیدلی".