څرنګه شعر ولیکو؟

څرنګه شعر ولیکو؟


  • 1 مياشت دمخه (26/12/2021)
  • عبدالباري جهاني
  • 141

شعر له موزونو او منظومو کلماتو څخه جوړ کلام وي، چي د ټولني واقعیتونو او د شاعراحساساتو ته انعکلس ورکوي. او همدغه موزونیت دی چي شعر له نثر څخه بېلوي او کلمات یې په غوږونو کي شرنګی کوي او زیاتره ښه لګیږي. خو توپیر یې د رباب او سارنګ له شرنګ سره دادی چي رباب او سارنګ ژبه نه لري. پښتو رباب، فارسي رباب، اُردو رباب او... رباب نسته. موږ نه پوهیږو چي رباب او سارنګ څه وايی؛ ځکه چي هغوی ژبه نه لري او یوازي شرنګ او سُرلري. هر څومره چي د موسیقۍ د پارچي سُر او تال برابر وي په هغه اندازه پر غوږونو ښه لګیږي.

خو شعر په مشخصه او ټاکلې ژبه لیکل کیږي او په هغه ژبه خپلو اورېدونکو او لوستونکو ته پیغام ورکوي. اورېدونکی او لوستونکی باید لومړی پوه سي او بیا نو واه واه ورته ووايی او یا منفی نظر ورکړي. زما په عقیده د شعر پیغام او د کلماتو ښکلا او پر ځای استعمال دواړه په یوه اندازه اهمیت لري. که شعر د کلماتو له ښکلا، اشارو او استعارو څخه بې برخي کړو بیا نو که هر څومره قوي پیغام هم ولري هغه به عادي نظم وي او شعري ارزښت به یې دونه  کم وي چي سړی به یې شعر نه سي بللای. او که برعکس، پیغام د ښکلیو کلماتو، استعارو، اشاراتو او پېچلو مفاهیمو قرباني کړو او له یوه ښاخ څخه بل ته غورځو؛ ښايي پر غوږونو به ښه ولګیږي، ځیني اورېدونکي به حتی سرونه ورته وښوروي او واه واه به ورته ووایی مګر که له اورېدونکو څخه د شعر د پیغام په برخه کي پوښتنه وسي نو ښايی چي لس تنه اورېدونکي به لس ډوله تعبیرونه وړاندي کړي. کاظم شیدا ډېرښه ویلي دي:

مضمون د شعر لکه پیکر دی

رنګین الفاظ یې رخت و زېور دی

ورته ضرور دي دا دواړه توکي

پیکر که هر څو دلربا تر دی

خو زما په عقیده، څرنګه چي شعر مخاطب لري او مخاطب یې لوستونکي او اورېدونکي دي نو پیغام تر ښکلا مهم دی. هر شعر باید پیغام ولري. حتی غزل، چي هر بیت یې، ځیني وختونه بېله موضوع لري، هم باید څرګند پیغام او هدف ولري او پر غوږونو یې د رباب د شرنګ له لګېدلو سره توپیر وسي.

د رحمن بابا شعر ولي تر اوسه ژوندی دی؟ خوشحال خان خټک ولي د پښتنو او پښتو ادب پلار بلل کیږي؟ یو او مهم علت یې دا دی چي د دواړو په شعرونو کي پیغام ته لومړۍ درجه او کلماتو او ښکلا ته دوهمه درجه ارزښت ورکړه سوی دی. د رحمن بابا د شعر کمال د هغه د سادګۍ، روانۍ، ښکلا او پیغام متوازن حرکت دی.

هغه ښکلي الفاظ او کلمات چي کاظم خان شیدا کارولي دي او د مفاهیمو هغه عمق چي د ده په اشعارو کي پروت دی، د پښتو ژبي په کلاسیک ادب کي یې چنداني چا سیالي نه ده کړې.

کړه یې وا لکه ګره د تورو زلفو

باریکي لري تمام دېوان زما

مګر ولي، پښتانه لوستونکي او ادب پوهان، د پښتو په کلاسیک ادب کي، نه د رحمن بابا، نه د خوشحال خټک، نه د حمید ماشوخېل او حتی نه د عبدالقادر خان خټک او نورو په درجه ورته قایل دي. علت یې هماغه د ده خپله خبره ده چي تمام دېوان یې له باریکیو ډک دی او په باریکیو یوازي باریک بین خلک پوهیږي. خو د کاظم خان شیدا شعر او د هغه عالي مفاهیم له هغو اوسنیو شعرونو سره چي سړی یې په هیڅ توګه په تعبیر نه پوهیږي او یوازي د ښکلیو کلماتو او ترکیبونو یو لاړ وي له هیڅ پلوه د مقایسې وړ نه دي. دا نوي شعرونه، چي زه وایم خدای دي د نورو او اکثریت شاعرانو نه ورته پام کوي، د هیچا د پوهېدلو او هضمولو وړ نه دي. زه د تقریباً شپېتو کالو راهیسي شعر لیکم او ټول عمر مي فارسي، پښتو، اردو او انګلیسي شعرونه لوستي دي مګر، پرته له هیڅ ډول مبالغې، ویلای سم چي، د دې نویو شعرونو او ایجاداتو، په څو ځله لوستلو یې په معنا نه پوهېږم. بس کلمات وي، شرنګ وي، آه او اوف وي. نور نو سړی نه پوهیږي چي ولي آه ولي اوف؟ کله کله داسي ښکاري لکه د ښایستو رنګونو په ترکیب کي چي اصل تصویر پټ وي او سړی پوه نه سي چي نقاش څه غوښتل.

مغلق او پرله پېچلي او کله کله بې مفهومه شعرونه د دې لپاره لیکل کیږي چي شاعر غواړي خپلو لوستونکو او اورېدونکو ته د خپل هنر او ضمناً د عقل کمال وښيي. کله کله د دې لپاره لیکل کیږي چي شاعر د څرګند پیغام له ورکولو څخه، د مختلفو عواملو له مخي، وېره لري. کله کله هم شاعر بې موضوع وي او د لیکلو لپاره څه نه لري ځکه نو خپل لاسونه په رنګونو ولړي او د کاغذ مخ په رنګین کړي. کله کله او حتی اکثر وختونه په دې عواملو کي یو هم نه وي او ځوان شاعران زیاتره د نورو شاعرانو د رنګینو کلماتو تر اغېز لاندي راغلي وي او کوښښ کوي چي د ده شعر د نورو تر شعرونو هم مغلق سي او خلک یې پوهي او شاعری ته ګوته په غاښ ونیسي.

د مثال په ډول زه دادی اوس یو آزاد شعر لیکم چي مخکي  مي هیڅ فکر نه دی پکښی کړی او که ریشتیا درته ووایم په مفهوم یې هم ځکه نه پوهیږم چي د هیڅ هدف لپاره مي لیکلی نه دی. تاسي یې وګوری چي له هغه څخه څه راباسی. که د کلماتو له پلوه ورته وکتل سي؛ نو خورا شاعرانه کلمات، که څه هم په ډېر تلوار، پکښی ځای سوي دي مګر که د پیغام له اړخه ورته وکتل سي نو چي شاعر پخپله نه په پوهیږي په دې شعر به څوک پوه سي.

 

زه د لمر په کجاوه کي د سپوږمۍ تر کلي ولاړم

له ګودر څخه مي رنګ د رنجو واخیست

له پاپیو نه مي شرنګ د ګونګرو واخیست

څاڅکي څاڅکي مي د اوښکو

د نرګس او د غاټول له سترګو توی کړل

د آرزو له پېغلو سترګو یوه اوښکه

د ایوب تر لوند ګرېوانه

نوح ته ولاړم تر توپانه

د موسی همسا ته ولاړم

ښاماران مي تېروله

فرعونان مي ډوبوله

په لمبو د کوه طور کي نڅېدمه

زه په خیال کي شاه جهان د دې جهان وم

زه ملنګ عبدالرحمن وم

لکه سپر د خوشحال خان وم

ما د خضر پر چینه مړي لیدلي

تاوېدم لکه پېچک له ارغوانه

بس پردی وم بس بی واکه وم له ځانه

لکه شمع په خپل ځان کي ویلېدمه

لکه اوښکه بې هدفه رغړېدمه

نه پېچک نه ارغوان یم

بس دښمن مي د خپل ځان یم

بې هدفه مسافر یمه روان یم

آه د لمر کجاوه څه سوه؟

زما د آه جنازه څه سوه؟

د سپوږمۍ کلي ته نه ورځي وګړي

ما د خضر پر چینه لیدلي مړي

اوس چي هر مُلا ته وایم خپل خوبونه

وايی خوب د لېونو دی

لېونوته په کار نه دي تعبیرونه.

دا شعر چه سړی هر څومره اوږدوی هغومره اوږدیږي؛ ځکه چي هیڅ هدف نه لري او د هري ښایستې کلمې د کارولو لپاره ځای لري.

په دې وروستیو ورځو کي مي د افغان جرمن په ویب سایټ کي دوه شعرونه لیدلي دي. دواړه د داسي ځوانانو دي چي زه یې له شعری استعداد سره مینه لرم. خو له بده مرغه، په دواړو شعرونو کي، د یوه په مفهوم لا نه یم پوه سوی. ډېر ښکلي کلمات یې اوډلي او زه پوهېږم چي د هر شعر په لیکلو به یې ډېر زیات وخت ( ضایع ) کړی هم وي. مګر کله چي د څه باندي اویا کالو په عمر د پښتو ژبي یو شاعر د هغه له معنا او مفهوم څخه عاجز سي نو دا شعرونه یې د چا لپاره لیکلي دي؟ خو څرنګه چي د پښتو په ژبه کي یوازي تقریظونه لیکل او شاباس ویل رواج لري نو زه د هغوی د نومونو له ذکرولو څخه ډډه کوم. هسی نه چي را ته په قار یا لږ ترلږه خوابدي سي. خو خدای دي وکړي چي زما پیغام ته هم یو څه توجه وکړي.