وال‌سټرېټ ژورنال: امریکا افغان‌پوځ ته ځانګړي کړي تجهزات اوکراین ته ورکړي

وال‌سټرېټ ژورنال: امریکا افغان‌پوځ ته ځانګړي کړي تجهزات اوکراین ته ورکړي


  • 5 مياشتي دمخه (18/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 335

امریکا غواړي، هغه وسلې او تجهیزات، چې پاشل شوي افغان پوځ ته یې ځانګړي کړي وو، اوکراین ته ورکوي. 

وال‌سټرېټ ژورنال ته امریکايي او اوکرایني چارواکو ویلي، د امریکا او اوکراین ترمنځ د هغو وسلو پر سر بحثونه او خبرې روانې دي، چې افغان پوځ ته ځانګړې شوې وې.  

راپور کې همداراز راغلي، چې په دې کې الوتکې، ټانکونه او ځینې نور تجهیزات شامل دي.

امریکايي چارواکو ویلي دا چې افغان پوځ وپاشل شو، نو دوی اړ دي چې د خپلو ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي، نو له همدې امله په دې وسلو غواړي اوکراین د روسیې پر وړاندې تقویه کړي. 

دمګړی د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړو د احتمال خبرونه ورکول کېږي، خو امریکا غواړي د جګړې په صورت کې د اوکراین پوره ملاتړ وکړي.