د نړۍ اونيزې پر وړاندې د زورزياتي په اړه د چينې مجلې پيغام!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • د چينې مجلې اداره
  • 402

په ډېرې خواشينۍ خبر شووچې،د ولسواکۍ،عدالت او بيان خپلواکۍ د شعار ورکوونکي دولت په واکمنۍ کې د نړۍ خپلواکې اونيزې يو خبريال انورالحق يرغل په ننګرهار کې د حامد کرزي په پلوۍ يوه ټاکنيزه غونډه کې د زورواکو تر زور،زياتي او وهلو،ټکولو لاندې راغى.
له ننګرهاره پښتو ژباړې ته لومړۍ ځانګړې خپرونه(چينه)دې سره خوا کې چې دغه ناروا او غيري انساني عمل په کلکه غندي،پر ټولو قلموالو غږ کوي چې د داسې چارو د بيا نه تکرار او د دغې چارې لاملينو ته د سزا ورکول کېدو په موخه دې سره لاسونه يو کړي.
د خپلسريو د دوام د پاى ته رسېدو او د قانون د پلي کېدا په هيله!
د چينې مجلې اداره