سټولټنبرګ: موږ د ترهګرو ډلو ځپلو لپاره تللي وو؛ خو د بیا رغونې یو بل بار هم راوسپارل شو

سټولټنبرګ: موږ د ترهګرو ډلو ځپلو لپاره تللي وو؛ خو د بیا رغونې یو بل بار هم راوسپارل شو


  • 2 کاله دمخه (02/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 821

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، ناټو افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تللې وه؛ خو نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ ضد ماموریت د بیا رغونې په ماموریت بدل کړ. 

د سټولټنبرګ په وینا، دوی په افغانستان کې لاس ته راوړنې هم لرلې او په تېرو شلو کلونو کې پر هېڅ هېواد له افغانستان برید نه دی شوی. 

د ناټو غړو هېوادونو بیا دغه راز د تخلیې پر ماموریت هم بحثونه کړي او وایي، چې په دې ماموریت کې د غړو هېوادونو ونډه باید ډېره کړل شي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړې، چې دوی باید په دې موده کې د جوړولو پر ځای جګړه کړای وای؛ خو په خبره یې، چې دا ورته په راتلونکي کې یو لوی درس شو.