طالبان: خپلو خویندو ته ډاډ ورکوو، چې ښوونځي به یې ژر پرانیستل شي

طالبان: خپلو خویندو ته ډاډ ورکوو، چې ښوونځي به یې ژر پرانیستل شي


  • 1 اونۍ دمخه (25/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 85

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې پر داسې یوه مېکانېزم کار کوي، چې له مخې به یې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

طالبانو د اګست میاشتې په ۱۵مه کې واک ته تر رسېدلو وروسته ډېري حکومتي ښځینه کارکوونکي پر کور کينولې او دغه راز يې اعلان وکړ چې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې کولی شي ښوونځيو ته ولاړې شي.

د طالبانو د حکومت شاوخوا ۱۰۰ ورځې تېرېږي، خو لا هم د دوی پرمخ ښوونځي نه‌دي پرانیستل شوي او نه هم کوم مېکانېزم ورته جوړ شوی دی.