سرپرست حکومت له امریکا سره د مذاکراتو نوي پړاو ته خوشبین دي

سرپرست حکومت له امریکا سره د مذاکراتو نوي پړاو ته خوشبین دي


  • 1 اونۍ دمخه (25/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 85

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د پیلېدونکو مذاکراتو هرکلی کوي او تمه لري، چې ښې پایلې به ولري.

نوموړي دغه‌راز ویلي، چې امریکا باید د خبرو پرځای خپلې ژمنې عملي کړي.  

‏شاهین زیاته کړې، افغانستان نړیوالو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او وخت یې دی، چې امریکا د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپېژني.

ټاکل شوې، د راتلونکې شنبې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان او امریکايي استازو ترمنځ مذاکرات پيل شي.