چین له افغانستان څخه وچې مېوې اخلي

چین له افغانستان څخه وچې مېوې اخلي


  • 1 مياشت دمخه (22/11/2021)
  • سمسورپرس
  • 141

سمسور(دوشنبه د لیندۍ۱) په افغانستان کې د چين سفير ويلي دي هېواد يې په پام کې لري چې له افغانستان څخه وچه ميوه وپيري.

دهغه د څرګندونوله مخې ؛ پخوا په چين کې په څو دقيقو کې د افغانستان ٢٦ټنه جلغوزه وپلورل شوه.

په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو د افغانستان له مقاماتوڅخه د وچې ميوو د پيرودنې لپاره دخپل هېواد د پروګرامونوخبرورکړ.

هغه په خپل تيوتر پاڼه کې وليکل ( بايد يادونه وکړم چې د افغانستان ٢٦تنه جلغوزه په څو دقيقوکې په چين کې په انلاين ډول وپلورل شوه .الوتنې به دوام وکړي اوزموږ راتلونکي لومړيتوب د نورو وچو ميوو پيرودل دي).

وانګ يو څرګنده کړه چې تراوسه پورې چين ته د افغانستان د جلغوزو لس الوتنې ترسره شوي دي.

هغه وويل چې چين به په دې برخه کې خپل شفافيت پراخ کړي .او خپل امکانات به له افغانستان او د نړى له نوروهېوادونوسره شريک کړي.

سمسورپرس