مجاهد: د افغان ماشومانو د ناسم وضیعت ټول مسؤلیت د نړیوالو په غاړه دی

مجاهد: د افغان ماشومانو د ناسم وضیعت ټول مسؤلیت د نړیوالو په غاړه دی


  • 2 مياشتي دمخه (20/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 177

سمسور(شنبه د لړم۲۹) د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ماشومانو په اړه د رسنیو وروستیو خبرونو ته پو اشارې ویلې، چې نړیوالې رسنۍ د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه ناسم تبلیغات کوي. 

د نوموړي په خبره، چې د افغان ماشومانو وضعیت هومره هم بد نه دی لکه نړیوال بنسټونه او رسنۍ چې یې په اړه اندېښنه څرګندوي او که ستونزه ډیریږي؛ نو مسؤلیت یې هم د نړیوالو په غاړه دی، ځکه ا.ا د مشروعیت لپاره ټول ټاکل شوي معیارونه پوره کړي؛ خو نړیوال یې لاهم په رسمیت نه پېژني.

باید یاده شي، چې افغانستان کې د يونيسف دفتر خبرداری ورکړی چې راروان سخت ژمي کې به ۱۴ ميليونه افغان ماشومان کافي خواړه ونه لري او شايد یو ميلیون له لوږې مړه شي. یونيسف تر دې خبرداري وروسته د خپل فيسبوک پيج Cover Photo هم تور کړی.

سمسور پرس