هرات کې یو کس د غربت له کبله خپله لور خرڅه کړې

هرات کې یو کس د غربت له کبله خپله لور خرڅه کړې


  • 6 مياشتي دمخه (20/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 596

سمسور(شنبه د لړم ۲۹)  د هرات ولایت د شهرک سبز کډوالو په کمپ کې د جان محمد په نوم یو کډوال، چې د بادغیس ولایت له مقر ولسوالي څخه راکډه شوی، وایي، چې د فقر او بیچاره ګي له کبله یې خپله ماشومه لور پلورلې.

هغه زیاتوي، چې نه مزدوري شته او نه هم ورسره نور د بچیانو د خوراک لپاره پیسې وې؛ نو ځکه یې یاد اقدام ترسره کړ.

د جان محمد په خبره په یو لک افغانۍ ورکړې، چې تر اوسه یې ۷۰ زره افغانۍ تر لاسه کړې دي.

نوموړی زیاتوي، چې په یاد کمپ کې ګڼ شمېر کډوال هم خپل نارینه او ښځینه اولادونه پلوري.

باید یاده شي، چې دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې تر دې وړاندې هم لسګونه کسانو خپلې لوڼې د غربت له کبله پلورلې دي.

طالب چارواکي بیا وایي، چې دوی خپل ملت ته ازادي اخیستې او نور لوږه ختمول د نړیوالو مسؤلیت دی.

سمسورپرس