ملا برادار او حقاني ترمنځ د واک او امتیازاتو پر سر سیاسي کړکیچ په څه مانا ؟

ملا برادار او حقاني ترمنځ د واک او امتیازاتو پر سر سیاسي کړکیچ په څه مانا ؟


  • 2 اونۍ دمخه (19/11/2021)
  • سمسور مندوزی
  • 58

۲۰۱۴ کال وو ، د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د ټاکنو په سر سیاسي نندارۍ روان وې ، ټاکنې ولسمشر غني ګټلي وې او عبدالله نه منلې ، ځيني هیوادونه ډیر لیواله وو ، چې ټاکنې دې بیا وشي ، خدای مهربانه دی ، ګوندې عبدالله سره بخت یاري وکړي . تلوونکي ولسمشر کرزي غوښتل ، چې ډاکټرغني دې ولسمشر شي ؛ خوعبدالله ته باید د حکومت یوه غوښینه (لویه) برخه ورکړل شي . 

دواړو ټیمونو ترمنځ ټاګنیز جنجالونه او نندارۍ ورځې تر بلې زیاتیدې او د ځينو هیوادونو سیاسي مشران او سناتوران د ټاکنیزې ستونزې د هواري په موخه کابل ته ګڼ سفرونه درلودل ، دغو بهرنیو چارواکو به له ګڼو سیاسي با نفوذه مشرانو ، جهادي څیرو ، ښځو ، ځوانانو او ... ملاقاتونه ، جلسې او کنفرانسونه درلودل ، چې ډیرۍ دغه ډول ناستې به په سفارتونو او په ګران بیه هوټلونو کې ترسره کیدې . 

اوړی وو ، سخته ګرمي وه ، کابل کې سیاسي ننداریو او ګڼو ولایتونو کې جګړې سخت زور اخیستی وو . بهرنیو میلمانو سره سیاسي ناستو او ټیمونو ترمنځ مذاکراتو جریان درلود ،  زه هم یوه ورځ په کابل – کانټیننټال کې ددغسې یوې غونډې ګډنوال وم ، له ګهیځ لس بجو تر ماسپیښن پورې د بهرینو میلمانو ، ژورنالیستانو ، بېلا بېلو سفارتونو سیاسي او استخباراتي استازو ترمنځ د ننداریزو ټاکنو په تړاوو بحثونه او خبرې روانې وې ، ماسپیښن شو ، ډوډۍ وقفه شوه ، د ډوډۍ د خوړولو په جریان کې د یوه بهرني سناتور سره په یوه کونج کې برابر شوم ، څو ګډ انځورونه مو واخیستل او سناتور د خپل هیواد د بهرني سیاست او بې طرفۍ په تړاوو لږ وغږید او پوښتنه يې راڅخه وکړه ،

سناتور:  چې څه فکر کوې ، چې په ريښتیا ډاکټر غني دومره زیاتې رایې ګټلي ؟ 

ما ورته وویل : هو ، ډاکټر غني په شرقي ، جنوبي ولایتونو او په ځانګړي توګه په لویه پکتیا کې په ډیره لویه اندازه رایې ګټلي ، خو که بهرنۍ مداخله او سیاسي معاملې ته لاره هواره نشي او په ريښتیا د افغانانو ارادې او رایې ته ارزښت ورکړل شي ، ډاکټر غني به زموږ راتلونکی ولسمشر وي. 

سناتور : خو عبدالله وايي ، چې ټاکنو کې فساد او درغلي شوي ، ټاکنې باید له سره ترسره شي ، آیا که دویم ځل ټاکنې وشي او عبدالله به بریالی شي ، فکر کوې د ناکامۍ په صورت کې به عبدالله ټاکنې ومني ؟ 

زه : دویم وار ټاکنې که وشوې ، ډاکټر غني به تر عبدالله ډیر وړاندې وي ، ځکه دویم (راونډ) ټاکنې به یوازې او یوازې د دوو کاندیدانو ترمنځ سیالي وي او د هیواد لوی اکثریت وګړي به یوازې او یوازې پر ډاکټر غني راټول شي .

سناتور شیبه غلی شو او یو څه یې یاداښت کړل او یو لوښي کې يې ځانته (فیرني) راوخیسته ، ما ورڅخه وپوښتل : ښاغلیه سناتور ، تاسو څه فکر کوئ ، که عبدالله ټاکنې وبایلې ، ستاسو دريځ به څه وي ؟ 

سناتور: یعنې ته سل په سلو کې ډاډه یې ، چې عبدالله به په دویم راونډ کې ټاکنې وبایلي ؟ 

زه : په مخکني ځواب کې مې هر څه درته واضع وویل او د ډاکټر غني پر بریا درته وغږیږم ، خو که عبدالله ناکام شي او پنځوس +۱ پوره نه کړي ، ستاسو دريځ به څه وي ؟ 

سناتور : عبدالله ددې هیواد یو لوی او پوه سیاستوال دی ، په کورني او بهرني سیاست کې مهم نقش او رول لري ، آیا نه دی ؟ 

زه : ډاکټر صیب عبدالله یو افغان دی او زه یې شخصیت ته پوره احترام لرم او اوس زما پوښتنې دوه شوې ، لومړی د ناکامۍ پر صورت کې به د ستاسو دریځ څه وي او کورني او بهرني سیاست کې د هغه څه ډول مهم رول درلود او لري یې ؟ که لطفً يې څو بېلګې یې راته ووایې ، نوموړي کوچنۍ ، ښایسته او نازکې عینکې له سترګو لارې کړې او راته يې وویل : 

سناتور : عبدالله یو بانفوذه شخص دی او کورني سیاست کې باید یوه لویه ونډه ورکړل شي . 

زه : افغانستان یو ډیموکراټیک هیواد دی او کله چې ډاکټر غني ټاکنې وګټلې ، نو عبدالله دې یو اپوزیسیون جوړ کړي ، له دې لاره کولای شي ، موثر ، د خلکو او ملت ته لوی خدمت وکړي ، د راتلونکي حکومت د غلطو پالیسو او د کړنو پر وړاندې د کلک ودریږي او سوله ییز او پرمختللي افغاستان د جوړیدو لپاره د ډاکټر غني ملتیا وکړي او ستاسو موخه له کورني سیاست چې باید لویه ونډه ورکړل شي ، څه مانا ؟  

سناتور : افغانستان په سخت وخیم او بحراني حالات کې قرار لري ، تر کومه چې (موږ) پوهیږم ؛ اپوزیسیون د افغانستان لپاره موثر او ګټور نشي واقع کیدائ او شاید عبدالله د اپوزیسیون د جوړویدو سره چندانې لیوالتیا ونه ښايي . 

زه : ښاغلیه سناتور ، پوهیږم ، چې ډوډۍ وخت پر ختمیدو دی او غونډې د بیا پیل ته پنځلس دقیقې پاتې دي ، غواړم وروستۍ پوښتنه وکړم : تاسو خو پوهیږئ ، چې تاسې زموږ د هیواد د لویو تمویلونکو هیوادونو څخه یاست ، د افغانستان په تړاوو ستاسو پریکړې زموږ د هیواد پر کورني او بهرني سیاست مثبت او منفي تاثیرات لري ، نو ولې پرعبدالله سیاسي فشار نه راوړئ ، تر څو د ناکامۍ په صورت کې خپله ماتي ومني ، ډاکټر غني ته مبارکي ورکړي او یا اپوزیسیون جوړولو ته غاړه کیږدي ؟ 

سناتور : حکومت په راس کې باید دغسې کس شتون ونه لري ، چې د حکومت له ټولو صلاحیتونو او واکونو څخه برخمن وي .

زه : موږه جمهوري نظام لرو او ولسمشر د خلکو په مستقیمو رایو د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي ، هر هغه کس چې د حکومت په راس کې شتون لري ، ټول واکونه او صلاحیتونه یې په اساسي قانون کې واضع لیکل شوي دي او اجرائیه قوې ترڅنګ مقننه او قضایه قواوې شتون لري .   

سناتور : ستاسو له لیدو خوښ شوم ، افغانان ځوانان او پېغلې تکړه او بااستعداده دي ، دوی ټولو ته د ښه راتلونکي په هیله ! 

زه : مننه ، ښاغلی سناتور !

پرهمدې ماښام ناوخته همدلته کانټیننټال کې د یوه بهرني څیړنیز مرکز له یوه څیړنکي سره مخامخ شوم او غوښتل مې (The Wrong Enemy: America in Afghanistan, 2001-2014) انګلیسي پنډ کتاب چې تازه برطانيي خبریالې له خوا چاپ شوی وو د کتاب پر محتوا او مستندولي ورسره وغږیږم ، یو څه معلومات او د ژباړې په اړه ترې مشورې واخلم (وروسته دغه لوی کتاب ګران وکیل جان راته ډالۍ کړ)، د خبرو تر څنګ مې د (سناتور) ځیني ګونګو ځوابونو او پوښتنې په تړاوو مې هغه پوښت ؟ 

د هغه واضع خبرو راته معلومه شوه ، چې ګاونډ ، سیمه او نړیوالو هیوادونه تل د خپلو ملي او سیمه ییزو ګټو پر بنسټ غواړي ، افغانستان کې واکمن (ولسمشر) ترڅنګ یا یو بل (ولسکشر) عبدالله هم موجود وي ، تر څو د هغو مهمو او خیاتي پریکړو خنډ (رد) یا یې ځنډ سره مخامخ کړي ، کومو چې یاد شویو هیوادونو د ملي ګټې ګواښوي . 

ځيني ګاونډ او نړیوالو هیوادونو له ډیرې پخوا درک کړي وه ، چې یوه باصلاحیته او مدبر ولسمشر ځيني پریکړې د هغوی د ملي او ستراتیژیکو ګټو خلاف کولائ شي ، باید ترڅنګ یې (ولسکشر) عبدالله موجود وي ، تر څو ولسمشر ځيني پریکړې د یاد شویو هیوادونو په خوښه خنډ او ځنډ سره یې مخامخ کړي . 

۲۰۰۹ کال ولسمشریز ټاکنو کې نړیوالو تر وروستي بریده هڅه وکړه ، تر څو ولسمشر کرزي باندې (ولسکشر) عبدالله ومني ، په مستقم ډول ونه توانیدل ، خو په غیر مسقتم ډول ګاونډي هیوادونو په مشوره کرزي (جبهه یې ملی) له منځه یې قسیم فهیم د لومړي مرستیال په توګه وټاکلو او عبدالله په خورا کمزوري حالات کې پاتې شو او د دویم روانډ ټاکنو څخه په شا او کرزی د دویم ځل لپاره د ټاکنو کمیسون له خوا د ولسمشر په توګه اعلان شو . 

۲۰۱۴ کال کې بیا یاد شویو هیوادونو په مرسته او تلوونکي ولسمشر کرزي په قوي سیاسي ملاتړ عبدالله له نور غښتلی او پر زور په غني ورتپل شو او د هیواد اجرائیه رئیس شو ، چې د هیواد د ډیرو مهمو پریکړو (رد او خنډ) لامل وو (کومو پریکړو او تصمیونو خنډ وو او ولې ...) پر همدې موضوع به بل وخت وغږیږو . 

۲۰‍‍‍‍۱۹ کال امریکا او پاکستان نه غوښتل ، ولسمشریز ټاکنې دې وشي ، ځکه ټول په دې پوهیدل ، که ټاکنې وشوې ، ډاکټر غني به قوي کاندید او د ټاکنو ګټونکی وي او عبدالله به (اجرائیه) ریاست له لاسه ورکړي او د ډاکټرغني د بریا په صورت کې به ډیرې لویې سیاسي ، نظامي او اقتصادي پروژې پیل کړي ، چې نړیوالو او ګاونډي هیوادونو د غني بریا نشوه زغملی ... ټاکنو کې کټ مټ بیا پخوانۍ سناریو تکرار شوه او یاد شویو هیوادونو په زور او ستر ګواښونو عبدالله پر ولسمشر غني د بیا ځل لپاره ورتپلو . 

 چې د همدغو کورنيو او سیاسي اختلافات چې د بهرنیو پر لمسون مخته وړل کیدل ، د جمهوریت سیاسي سقوط سبب او هر څه له منځه وړل او د همدغې موخې لپاره نړیوالو د جمهوریت لاسونه او پښې تړلي وو او هر څه د یوه ځانګړي پلان له مخې روان وو او دي او نړیوالو یې ننداره کوي . 

۲۰۱۹ کال کې ملا برادر ته په دوحه کې د د ا ا م (ط) د یوه ډیر لوړ رتبه معنوي مشر امتیازات ، صلاحیتونه او ډیر لوړ پروټوکول ورکړل شو ، تر هغه چې امریکا سره یې درې تړونونه لاسلیک کړل او د یاد شویو تړونونو پر بنسټ (ط) نړیوال سیاسي مشروعیت واخیست ، وهڅول شول او پر هیواد واکمن شول ، له واکمنیدو اونۍ وروسته د کابینې په جوړیدو او ۵۰ او ۵۰ د (غني او عبدالله) سناریو ته ورته سناریو دا ځلې د (ملا بردار او حقاني) ترمنځ د قریشي په منځګړتوب تکرار شوه ، نړیوال هم همدا غواړي ، که ملا برادر مهمې پریکړې کوي ، حقاني به یې (رد) کوي او برعکس !!! 

د دوی ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله ګڼو ولایتونو کې د واک او امتیازاتو پر سر جنجالونه او شخړې روانې دي . که چیرې د دوی ترمنځ همدغه سیاسي اختلافات زیات او ژورې استخباراتي ريښې پیدا کړي ، جمهوریت شکر له ۲۰ کاله یې دوام وکړ ، ا ا م (ط) به ډیر ژر د خپل ټغر د ټولیدو شاهدان وي او دغه فرصته به داع ش او پخواني سیاسیون سخته ګټه پورته کړي ، د نړیوالو رسنیو له قوله (داع ش ) په ډیرو ولایتونو کې د ودې په حال کې دی . 

پایله : ا ا م (ط) باید پوه شي ، چې (داع ش ) کټ مټ له هغه ځای سرچینه او حمایه کیږي ، له کومه ځایه چې تاسو حمایه کیدلائ.   

 (ط) باید یاد وساتي ، چې جمهوريت سیاسي سقوط وکړ (نه) نظامي ، ناکامۍ لاملونه یې ډیر زیات دي ، خو تر ټولو مهم لاملونه یې کورني سیاسي اختلافات او اداري فساد وو ، (ط) امارات له لومړي ورځیو له ددغو ګواښونو سره مخامخ دی . 

(ط) که غواړي ، چې پر واک پاتې شي ، د ملت ملاتړ او کورنۍ سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي ،  ورک او مړ امیر المنین دې راپیدا ، ګونګۍ صدراعظم د عبادت او استراحت لپاره کور ته ولیږي ، د د ملت سره د (زور) پر ځای پر (ډیموکراټیکه) ژبه وغږيږي ، کنه (داع ش ) او سیاسیون به د ملت پر قوي ملاتړ د پاکستان او نړیوالو استخباراتو پر مالي ، استخباراتي او سیاسي ملاتړ به (ط) ټغر به ډیر ژر ورټول او افغانستان به بیا د یو بل لوی بد ناورین سره مخامخ کړي . 

(کلي په زور نه کیږي ) ! 

سولې څیړنیز انسټیویټ – سياټل