د کرکټ‌ نړیوالې شورا د افغانستان په کرکټ بورډ کې د روان «وضعیت» په اړه خپل دریځ اعلان کړ

د کرکټ‌ نړیوالې شورا د افغانستان په کرکټ بورډ کې د روان «وضعیت» په اړه خپل دریځ اعلان کړ


  • 2 اونۍ دمخه (17/11/2021)
  • جعفر هاند
  • 123

بالاخره د کرکټ‌ نړیوالې شورا د افغانستان په کرکټ بورډ کې د روان «وضعیت» په اړه خپل دریځ اعلان کړ. د پاکستان د کرکټ‌ بورډ د مشر رمیز راجا په ګډون یې یوه څلور کسیزه کاري ډله ټاکلې چې د افغانستان د کرکټ‌ وضعیت وارزوي. دا ډله به په څو میاشتو کې نړیوالې شورا ته راپور ورکوي. د نړیوالې شورا اعلامیه مې ښه په غور ولوستله، د نورو خبرو تر څنګ، ماته په کې څو خبرې نوې او مهمې وې:

اوله خبره. کاري کمېټه یې ټاکلې چې د افغانستان د کرکټ‌ وضعیت وڅاري. په دې مانا چې د کرکټ نړیواله شورا په افغان بورډ کې په اوسني وضعیت خوښه نه ده او د اداري کارونو په اړه یې شکونه لري. وايي دا ډله به «را روانو څو میاشتو کې» خپل راپور وړاندې کوي. دلته خبره ګونګه او عمومي ده. «څو میاشتې»‌ څه مانا، ولې یې مشخص کړی نه دی؟ د دغې کاري ډلې تر راپور ورکولو پورې به د افغانستان د کرکټ‌ وضعیت څنګه وي؟ په دې اړه په اعلامیې کې څه ویل شوي‌ نه دي. دا کاري ډله به څنګه کار کوي، کابل ته به هم سفر کوي ‌که نه؟ په دې موده کې افغانستان د کرکټ نړیوالې لوبې کولای شي که نه، نه یې دي ویلي. 

دویمه خبره: په اعلامیه کې په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د کرکټ‌ د متوازن پرمختګ خبره شوې ده. دا هم شاید د «طالبانو حکومت ته» ښه خبر نه وي. دوی وار له واره د ښځو کارونه او ورزش بند کړي دي. ایا طالبان به د آی سي سي دا شرط‌ ومني؟ 

په اعلامیه کې د «طالبانو د حکومت» نوم نه دی اخیستل شوی دی، خو ویل شوي‌ دې چې بورډ دې له «نوي حکومت سره د اړیکو له لارې دا اهداف ترلاسه کړي او آی سي سي به په دې برخه کې د بورډ د هڅو ننګه» ‌کوي. ښه ده چې د طالبانو «حکومت رسمیت پېژندل»‌ یې شرط نه دی ټاکلی. خو، د «ښځو کرکټ» شرط یې هم سخت دی.

درېیمه خبره: نړیوالې شورا بیا هم د افغانستان د کرکټ‌ سره مرستو ته ځان ژمن بللی تر څنګ یې هلته د کرکټ‌ د «حیثیت په ساتلو» ټېنګار کړی دی او خبرداری یې هم ورکړی: «.. خو موږ حالت له نژدې څارو او په هماغه اساس اقدام کوو.» دا خبرداری باید د افغانستان کرکټ بورډ او مسئولینو ته د خطر لوی زنګ وي. مطلب که د افغانستان په کرکټ بورډ کې حالت د کرکټ د نړیوالې شورا د قانون سرم سم او د هغوی په خوښه نه و، بیا به بل اقدام کوي.‌

 

څلورمه خبره: د آی سي سي په داسې غونډو کې د هېوادونو لپاره په آینده پلانونو، بودېجې، د لوبو په برابرولو او نورو مسائیلو باندې بحثونه کیږي. خو په دې غونډه کې افغانستان ته د ګډون اجازه ورکړل شوې نه وه،‌ په دې مانا چې له دې ټولو امتیازاتو بې برخې شو؟ یا لږ تر لږه موږ خبر نشو چې هلته یې پر افغانستان څه وویل؟ دا خو به د افغانستان کرکټ‌ لپاره کوم بد پیل نه وي؟

 

ولې داسې وشول؟

د «افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت» تر نسکورېدو وروسته «اسلامي امارت» راغی او ورسره یې په لومړیو ورځو کې عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ مشر وټاکه او بیا مخکنی اجرايي مشر حامد شینواری یې لېرې کړ او په ځای یې نصیب خان مقرر کړ. البته دا کارونه د عادي ادارې پروسې په شکل نه وو، بلکې « یو شمېر وسله والو طالبانو» به بورډ تګ راتګ کاوه او دا تغیرات یې راوستل چې نړیواله شورا یې هېښه کړه . 

دوې میاشتې پوره نه وې چې د طالبانو د حکومت رئيس الوزراء په یو فرمان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میروېش اشرف د بورډ مشر وټاکل شو. د راشد او حشمت په ګډون یو شمېر لوبغاړو مبارکیانې ورکړې، خو د محمد نبي او اصغر افغان په ګډون ځینو نورو بیا تر دې دمه څه نه دي‌ ویلي. دا یو بل داستان دی چې ډېر شیان واضح کوي.

البته په اوله ورځ «ځینو طالبانو» په زوره د مېرویس اشرف د تقررۍ مکتوب د بورډ له رسمي فیسبوک څخه لېرې کړ،‌ خو څو ورځې یې وروسته بیا اعلان کړ او میرویس اشرف له مکتوب سره اماراتو ته ولاړ. میرویس اشرف هم اماراتو کې و او عزیزالله فضلي هم. د بورډ یو مسئول، چې نغواړي‌ نوم یې واخیستل شي،‌ ماته وویل چې د کرکټ نړیوالې شورا یو ته هم اجازه ورنکړه چې په غونډه کې برخه واخلي او د افغانستان څوکۍ تشه وه. دې حالاتو آی سي سي هم ګنګس کړې وه چې څه وکړي؟ دوی په خپلې اعلامیې کې په اصل کې افغانستان ته وخت ورکړی چې د دغې شورا د اساسنامې په اساس مخې ته ولاړ شي،‌ که داسې ونکړې، د افغانستان کرکټ له جدي عواقبو سره مخامخ کیږي.

 

څه باید وشي؟

که د «طالبانو حکومت» په افغانستان کې کرکټ او د کرکت وده غواړي او غواړي چې آی سي سي خپل شرایط نرم کړي، باید او شاید چې کرکټ بورډ کې «مستقیم او غیر مستقیم»‌مداخلات بند کړي. 

د بورډ ادارې تشکیل دې د اساسنامې په اساس وشي او کاري مودې دې هم هماغسې. 

د کرکټ د نړیوالې شورا شرایطو ته دې غاړه کېږدي او یا دې ورته قناعت ورکړي. 

په اداري کارونو کې شفافیت ښکاره کړي او د «غیر مسلکي» ګمارنو مخه دې ونیسي.

کار دې اهل کار ته وسپارل شي.

هاغه «مسئولین او ځينې لوبغاړي» چې په یو ډول په دې مسئلې کې دخیل دي او «میم زر ما ټوله زما» غواړي،‌ هم دې د بورډ له اداري کارونو څخه لېرې وساتل شي.‌

د بورډ نویو ګمارل شویو مشرانو ته دې پوره صلاحیت او مسئولیت ورکړي او کارونو کې دې مداخلې نکوي. پوره همکاري دې ورسره وکړي.

آی سي سي ته تر هر څه مخکې په اداري کارونو کې شفافیت او مسلکیتوب مهم دي.

له پاکستان سره خو هسې هم د طالبانو روابط ښه دي، رمیز راجا د افغانستان په اړه د آی سي سي د کاري کمېټې غړی دی، ورسره دې تماسونه ونیسي او د کار تر څنګ دې ځینې مشورې ترې وغواړي چې افغان کرکټ څنګه له دې بحران څخه واېستل شي.

چې کله د آس سي سي کاري کمېټې په «رارونو څو میاشتو کې» خپل راپور ورکړ، د افغانستان کرکټ له دغه کړکیچ څخه راووت، بیا به په ملي لوبډلو کې د مثبت تغیراتو په اړه خبرې کوو.