ټولیز او ټولنیز عصبیت

ټولیز او ټولنیز عصبیت


  • 2 اونۍ دمخه (17/11/2021)
  • عبدالغفور لېوال
  • 45

په تاریخ لیکونکیو کې ابن خلدون ( ابوزید عبدالرحمن بن محمد بن خلدون حضرمی) لومړنی یا له لومړنیو څېړونکیو هغه دی، چې پر ټولیز عصبیت یې لیکل کړي دي. 

د (العبر) په مشهوره مقدمه کې د لښکریانو او قبایلي واکمنیو په ټینګښت کې د هغوی د پلویانو یا مخالفینو ګټې، واک او غوښتنې د هغه ټولیز عصبیت لاملونه ښوول شوي، چې پر بنسټ یې واکمني له ګواښونو ساتل کیږي هم او ړنګیږي هم. 

 ابن خلدون، چې د ټولنپوهنې بنسټګر پېژندل کیږي هم، یو لامل یې دا دی، چې یوازې د اشخاصو د واک ته رسېدو او بېواکه کېدو کیسې تاریخ نه ګڼي، بلکې په هر ډول ټولنیز بدلون و تکامل کې د ټولنې، اقتصادي وضعیت او ټولیز شعور څرنګوالي ته هم پام ساتي. 

رانه اوږده نه شي، په افغانستان کې روستیو پېښو یو ګډوډ ټولیز عصبیت د توپان په شان راپورته کړ. 

ټول خلک په غوسه دي.

ټول ټولو ته په قهر دي.

 پخوانیو واکمنو، اوسنیو ته او هرهغه چا ته چې دوی فکر کوي د دوی په بدمرغي کې ښکېل ول یا دي. 

په دا ډول عامه عصبیت کې تورونه، اوازې او شایعې چټکې خپریږي او خلک یې مني، ښکنځلې، سپکاوی او شخصیتي ترور عامیږي، ټولنیز عقلانیت د قهرجن توپان په دوړو کې ورکیږي. 

د افغانستان خلکو ټکان لیدلی، همدا اوس وږي دي، ناروغان دي او ژمی پرې راروان دی، د بې امنۍ او ویرې فضا حاکمه ده، وزګاري، بېوزلي او له یوه مدني وضعیت څخه چټک شاتګ او بېرته راګرځېدل د دوی د عصبیت بنسټي لاملونه دي. 

مګر ورو ورو د ګډوډ ټولیز عصبیت توپان کیني، عقلانیت، تشخیص او د پېښو د عواملو پېژندل پیلیږي. په دوهم پړاو کې عصبیت له منځه نه ځي، بلکې قانونمند او عقلاني کیږي. 

عقلاني ټولیزه غوسه د بدلون لپاره ولسي ځواک را منځته کولای شي. همدا اوس ټولیزې رسنۍ په چټکۍ سره لوری بدلوي او د خلکو د ګډې غوسې توند توپان د ملي بدمرغۍ استقامت ته مخه کوي. 

په افغانستان کې لږ ځله ولس په ګډه داسې غوسه او عصبي شوی دی، یوه بېلګه یې د سقوي اغتشاش پرمهال لیدل شوې ده، چې په نهو میاشتو کې یې د هغه مهال متحجرې، مستبدې، شاتګپالې او بېسواده واکمنۍ کمپله ورټوله کړه او بیا تر هغه روسته نږدې نیمه پېړۍ هرڅه آرام شول.