افغانستان کرکټ له نړیوال جام څخه زده کړل؟

افغانستان کرکټ له نړیوال جام څخه زده کړل؟


  • 4 اونۍ دمخه (08/11/2021)
  • جعفر هاند
  • 117

په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سفر پای ته ورسېده او په دې هیله چې دا یې وروستی نړیوال جام نه وي. دوی یوازې له سکاتلند او نمیبیا څخه لوبې وګټلې. وطن کې انقلاب راغی، لوبغاړي بد وضعیت کې اماراتو ته ورسېدل، ذهني تمرکز یې ښه نه و، د یو ټيم په توګه یې ډېر تمرین نه و کړی او ځينې نور مسائیل هم وو. دا ټول د درک وړ دي. خو د افغانستان لپاره له دغه نړیوال جام څخه ډېرې زده کړې کېدای شي. یوه به خامخا دا وي چې دا ډول سیالیو ته لوبغاړي یوازې او یوازې د استعداد او ښې کارکردګۍ په اساس انتخاب شي. البته دغو سیالیو ته د افغانستان د لوبډلې د مهمې برخې ځينې لوبغاړې د مصلحت، ملګرتیا او سفارش په اساس غوره شوي ‌وو چې نتیجه یې موږ ټولو ولیدله.

بله مهمه زده کړه که وشي هغه به دا وي چې اوسني اوپنران په دا ډول نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ښه استازیتوب نشي کولای او افغانستان باید د دوی په ځای ښه، مستعد او تخنیکي‌ لوبغاړو ته ځای ورکړي: ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز.

بله زده کړه باید دا وي چې د افغانستان مډل ارډر کې، د درېیم نمبر څخه تر پنځم نمبر پورې، باید تخنیکي لوبغاړي پیدا کړي. نجیب شته، شاید له دې وروسته حشمت هم شل اوریزو لوبو کې پاتې شي. شاهد، دروېش او یا کوم بل ښه مستعد ځوان باید دا ځای ډک کړي. 

زموږ د اکثریت لوبغاړو د فټنس مسئله هماغسې چې وه اوس هم ده چې د افغانستان په لوبو ډېر بد تاثیر لري. بله خبره دا چې زموږ د افغان لوبغاړو لویه ستونزه دا ده چې په سختو حالاتو کې نپوهېږي څنګه یوه، دوې او درې منډې وکړې. دا ستونزه له اوله هم وه او په نړیوال جام کې ټولو ته لا ښه ښکاره او جوته شوه. له نیوزلنډ سره لوبه کې مو ۵۴ توپونو باندې هېڅ منډه نه وه کړې. دا په شل اوریزو لوبو کې «مطلق کفر» دی. دا ۵۴ توپونو باندې چې یوه یوه منډه هم شوې وای، د افغانستان هدف به ۱۸۰ وای. له پاکستان سره لوبه کې پوره یو اور له کومې منډې پرته وشو. البته یوه او دوې منډې هغه توپ وهونکي ښه کولای شي چې فټ، تخنیکي او تر فشار لاندې حالت کې لوبه کولای شي. دا کار په ښه پلانېنګ، روزنې او ډېر تمرین ترلاسه کېدای شي. ‌افغانستان کرکټ یو څه چې ښه ډېر لري، هغه روزونکي دي، په دې دې جدي کار وکړي.

په نړیوال جام کې دا زده کړه هم وشوه چې افغانستان باید لږ تر لږه یو داسې تېز بالینګ الراونډر ولري چې تر ۱۳۵ ورپورته ښه بالینګ هم وکولای شي او د بېټېنګ اوریج یې هم تر ۴۰-۴۵ ورپورته وي. دوه ښه الراونډران عبدالرحمن او عظمت لرو، شاید نور هم پیدا شي.

دا خبره هم بیخي ښکاره او ثابته شوه چې افغانستان یو یا دوو جېنون تېزو بالرانو ته اشد ضرورت لري. له بده مرغه د افغانستان د بالینګ ټوله تکیه په ورو توپ اچوونکو ده او د همدې کار یوه منفي نتیجه دا ده چې کرکټ بورډ تېزو توپ اچوونکو ته هېڅ پام نکوي. داخلي لوبو کې هم پچونه د ورو توپ اچوونکو لپاره جوړېږي. اکثریت افغان ځوان تېز توپ اچوونکي مایوسه شوي، د پرمختګ چانس نلري او زړونه یې له کرکټ څخه تور شوي. فضل حق او وفادار مومند شته، خو دا د کرکټ‌ بورډ دنده ده چې نور تېز توپ اچوونکي هم پیدا کړي. په نړیوال جام کې پاکستان باندې د افغانستان د لوبې یو مهم علت د تېز بالینګ کموالی او نشتوالی هم و.

دا هم معلومه شوه چې محمد نبي شاید د ۲۰ اورونو ښه لوبغاړی وي، خو نړیوال جام کې هاغسې چې په کار وه، ښه کپتاني یې ونکړه. نه د مقابل ټیم د منډو د ګډې ملګرتیا د ماتولو پلان یې درلوده، نه د فیلډرانو په درولو کې ډېر دقیق و، کوم وخت کې څنګه بالر راولي، په دې کې هم ډېر دقیق نه و او تر ټولو بده یې دا چې حشمت او عثمان ته یې تر اخره د لوبو چانس ورنکړ. ولې؟ بورډ باید دا مسئله روښانه او وضاحت ورکړي.

په پاکستان د لوبو د بایللو او نورو ښو لوبډلو سره د قوي لوبې نه کولو یو علت د محمد نبي کمزورې کپتاني هم بللې شوو. مثلآ له پاکستان سره یې لوبه کې مهم «ډیت» اور په الراونډر کریم جنت باندې وکړ. زما نه یادیږي چې بل ټیم دې داسې مهم اورونه په داسې الروانډر باندې وکړي؟ نبي د مهمو بالرانو اورونه په داسې وخت کې خلاص کړل چې نباید هغه وخت کې خلاص شوی وای. په خپله هم د هند خلاف لوبو کې یوازې یوه اور وکړ، حال دا چې کپتانان مهمو لوبو کې تر ټولو وړاندې وي. 

افغانستان په وروستیو څو لوبو کې یوازې څلور ثابت توپ وهونکي درلودل او پاتې ټول نور یې الراونډران وو:‌ شهزاد، حضرت، ګربز او نجیب. د سر دوه لوبغاړي خو هم په نشته کې حساب وو، ځکه چې مهمو لوبو کې یې پنځه منډې هم ونشوې کړای. باید د داسې پرېکړو پوره څېړنه او وشي. یوازینی مثبت ټکی چې ما د نبي په کپتانۍ کې ولیده هغه دا و چې خپله به پاور پلې کې اورونه کول او په بېټنېګ کې ډېر محتاط شوی و.

البته په لومړي سر کې چې نړیوال جام سیالیو ته سکواډ جوړېده، «زور» او ښه «مصلحت» په کې په پام کې ونیول شو. په دې ستونزو او ماتو کې هماغه چاروکي او مسئولین هم دخیل دي چې دا سکواډ یې جوړ کړی و. 

خلص دا چې کله هم چې افغانستان له غښتلیو لوبډلو سره لوبې وکړې، مینه والو ته د ډېرو لوبغاړو د لوبې کیفیت ښه معلومیږي او دا هم جوت کیږي چې کوم لوبغاړی څومره وزن، تخنیک، تکتیک، پوهه، حوصله، د فشار زغملو او حالاتو مطابق لوبې کولو تجربه او د یو مسلکي لوبغاړي نور صفتونه لري. باید له قوي ټیمونو سره ډېرې لوبې وشي چې افغان لوبډله نوره هم قوي شي. د افغانستان اوسنۍ لوبډله اساسي تغیر ته ضرورت لري او دا کار قوي مدیریت،‌ مشرتابه، قوي او عادل سیستم او د سیستم پلې کېدل غواړي. ‌که داسې ونشي افغانستان به یوازې د سکاتلنډ، نمیبیا او د دې کچې لوبډلو ماتولو پورې منحصر او محدود پاتې شي. البته، که «کرکټ کې بورډ کې داسې بزګشي روانه وي،» شاید د افغان کرکټ د مینه والو ډېرې هیلې هماغسې هیلې پاتې شي.

 

اخره خبره دا چې په نړیوال جام کې مو د افغانستان له لوبو ښه خوند واخیست، ملي بیرغ مو ورپېده او ملي سرود مو وغږول شو. خدای دې دا بیرغ تل رپاند لري. له لوبغاړو مننه چې په داسې بدو او سختو شرایطو کې یې دوې لوبې وګټلې.