د طالبانو خپلمنځي نښته؛ بامیانو کې درې کسان ژوبل شوي

د طالبانو خپلمنځي نښته؛ بامیانو کې درې کسان ژوبل شوي


  • 2 کاله دمخه (05/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1354

په بامیان ولایت کې د طالبانو په خپلمنځي نښته کې درې کسان ټپیان شوي دي. 

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو رئیس مولوي مهدي او د دې ولایت لپاره د طالبانو د خاصې قطعې د قوماندان مولوي مقبل کسانو په یو بل ډزې کړي.

دا نښته د بامیانو د بازار په سرای پامیر سیمه کې پنجشنبه رامنځته شوې؛ خو لا هم د نښتې علت نه‌دی معلوم. 

د بامیان راډیو تأیید کړې چې په نښتو کې درې کسان ټپيان شوي او د نښتې له امله دکانونه تړل شوي وو.

په سیمه کې طالب چارواکو د دې نښتې په تړاو رسماً څه نه‌دي ویلي.