سټولټنبرګ: افغانستان کې تروریستي ډلې له بهره په نښه کوو

سټولټنبرګ: افغانستان کې تروریستي ډلې له بهره په نښه کوو


  • 2 کاله دمخه (21/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1004

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان ټول وضیعت څاري او که چېرته په یاد هېواد کې تروریستي ډلو په فعالیت پیل وکړ؛ نو دوی به یې له بهره په نښه کړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د ناټو غړي هېوادونه به هیڅ وخت پرېنږدي، چې دوی ته دې د افغانستان له خاورې کوم خطر پېښ شي.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې هم ګڼو امریکایي چارواکو ویلي و، چې په افغانستان کې به ترهګرې ډلې له بهره وڅاري.

باید یاده شي، چې اوس مهال هم د افغانستان پر فضایي حریم امریکایي الوتکې ګرځي، چې د ډېرو خلکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.