امریکا: د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون نه‌کوو

امریکا: د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون نه‌کوو


  • 7 مياشتي دمخه (19/10/2021)
  • خالد سهار
  • 277

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه‌کوي.

تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، چې ښایي امریکايي پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.  

ټاکل شوې، دا غونډه د راتلونکې چارشنبې په ورځ جوړه شي، چې د طالبانو په ګډون د پاکستان، چین، ایران او د ۱۱ نورو هېوادونو استازي هم په کې برخه واخلي.  

په عین حال کې د بهرنیو چارو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. 

روسیه وايي، د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به د نورو موضوګانو په اړه د خبرو ترڅنګ د طالبانو پر پلاوي د یوه ټولشموله حکومت جوړولو لپاره ټینګار وشي؛ خو په ټوله کې یې موخه د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کول دي.

مسکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو د غونډو کوربتوب کړی، چې په کې ډاکټر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او ګڼو نورو سیاسي څېرو د طالبانو سره په خوا کې ګډون کړی دی.