یو شمېر اسلامي هېوادونه؛ له تالېبانو د افغان نجونو د زده کړو حقونه غواړي

یو شمېر اسلامي هېوادونه؛ له تالېبانو د افغان نجونو د زده کړو حقونه غواړي


  • 2 کاله دمخه (14/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1033

ټاکل شوې ده٬ چې د اسلامي هېوادونو یو شمېر بهرنیو چارو وزیران کابل ته راشي او په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې په شتنه خنډونو وغږېږي.

دوی به پر دې وغږېږي، چې افغانې نجونې باید پرېښودل شي چې زده کړې وکړي او له زده کړو د نجونو ممانعت د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

د راپورونو له مخې، تراوسه یوازې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریینو مارسودي راتګ کابل ته تایید شوي دي.

د دې سفر د وخت په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پرون یوې خبرې غونډې ته وویل چې په څو ورځو کې به دا سفر وشي.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت وړاندې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځي بندیز ولګاوه.

خو ځینې طالب مشران وايي٬ چې دوی به ټولو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

د یادونې ده چې نن د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو وویل٬ چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د ثبات او ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅه وکړي.

 ولسمشر ویدودو په تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی دی.

 دده په وینا دوی او د نړۍ ټول هېوادونه غواړي چې نور افغانستان له دایمي سولې او ثبات برخمن شي.