شیدا او پښتو کړنومي

شیدا او پښتو کړنومي


  • 1 مياشت دمخه (13/10/2021)
  • صهیب راوي
  • 152

 کړنومي یا مصدرونه د جملې په رغښت کې بې ونډې نه دي او که په ځینو جملو کې یې را نه وړو، نه بشپړیږي. مثلا که وایو چې: "شعر لیکل لوی ریاضت غواړي" نو په دې جمله کې " لیکل" پښتو کړنومی یا مصدر دی، چې د خبرې په بشپړتابه کې راسره مرستندوی تمام شو. مصدر چې فعلي نوم یا کړنومی یې هم ګڼو د یوه فعل نومیزه بڼه ده او د فعلونو پر وړاندې بې له زمانې څخه د یو څه د نومولو دنده ور په غاړه وي.

شیدا د خپلې بې بېلګې شاعري لپاره تر ډېره له پارسي او عربي وییونو څخه استفاده کوي، په شعرونو کې یې پښتو سوچه کلمې لږ دي او د پښتو مصدرونو شمېر خو پکې بیخي په نشت حساب دی.

دا چې شیدا په خپل څو سوه مخیز دیوان کې ولې پښتو مصدرونو ته بیخي لږه پاملرنه کړې، د بحث وړ سکالو ده. په پښتو کې باید په دې خبرې وشي، چې یو شاعر څرنګه خپل دیوان داسې بشپړ کړي، چې د پښتو مصدرونو کاریدنګ پکې په نشت حساب وي؟

د پورتني پوښتنې په اړه زما ځینې څرګندونې په لاندې ډول دي:

۱ـ شیدا د هندي مکتب د مخکښ شاعر په حیث د خپلې شاعري ژبه تر ډېره د پارسي او عربي ژبې په وییونو ښکلې کړې. څرنګه چې پښتو وییونه پکې د نورو شاعرانو په پرتله لږ دي، نو د پښتو مصدرونو شمېر هم پکې خامخا لږ دی.

۲ـ  په اکثرو شعرونو کې فعلونه په مفرده بڼه راوړل.

زموږ د دغه کلاسیک شاعر په شعرونو کې فعلونه په مفرده بڼه کاریدلي او کوم ځای چې د فعل زیادت او ډېروالي ته اړتیا ده، بیا ترې مصدري بڼه هم راوړل شوې، چې فعل هم ورسره ډېرګړی حالت غوره کړی.

نوبهار له باغ و راغ سره اشنا شه

په سرو سترکو یې ژړل ځنې جدا شه(دیوان: ۱۹۹)

په پورتني بیت کې د " نوبهار" لپاره معمولآ د ډېرې ژړا خبره شوې، ځکه خو ورسره د ژړیدو فعل لپاره " ژړل" مصدر راوړل شوی، چې زیادت ښيي او " سرو سترګو" غونډ سره یې ډېره ښه همغږي ښودلې.

۳ـ ښایي بل علت چې شیدا یې د ډېرو پښتو مصدرونو له راوړنې څخه محروم کړی وي، دا وګڼو چې څو ځایه یې دري مصدرونه راوړي. لکه:

شمع څه لري په زړه بېدرده خلقه

چې په بزم کې یې تل ګریستن خوی شه. (دیوان:۱۹۵)

 

چې د زړه په مزار آه وکړم ناترسه

په کشتن مې لکه شمع څه خو وار کړه.(دیوان: ۱۸۷)

۴ـ کړنومی یا مصدر هغه وخت استعمالیږي، چې غواړو د فعل نومیزه او یا یې بې د زمانې له ښودلو یادونه وکړو.

د بېلګې په ډول که څوک ووایي: زه ځینې خبرې کول غواړم.  دلته "خبرې کول" دوه توکیز مصدر دی، چې په نومیز ډول ترې یادونه وشوه.

دا چې د شیدا په شعرونو کې دغسې حالت سره ډېر نه مخ کېږو، نو د ده په دیوان کې یې د مصدرونو شمېر لږ کړی.

که د شیدا دیوان ولولو، نو را ته جوتیږي، چې د ډېرو پښتو مصدرونو بېلګې نه پکې لیدل کېږي، یوازې "ژړل" مصدر یې کارولی، چې وړاندې مو ترې یادونه وکړه او څو نورو ځایونو کې یې د " وکړل یا کړل" مرستیالو فعلونو مصدرونه کارولي، لکه په لاندې بیتونو کې:

په انځور یې بلبل وکړل چغارونه 

کشیده یې تازه ګل ستنې خارونه.

 

د هغه د سر کلاه کله پریوځي

چې یې ترک لکه اسمان کړل دستارونه.