منجمنټ علم دى که هنر؟

منجمنټ علم دى که هنر؟


  • 6 ورځي دمخه (11/10/2021)
  • عبدالوارث امیري
  • 55

  ټولنيزې ادارې او سازمانونه د هرې ورځې په تېريدو سره پراختيا مومي او دغه حالت د بشري تمدن له جوتو ځانګړتياوو څخه ده. په دې مانا چې د مختلفو ټولنو ځانګړتياوو او اړتياوو ته په کتو هره ورځ نوي، نوي ټولنيز بنسټونه رامنځته کېږي، او دا خبره هم ښکاره ده چې هر بنسټ او سازمان خپلو موخو ته د رسېدو او خپل جوړښت ته په کتو يو ډول متناسب مديريت (منجمنټ ) ته اړتيا لري. او دا خبره هم بايد هېره نه کړو، چې د ( اداره کولو ) د اړتيا درک په  وروستي ژوند پورې اړه نه لري، بلکې انسان له ډېر پخوا دېته متوجې شوى، چې يوې موخې ته د رسېدو لپاره بايد لومړى، امکانات تيار شي او وروسته د موخې د ترلاسۍ په موخه بايد هغه تنظيم او منظم شي، چې دغه حالت هم مديريت (منجمنټ ) ته اړتيا پېښوي. 

هره بشري ټولنه خپل فرهنګ، کلتور او د ژوند طريقه لري، او همدغه حالت ته په کتو رهبري او منجمنټ کول يې هم فرق کوي. 

د دې په خاطر چې موضوع ښه روښانه شي راځئ لومړى اداره پېژنو. 

 

اداره: هغه ټولنيز/ اجتماعي سازمان دى، چېرته چې يو تعداد افراد مشترکو او ګډو موخو ته د رسېدو په خاطر په ډله ييزه توګه کار کوي.  په اداره کې د کار د اسانتيا او مشترکو موخو ته د رسېدو لپاره د افرادو ترمنځ مشترک کار ډېر د پام وړ دى، ځکه همدغه کار دى چې د ادارې موخې په اغېزناکه او مثمره توګه ترلاسه کوي. 

اداره د جوړښت له پلوه په دوه ډوله ده 

رسمي اداره او غير رسمي اداره. 

په رسمي اداره کې د ځانګړي هدف ترڅنګ سلسله مراتب، رهبري، دندې او صلاحيتونه په نظر کې نيول کېږي، اما په غير رسمي اداراه کې له ځانګړي هدف پرته نور مسايل په نظر کې نه نيول کېږي. له دې علاوه اداره د اهدافو له پلوه په دوه برخو ويشل کېږي يو يې انتفاعي اداره او بل يې غير انتفاعي اداره ده، د دې په خاطر چې موضوع اوږده نه شي له وضاحته يې دلته تېرېږو.

پورته نقطو ته په کتو اداره او په اداره کې افراد کوم چې مشترکو موخو ته د رسېدو په موخه ګډ کار کوي مديريت ( منجمنټ )  ته ضرورت لري، دا خبره بايد په ياد ولرو چې هره اداره منجمنټ ته اړتيا لري ځکه په نشتون کې يې اداره بې روحه، بې حرکته او بې اهتزازه وي. دا چې منجمنټ(مديريت) کله پراختيا ومونده ، څه شى دى،  په يو سازمان او اداره کې کوم رول لري، خصوصيات او مهارتونه يې کوم دي دلته يې په لنډ ډول واضح کوو.

تر صنعتي انقلاب مخکې ( د اتلسمې پيړۍ وروسته او د نولسمې پيړۍ په لومړيو) کې د انساني ځواک د روزنې لپاره مشخصو مضامينو او مطالبو شتون نه درلود، اما د شلمې پيړۍ په پيل کې په فوق العاده پراختيا سره علومو او فنونو ته د نويو علمي يوهو په توګه اړتيا محسوسه شوه. هماغه و چې مختلف علمي چوکاټونه رامنځته شول يو له دغو علمي منجمنټ (مديريت) و 

د علمي منجمنټ مفکوره د لومړي ځل لپاره انګليسي ليکوال چارلس بيبيج (Charles B  bbage) په خپل ( دصنايعو خاوندانو سپمونه) کتاب کې رامنځته کړه

له ده شاه او خوا پنځوس کاله وروسته د هنريتون په نامه امريکايي پوه د خپلې صنعتي موسسې په اداره کې نوې منجمنټي کړنلارې وکارولې چې د هغه وخت د  خلکو پام يې ځانته را واړوو. 

تر (1903) ز کاله پورې د منجمنټ د پوهې يا علم په نامه هيڅ شى موجود نه و، خو په را وروسته وختونو کې فريد ريک ونسلو تايلور ( Frederck w toylor ) د علمي منجمنټ په نوم يوه مقاله خپره کړه، چې نن ورځ د تايلور سيستم علمي منجمنټ په نوم يادېږي. 

د وخت په تېريدو سره  (1920 نه بيا تر 1960) ز کلونو  په لسېزو کې د منجمنټ د علم ګڼ شمېر روېشونه، سيستمونه، مفکورې او نظريې رامنځته شوې چې په پايله کې يې اداري کارونو او فعاليتونو ښه والى وموند.  

نن ورځ په نړۍ کې منجمنټ تر بل هر وخت ډېر پراختيا او اغېزمنتيا موندلې ، نوي، نوي مسايل پکې رامنځته شوي او لاهم رامنځته کېږي، راځئ همدلته منجمنټ مختصر وپېژنو. 

 

منجمنټ (مديريت)  په لغوي شکل اداره کولو ته وايي، اما په اصطلاحي شکل بيا هغه علم دى چې، موخو ته د رسېدو په خاطر انساني او مادي سرچينې(نيرو) په کم وخت او کم لګښت سره همغږي کوي

اداره او منجمنټ يو له بل سره ، د هدف، منابع، موثريت (Effectiveness) مثمريت (Efficiency) او ښکيل اړخونو(Stake holders) په نوم مشترک او مهم عناصر لري، چې د يوې ادارې د بقاء او منجمنټ د دوام لپاره ملزومي (لازمي)ګڼل کيږي.

د منجمنټ په پروسه کې يو لړ مهارتونو لکه تشويق، ښه چلند، استخدام، مذاکره توب، کنټرول، د اورېدلو او د پرسونل ترمنځ د انګېزې مهارتونه ته اړتيا لېدل کېږي کوم چې يو مدير يې بايد ولري.

په ټوله مانا ويلاى شو چې منجمنټ يو جريان دى، چې د انساني تشکيلاتو په لارښوونو دلالت کوي. 

د منجمنټ د خصوصياتو په اړه نور ډېر بحث هم شته اما دلته يې اړتيا ضروري نه بولم. 

 

راځم اوس دېته چې منجمنټ علم دى که هنر؟ 

 

د هنر په اړه به و وايم چې د انساني ژوند د پايښت او نوي کېدا لپاره يو مهمه عنصر دى، په دې مانا چې هنر په انسانانو کې دروني استعدادونه را برملاء کوي. هنر دى چې انساني استعدادونو ته د ښکلا او عمل جامه اغوندي او..... 

د منجمنټ د علم يوه برخه د ښوونې له لارې زده کېږي، مګر څه برخه نوره يې بيا د کار په جريان کې زده کېږي، په دې ډول د منجمنټ هغه برخه چې د ښوونې له لارې زده کېږي هغه د منجمنټ علم او هغه برخه چې د تجربو او معلوماتو د ترلاسه کولو او په مختلفو شرايطو کې د هغو د کارولو له لارې ترلاسه کېږي هغه د منجمنټ هنر دى يا په بل عبارت علم < پوهېدل> دي او هنر < کول> دي  نو همدغه حالت ته په کتو موږ ويلاى شو چې منجمنټ هم علم دى او هم هنر، او دواړه يو له بل سره تلپاتې رابطه لري، مانا دا چې د يو په نشتون کې اداره نيمګړي کېږي، او کله چې اداره نيمګړې شوه، موخې په درست شکل لاسته نه راځي او دا چاره بيا اداره له زوال سره مخامخ کوي.

ماخذونه:

رضائيان علي د سازمان او مديريت بنسټونه (1399) ل کال

د منجمنټ اساسات مولف سلطاني پرديس (1392) ل کال

احساس حميدالله (1396) د اداري اضلاحاتو د فورمونو لنډيز

قيومي عبدالجبار د پلان جوړونې مديريت (1392)