د امریکا او تالېبانو د بیا خبرو لامل څه کېدای شي؟

د امریکا او تالېبانو د بیا خبرو لامل څه کېدای شي؟


  • 1 اونۍ دمخه (10/10/2021)
  • خلیل حبیبي
  • 57

 

 

وروسته له هغې، چې د امریکا په ټاکنو کې ټرمپ کلنټن ته ماته ورکړه؛ نو ټول تمرکز یې د افغانستان په جګړه شو، چې څوځله یې په دې برخه کې تالېبانو او پاکستان ته توند اخطارونه هم ورکړل.

ټرمپ، چې اصلا یې باور ټول په اقتصاد او تجارت دی، ولیدل چې افغانستان نور پر ځان د بسیا کېدو خواته روان دی او په یاد هېواد کې د امریکا تریلونه ډالر بې ځایه مصرف شو؛ نو سمدلاسه یې دریځ بدل کړ او له تالېبانو سره یې د مذاکراتو لړۍ پیل کړه. خلیل زاد یې وټاکه؛ خو افغان حکومت یې له صحنې بیرون کړ، چې دا سهوه د ولسمشر غني هم وه.

ټرمپ دوه اهداف درلودل، یو یې راتلونکو ټاکنو کې بیا بریا او دویم دا، چې څنګه افغانستان کې د چین د اقتصاد مخنیوی وکړي.

له تالېبانو سره یې د مذاکراتو لړۍ پیل کړه، چې له څه د پاسه یو نیم کال خبرو نتیجه بیا هم له افغان ولس او د امریکا له خلکو سره واضح شریکه نه شوه؛ خو وویل شول، چې امریکا به په ټاکلې موده کې وځي او تالېب به پرې هیڅ ډز نه کوي.

که څه هم د تړون ځینې برخې پټې وساتل شوې؛ خو له اوسنیو څرکونو مالومیږي، چې یاد تړون کې دوه ډېر اساسي موضوعات ول، چې تالېبان له امریکا سره پرې هوکړې ته رسېدلي وو.

۱: د افغانستان شمالي ګاونډیانو ته د ترهګرو ډلو لېږل؛ ځکه هلته روسیه ده او امریکا له روسیې سره هیڅ وخت یو دسترخوان ته نه کیني.

۲: په هر قیمت د چین د اقتصاد مخه نیول.

خو چین بیا تر امریکا هم څو چنده هوښیار دی؛ کله یې چې ولیدل امریکا افغانستان پریږدي؛ نو سمدستي هم له تالېب او هم له تېر حکومت سره پر اړیکو تجدید نظر وکړ. دوی همداسې یوه ورځ لیدله، چې یا به تالېب محوه کیږي او یا حکومت، چې دواړو سره به د چین اړیکې ښې وې؛ خو کله چې حکومت له منځه لاړ، نو له تالېب سره یې د مرستو لړۍ شروع کړه، ان اړیکې یې ټینګې کړې او کابل کې مستیقیمې مداخلې ته په پلان جوړولو بوخت شو.

امریکا چې د چین دوامداره مداخله ولیده؛ نو فکر یې وکړ، چې خبره ورنه خرابیږي، تالېب یې بیا قطر ته راوغوښت او ورسره کیناست.

ممکن د اوسنیو ناویلو ترڅنګ ډېرې نورې د تالېبانو ګوتڅنډنې رسنیزې شي؛ خو واقیعت دا نه دی.

تازه امیرخان متقي د ګواښ په شکل ویلي، چې امریکا دې د افغانستان د بې ثباتۍ هڅه نه کوي.

مګر سهیل شاهین بیا ویلي، چې مونږ له امریکا سره د داعش په ځپلو کې مرسته نه کوو.

دې دواړو خبرو کې یو څه شته او هغه دا، چې امریکا ښایي بیرته کابل کې خپل حضور ته ادامه ورکړي، د داعش د ځپلو په موخه ان هوایي بریدونه هم وکړي او د دې لپاره، چې له افغان خاورې ورته ګواښ متوجې دې، خپلو حریفانو ته د زور ښودنې لپاره ښه نظامي تجهیزات هم ځای پر ځای کړي.

امریکا یواځې او یواځې په افغانستان کې داسې نظام او حاکم غواړي، چې د ده هره خبره ومني.

کله، چې امریکا وویل، خپل ځواکونه باسم، فکر یې کاوه، چې غني به د تېر په څېر لیک ور ولیږي؛ خو غني یې ان د لېږد د پروسې د امنیت مسؤلیت هم واخیست.

کله، چې امریکا پر افغان ځواکونو د مرستې بندولو خبره وکړه او د غني له لوري یې توند ځواب تر لاسه کړ؛ نو پوه شول، چې پر افغانستان کې یې د غني په شتون کې د اهدافو پوره کېدل نا ممکن دي.

هماغه و، چې د نورو هېوادونو په مرسته یې پر تالېبانو وسله ووېشله او د افغانستان د شل کلنې جګړې د تاریخ تر ټولو خونړۍ جګړې پیل شوې، چې بلاخره پایله یې د اوسني نظام پاشل کېدل و.

اوس، چې امریکا او تالېبان سره ناست دي؛ نو د خبرو ټول تمرکز یې پر بیا راتګ او یاهم داسې یو نظام، چې ټولې کړنې یې د امریکا په خوښه وي