افغانستان کې بشري وضعیت؛ نړیواله‌ټولنه وایي، له اړمنو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږو

افغانستان کې بشري وضعیت؛ نړیواله‌ټولنه وایي، له اړمنو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږو


  • 2 کاله دمخه (08/10/2021)
  • خالد سهار
  • 869

تمه ده، چې نړیواله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره دغه هېواد ته نغدې پیسې ولېږي.

له دې طرحې خبرو کسانو روېټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا مرستې اړو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي، نه د طالبانو د مالي ملاتړ لپاره.  

د دې پلان هدف دا دی، چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، اړو کسانو ته پیسې د بانکونو له لارې ورکول کېږي او هر کس ته به څه کم ۲۰۰ ډالره ورکړل شي.

بل لورته د ملګري ملتونو له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې له نیمایي زیات له پنځه کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

راپور کې د افغانانو اوسنی حالت داندېښنې وړ بلل شوی او تینګار شوی، که افغانستان ته د خوراکي توکو ترڅنګ په بېړنۍ توګه درمل ونه رسېږي؛ نو میلیونونه افغانان به له ناورین سره مخ شي.

دا راپورونه او اندېښنې داسې مهال دي، چې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو د بیو لوړېدل او بیا ورته د خلکو نه لاسرسی خپله د یوه بد اقتصادي راتلونکي نښې نښانې دي.